له امریکا سره د تړون په اړه ګرم بحثونه روان دي.
یوه ډله خلک، چې لکه مرخېړي او زهرجنې پوڅکۍ، یودم پر رسنیو را څرګند او ډېر شول، او نن سبا، هر هر ځای لیدل کېږي، د تړون مطلق مخالفت کوونکي پنډڅټي اخواني قراردادي پنډتان دي.
د حیرانتیا خبره خو دا ده چې دوی په ټول ښار کې پنځه کسان دي، او دغه پنځه کسان هر یو د ورځې پنځو غټو رسنیو ته بلل کېږي.
چې تلویزیون کوک کړې، د دوی یو به لستوڼي اړوي، خدای ورکړې ده. چې دا کیسه نه وای، دوی به چا غږول.
عجیبه ده، په دې څو ملیونیز ښار کې د رسنیو پر مخ د پنځو کسانو هم همدومره استاځي ده، لکه د نورو څو ملیونه وګړیو. دا بیا د رسنیو مساوات او انصاف دی، چې د یوه سړي فکر هم همدومره تبلیغېږي، لکه د یو ملیون خلکو.
د دې زهرجنو پوڅکیو لخوا په پاکټونو کې راوړل شوي پاکستاني او ایراني فکر ته په یوه اونۍ کې دومره کمپاین وشو، چې په تېر لس کاله کې هیڅ مثبت یا منفي برانډ ته نه و شوی.
د زهرجنو پوڅکیو لفظ د همدې لپاره وکاراوو، چې پوڅکۍ هم یودم را شنې کېږي. بېګا نه وي، سهار یوه پتیره وي. دوی هم یودم را پیدا شول، او زهرجن مې ځکه وګڼل، چې له ګټورو پوڅکیو سره یې توپير وشي. ټول لګیا دی، مفتې خبرې کوي.
عجیبه دا ده چې د یوه یې کار او روزګار نه دی مالوم. خلک د شل زره افغانانو یوې دندې دومره بوخت کړي، چې مجبور دي د لیکنو لپاره د عیالونو او خوب وخت په داو ولګوو، خو پوڅکیو ته دومره اوبه ورکول کېږي چې د دوو نورو پوڅکیو هم ورسره بس کېږي. پښتانه وایي چې خوشی XXXXXX خدای ښه ساتي. دوی ته چې ګورم هم، د سلو کلونو سوء تغذۍ یې په دې لنډه موده کې ووتلې. د دوی له مفت خوراکه را پېښ یو مصیبت، د دوی مفتې خبرې دي.
که مو پام کړی وي هر ځای مفتې او توکلي خبري مفتخواره خلک ډېرې کوي.
لکه مثلاً په سیاست کې به یې چې ویل: افغانستان باید په هیڅ قیمت اسامه بن لادن ونه سپاري، که څه هم ټول پرې تباه کېږو. یا مثلاْ، افغانان باید وږي خېټه وګرځي، خو دا یا هغه کار ونه کړي. دا مفته خبره ده. یو ملت وږی ګرځېدل، داسې نه دي، لکه یو سړی وږی ګرځېدل. د یوه ملت تباهي هم داسې نه ده لکه د یوه سړي تباه کېدل. د یوه ملت تباه کېدل تدریجي، دردوونکي، او ذلیلانه وي. یو ملت شهید کېږي نه، چې په یوه ډز یې سا وخېژي، بلکې د زرګونو فسادونو، آفتونو او زحمتونو له امله لکه یو پمن حیوان، سا ورکوي.
او که مو پام کړی وي، اکثره خلک چې دا خبره کوي، په خپله تک سور، پلن مخی، پلن څټی، تنور، او ښه په وجود برابر وي. د دې علت دا وي چې خپله شخصاً له وږي ګرځېدلو سره عادي نه وي، او خلکو ته یې ور خوښه وي چې وږي دې وګرځي، خو دوی دې ومني.
د دوی دا نظر، چې مثلاً خلک دې په خېټو پورې تیږې وتړي، خو اسامه بن لادن دې امریکا ته نه سپاري، ډېر غیر عملي وي، د دې یو لامل دا دی چې د دې قول صاحب، خپله ډېر بې عمله او مفتخوره انسان وي. چا چې د روزي ګټلو، خېټې مړولو، او خپل کاروبار جوړولو لپاره ستونزې، ستړیاوې، او منډي ترړي ګاللي وي، هغه داسې غیرعملي خبره نه کوي.
دې ښاغلي ته که ووایې چې د بانک اکاونټ دې را کړه، یو څو ډالره در لېږم، د اولاد نفقه به دې شي، خو جزاک الله به هم درته ووایي، خو که ورته ووایې چې د افغانستان خزانې ته یو څو ډالره غواړم چې د افغانستان د بچیانو نفقه شي، نو وایي چې ورک که، ډالر مردار دي، خلک دې وږي وګرځي، په خېټو پورې دې تیږې وتړي. صحابه وو څومره ستونزې ګاللې. بیبیانو څومره زحمتونه ګالل.
د ځان په اړه پرېکړه ډېره ګرانه، خو د ملت په اړه ډېره اسانه ده، ځکه، په ملت کې خو بیا شیخو صاحب یوه استثناء ده. هلته خو بیا دی پېشوا دی، او پېشوا خو له نورو سره خامخا توپیر لري.
د دوی د زهرجنتوب یو اړخ، د دوی د نارو د تېرایستنې لوړ قابلیت دی. غرور، غیرت، ناموس، عزت او دې ته ورته توري تل په افغانستان کې بیرته د همدې ارزښتونو پر ضد کارېدلي دي. غرور له غروره د خلاصون، غیرت له غیرته د خلاصون، عزت له عزته د خلاصون، او اسلام له اسلامه د خلاصون لپاره کارېدلي دي.
ومې غوښتل بیا هم، د دوی د زهرو پر خلاف لاندې څو یادونې د زهرکشو درملو په څېر وړاندې او د باعزته افغانستان د دفاع سرلارو ته د دې لیکنې په دسمال کې ور وپېچم.
۱( افغانستان د تاریخ په دوران کې، د امیر امان الله خان له یوه کال پرته، تل د بهرنیو مرستو محتاج پاتې شوی، او وي به. دا مرستې به خامخا لوی قوتونه درکوي. تر دې چې دا مرستې، دوهم لاس، د پاکستاني چینلونو، پوځ، استخباراتو او دیني تنظیمونو لخوا را ته رسېږي، بهتره ده، لومړی لاس، له لومړۍ سرچینې سره لاره یوسو. موږ باید د امیر عبدالرحمان خان د توصیې مطابق، له داسې چا سره اړیکې ټینګې کړو چې په افغانستان کې ارضي مطامع، یا د ځمکې تمه ونه لري. زموږ ګاونډیان، او موږ ته را نیږدې زبرځواکونه (روس، چین)، خرځواکونه (پاکستان او ایران)، او واړه هېوادونه ټول په افغانستان کې د ځمکې تمه لري، نو ځکه، داسې هېوادونه بهتر دي چې د ځمکې لخوا زموږ د دایمي اشغال وېره ورڅخه نشته، او که دوی د ځمکې له لارې افغانستان له خپلې خاورې سره وصل کوي، نو باید ترمنځ په لسګونو نور هېوادونه هم لاندې کړي.
۲) موږ داسې څه نه لرو چې په تړون یې له لاسه ورکړو. تر دې بده ورځ به څه درباندې راشي. که غرور یادوئ، نو کوم غرور؟ آیا اوس مو په کورونو کې پنجابیان او امریکایان نه ګرځي؟
که ملي تمامیت یادوئ، نو کوم تمامیت؟ موږ، لکه ملا نصرالدین، چې د کلا یو دېوال یې جوړ کړی و، بیا یې به دېوال کې دروازه اېښې وه، او په دروازه کې یې کولپ اېښی و. زموږ کولپونه هم خالي دېوالونو ته لګېدلي دي.
۳) موږ پخوا هم له غرب سره د نه اړیکو له امله، له اسلامي نړۍ څخه قطع شوي یو، ځکه چې اسلامي نړۍ د غرب د ملاتړ په حوزه کې ده. سعودي، خلیج، مصر، چټلستان، او په لسګونو نور هېوادونه غرب ته ګوري. که دې امریکا احترام کاوو، دوی دې هم سفیر او سفارت، ویزه او الوتکه مني، کنه، نه دې مني. پخوا هم افغانستان له غرب سره د بدو اړیکو له امله، له اسلامي نړۍ سره په ستونزه کې پاتې شوی. موږ له اسلامي او دیني اړخه هم د نورو قوتونو پر ځای، غرب ته ترجیح ورکوو.
۴) ملي حاکمیت، خپلواکي، تمامیت د ملي اردو، ملي پولیسو په وسیله تأمینېدای شي. موږ تړون د ملي امنیتي ځواکونو د تقویې لپاره ترسره کوو. یعنې ملي حاکمیت تقویه کوو. څوک یې چې مخالفت کوي، هغوی یې عملاً کمزوری کوي، خو ارماناً او هوایتاً یې غښتلی کوي.
۵) دا تړون د ستراتیژیک تړون هغه جزء دی، چې کل ورپورې تړلی او مشروط دی. معقوله هم ده. د امریکا په مرسته تطبیقېدونکي پراختیایي پروژې د دوی له امنیتي مرسته ریښتیا هم تطبیقېدای شي، کنه شي؟ د امریکا ملاتړ د افغانستان د پراختیا د دوام لپاره ضروري دی. د مثال په توګه، د لویو ښارونو وارداتي برېښنا ټوله په امریکایي پیسو پېرودل کېږي. له دې برېښنا پرته به تاجر، سوداګر، او پانګه اچوونکی خو څه، چې عادي ښاري هم په د کابل او جلال آباد پر ځای، پېښور،او کویټې ته ترجیح ورکړي.
۶) د افغانستان جګړه کورنۍ نه ده. دلته پنجابی، ایرانی، اوزبک، چینایی، اماراتی، کویتی، سعودی جنګېږي. په دغه صورت کې، دا زموږ لپاره نه یواځې عیب نه دی، چې د بهرني په مقابل کې بهرنۍ مرسته ولرو، بلکې لازمه ده. همدا نن دې په خوګیاڼیو کې یواځې خوګیاڼی وجنګېږي، موږ به د نړۍ نظامي کاروان ته څه، چې د غنمو کاروان ته هم ووایو چې نور دې نه غواړو. مهرباني وکړئ، لومړی مو تاسې عرب، عجم، تورلېنګي، ژېړمخي، ناسنته سپږنان او پاکستاني پوځیان وباسئ، موږ به امریکا وباسو، ځکه هغه اول راغلي، دا ورپسې. اول راغلي باید اول ووځي. هغه بې تړونه راغلي، دا د ملګرو ملتونو په پرېکړه راغلي. هغه خلک حلالوي، اردو او پولیس مو راوژني، بیرغ سرود مو نه مني، دا مو پولیس، اردو حمایه کوي، بیرغ مو مني. آیا د هغو د اول هم نه، دوهم وتون تضمین را کولای شې؟
چې نه یې شئ، نو بیا لطفاْ د هېواد پرېکړه لږ تر لږه هغو ته پرېږده چې آزمویل شوي نه دي.
هېواد پلورل دا نه دي چې له یوه بل هېواد سره د سیال هېواد په توګه، په برابرو شرایطو، او خپله خوښه یو نړیوال تضمین لرونکی تړون لاسلیک کړې. هېواد پلورل دا دی چې په یوه هېواد کې د بې ثباتۍ په ننګه بیانونه ورکړې، د یوه هېواد د مسلمان پوځ، او مسلمان پولیس خلاف پنجابی جهاد وهڅوې، او د یوه ملت د اقتصادي انزوا، او بالآخره، د ګاونډیانو په لمنه کې د هغه هېواد لوېدلو ته زمینه برابره کړای شي. زهرجنو پوڅکیو، وطن خو تاسې پلورلی و، چې د شمالي خویندې مو تر ګوجرانوالې ورسېدې، او د سمنګانو د شهزادګۍ مورکۍ ښځینه جسد مو د کراچۍ په موزیم کې خلکو ته نندارې ته وړاندې شو. وطن پلورل دا نه دی چې وطن جوړ کړې، وطن پلورل دا دی چې په پېښور کې مو لکه د مجاهدینو د موقت او عبوري حکومت، خارجه، عدلیه او داخله وزارتونه وي. وطن پلورل دا دي چې د هېواد نخبه ګان مو د پېښور په کوڅو کې له د ککړو پاکستاني پولیسو له ډاره غله غله، غلي غلي، او ذلیل ذلیل وګرځي. وطن پلورل دا دي چې بې وزله میندې خویندې مو له کارخانو څخه پینډۍ ته ګنډې او رختونه وچلوي. دا خلک د وطن پلورلو په معنا کله پوهېدل؟ دوی خو خپله تلقیني غلامان ول، چې د آزادۍ خیال یې په فکر کې هم نه ور تېرېده، اوس له کومه دومره آزاد او خپلواک شول.
زما په نظر، د سیاست دا ناڅاپه را ټوکېدلي زهرجنۍ پوڅکۍ افغانان ځای پر ځای مسمومولای، او د افغانستان صحت او سلامتیا ته مزمنه ضررونه پېښولای شي. د دوی مخه ونیسئ.
مجيد قرار
قرار صیب خدای د توفیق درکړي چې د دې پټ سترګو او کڼو سترګې اوغوږونه ورخلاص کړې د دوی په زړونو کې د تورمخو پنجابیانو مینه داسي ځای پرځای شویده لکه د موسی ع د امت په زړونو کې چې د سامری د خوسکی مینه ځای پرځای شوې وه. هر څومره يي چې پوهوي هغومره ګمراه کیږي یو شاعر وایي: که هر څومره نصیحت مي ورته وکړو هغه خدای بي لارې کړی په لار نشو نو چاته چې خدای ج سمه لاره نه وي ښودلي هغه هیڅکله په سمه لار نه ځي
مننه.
قرار صاحب ددي خبرو توقع خو مو نه درنه ځکه ته خو پخپله د اخوانیانو په غیژ کې را لوی شوی یې څرنګه د دا ډول ژورې ددښمنۍ خبرې په خوله درځی ډیرخفه شوم
قراره! ښه نوم دی زهرجني پوڅکۍ
لکه تالنده چي پوڅکۍ را ټوکوي دا هم د ایران او پاکستان لخوا را شنې سوې خو فکر مه کوه دومره زهرجني هم ندي چي د مرګ سبب دي و ګرځي
هغه د قران شهادت دادی
ضَعُفَ الطَّالِبُ وَالْمَطْلُوبُ
سوره حج س)
قراره وراره، ما هم څو ځلي کوشش کا وه چې همدا ستا خبره و کړم خو جملې مې نه سره برابرېدې او بله ذا چې ويرېدم هم، اوس په تا ویرېږم چې هېڅ شی دې نا ویلی پذې نه ښوده. د شف شف په ځای دې سم دم شفتالو وویل. ویره مې داوه او دا ده چې به رڼا ورځ د پاکستان او ایران د نو مو نو یادول دحتمي مرګ خېره ده، ذا احمدشاه مسعود خو په دې ګناه نه دی وېل شوی چې دروس سره یې د سولې رار داد وکړ ، یا چې ستمی او ذپًښتنو صذ وبلکه صرف او صرف او صرف په دې ګناه چې د طالبانو د پلار، پاکستان ضد و. قو ما ندان عبدالحق هم په دې ګناه چې د پاکستان له اجازې پرته یې د طالبانو او ولس تر مینځ د سولې د را وستلو تکل درلود. ربانی یی هم صرف د سولې د تلاش په کناه لړه غوپی کړ که ځه هم چې هغه د خپل ګو ند د پاره دا بها نه ګر ځولې وه، خسر الدینا و آخرت شو. نو په تا غوندې پوه او خو له ور خلکو هم وېرېږم .
آیادامریکادادومرہ وژنی اودومرہ افغانانوناموس تہ سپکاوی دیوکرزی نظام اودیموکراسی لپارہ بس نہ دی.اسلام خوخیر.آیاپہ ملیونونوافغانانوژوندتہ خطرنہ دی..اسلام یاشھادت
زه خو ستاسو په اسلام او ملحدیت هیڅ پوه نشوم، مفکوره دی یو ملحده مفکوره ده او کله کله اسلامی ټکی هم استعمالوی ، خپل اصلیت سم مالوم کړه بیا داسی لیکنی کوه، زه بیا تاند ته حیران یم چی دوی هم کله ناکله اسلامی ویناوی خپروی او ستاسو وینا هم خپروی دا هم یو ډول ضد او نقیض عمل بولم، که څوک مسلمان وی داسلامی تاریخ سپکاوی د هغی سپکاوی دی، د عالم یا ملا سپکاوی د اسلام د رهبر سپکاوی دی ، ځکه العلما ورثه الانبیا، نو تاسو ولی داسی کارونه کوی چی هغه د اسلام سره ډیر فاصله لری، مو تاسو سره د یو مسلمان په حیث خطاب وکړو که د غیر مسلمان په حیث، هر څه دی نامالوم دی هیله ده یا سم مسلمان شی او یا په واضحو ټکو ولیکی چی بلکل مسلمان نه یم ، هیله ده چی پدی ټکو خفه نشی
یوبام اودوه هوا، یوتاند اودوه غیرژورنالیستیکی نظرونه.
نه پوهیږم تاندوال ورونه ولی داسی کوی، کله چه دمجید قرار په لیکنه څوک ازاده تبصره ولیکی تاندوال یی نه نشروی، خوکله چه دملا عبدالسلام ضعیف په لیکنه تبصره کوونکی هر ډول چټیات ولیکی تاند یی نشروی.
دقرار په لیکنه ما یوه تبصره تاندوالو ته لیږلی ده مګر هغوی خپره نه کړه، نه پوهیږم تاند ولی داسی کوی.
ملی افغان
ممکن ستاسو تبصره نه وي رارسېدلې. تاند یوازې هغه تبصرې نه خپروي چې لیکوال ته په پکې سپکاوی شوی وي. د مولوي صاحب ضعیف په لیکنه په سلګونو تبصرې شوي موږ اکثره په دې خاطر خپرې نه کړې چې د ده د نظر پر ځای د ده پر شخصیت پکې نیوکې شوې وې.
امنیتی تړون او که دجګړو ادامه ؟
………………………………….
له امریکا سره امنیتی تړون، دایمی جګړه، او میراثی غلوته د دایمی بقآ زمینه برابرول دی،
دمخالفینو د مخالفت یواځینی عامل دخارجیانو شتون دی، خارجیان دی ووځی، ځکه چه دخارجیانو په شتون کی مخالفین نه له تاسره کښینی او نه درسره صلحه کوی، ددوی په وتلو او نه شتون کی دی همداسی یوه لویه جرګه جوړه شی، مخالفینو ته دصلحی او کیناستو دعوت ورکړل شی، بیا به وګورو چه مخالفین درسره کښینی او که نه، معلومه به شی چه څوک داسلام لپاره جنګیږی او څوک دبل په امر زمونږ سوله او ازادی بربادوی.
او که چیری تړون امضا شی بیا خو ښکاره ده چه نتیجه به یی څه وی، حالات به هیس تغیر ونکړی، همدا مخالفت او همدا جګړی به روانی وی،لکه څنګه چه ټوله لوبه ما او تا ته جوړه وه، زما او ستا د وینو په مقابل کی به دڅو محدودو کسانو مزی وی، نور هماغه لوبه، په هماغه شکل، زه، ته، غریب، بی وزله، او معصوم افغانان به مری، همدا فیسبوک به وی، روزانه به پری دظلمونو، مړو، فحاشی، او بی عزتی خبرونه خپروو، لکه څنګه مو چه ژوند وکړ، او کوو یی، همداسی به روان وی او هر څوک به دخپل نوبت په انتظار وی چه ظلم او وحشت یی دکور دروازه ور وټکوی، دا څومره وینی چه وبهیدی او بهیږی ددی ټولو مسولیت، زمه داری او ځواب ویل زمونږ پرغاړه دی ځکه چه مونږ ددی عصر خلک یو او له مونږ به پوښتنه کیږی.
دادی ۱۲ کاله پوره شول چه خارجیان زمونږ ملک کی پراته دی، نتیچه یی مونږ ولیده او یوه ښه تجربه هم وشوه، که په دی ۱۲ کلنی دوره کی دوی په ټول افغانستان خو پریږده، کابل چه زمونږ پایتخت دی که دوی پکی امنیت راوستی وی نو بیا سمه ده مونږ به د تړون مخالفت نه کوو،
دمخالفینو له نظره غورځول او بیا داسی تړونونه، جرګی، او راټولیدنه زما په نظر بی معنی خبره ده، دافغانستان خیر پکی نشته ځکه چه جګړو ته دپای ټکی نشی ایښودلی.
دیوه خپلواک ،مستقل، عناد او له تعصب څخه دیوه خالی افغانستان په هیله.