د اوسني افغان حکومت د کمزورۍ يو لامل دا هم دی چې د خلکو باور ورباندې کم دی او په اړه يې په ټولنه کې يو بد نظر خپرېږي او د حکومت په اړه چې کوم ذهنيت موجود دی، تر ډېره د افغانستان په ګټه نه دی.

ستونزې به وي، فساد به وي، نيمګړتياوې به وي خو دا يو اسلامي نظام دی، د اسلامي نظام په اړه د کفر فتوې په همدې ټولنه کې کېږي او بايد مخنيوی يې وشي.

ددې بد نظر د عامولو هڅې په لويه کچه کېږي، خو افغان حکومت يې په اړه بې غوره او بې تفاوته پاتې دی. دلته ډېر څه د هېواد د ملي ګټو ضد دي، د ملي فکر د تخريب په موخه کېږي، د افغانستان د نوم په ضد دي، د بيرغ او اساسي قانون خلاف دي.

داسې يو پروګرام چې بايد ولس ته يې د وطنپالنې فکر ورکړی وای، له بده مرغه چې نشته خو د دې تر څنګ هغه عامه تبليغات چې په لويه کچه کېږي په مخنيوي کې يې افغان حکومت سل په سلو کې پاتې راغلی.

په عامه ځايونو کې د يو شمېر مخورو له لوري د هيواد پالنې په ضد خبرې، د اوسني افغان حکومت په تخريب خبرې، د ملي اردو، ملي پوليسو د تخريب خبرې. … دا هېڅ هم د منلو نه دي خو مخنيوی يې نه کېږي.

د ټولنيزو شبکو (فېسبوک، ټويټر، وېبپاڼو) له لارې د خلکو ذهنونه ګډوډول او د هېوادنيو ګټو ضد مطالب، ويډيوګانې، تصويرونه خپرېدل په لويه کچه کېږي خو په اړه يې افغان حکومت بې تفاوته پاتې دی.

په عامه کتابپلورنځيو کې داسې کتابونه، اخبارونه او مجلې خرڅېږي چې محتوا يې يوازې د افغانستان د ګټو ضد وي.

د هېواد په ګوټ، ګوټ کې هره ورځ سلګونه داسې کتابونه خرڅېږي چې د افغانستان د تخريب لپاره ليکل شوي او ليکولان يې هم ښکاره خلک دي چې د بل هېواد ګټو ته ژمن دي.

د پوهنمل زاهدي احمدزي هغه استعداد ته درناوی چې اياتونه يې ياد کړي او له سپېڅلي کتاب قرانکريم څخه يې وبل کتاب ته په ډېر ښه شکل سره انتقالوي، خو دا عالم زه ددې هيواد د اوسني نظام او هيوادنيو ګټو لپاره خورا تاواني بولم.

((د افغانستان په اوسني حکومت کې د کار کولو شرعي حکم)) دا ددې ښاغلي د کتاب نوم دی چې؛ د هېواد په ډېرو کتابپلورنځيو کې په ازاد ډول خرڅېږي او ما هم له يو داسې کتابپلورنځي تر لاسه کړی چې مخې ته يې افغان پوليس ولاړ دی او د دې کتابپلورنځي امنيت هم د ښار د نورو دوکانونو په څېر ساتي.

په دې کتاب کې د قرانکريم سپېڅلي اياتونه او حديثونه هم راغلي چې؛ ټول افغانان عقيده پرې لري او له هر څه يې مقدس او وړاندې ګڼي خو د زاهدي احمدزي په خوله د افغانانو په باره کې د کفر فتوا راته يو داسې عمل ښکاري چې څوک حق ته ناحق او ناحق ته حق وايي، ځکه دا ښاغلی ليکوال چې په کوم ځای کې اوسي څه يې د اسلاميت دي؟!

له اساسي قانونه يې را ونيسه د ښار د هرې نڅاخونې تر وره پورې ټول خلکو ته معلوم دي.

ددې کتاب په سريزه کې راغلي: ((دغه ځان پلورلي د افغانستان د مزدور او بېواکه رژيم نه يوازې دا چې پخپله ملاتړ کوي او خپل ځانونه او ايمانونه يې په ډالرو پلورلي دي، بلکې د صليبي اسلام دوښمنه امپرياليستي يرغلګر د خوشحالتيا په تکل هغو مومنو افغانانو ته هم د افغانستان د ګوډاګي حکومت د ملاتړ او په هغه کې د کار کولو بلنه هم کوي.))

د داسې خبرو په اړه ولې افغان حکومت بې تفاوته پاتې دی؟!

کتاب تر پايه په همداسې فتواو غځېدلی او د افغانستان په سپېڅلې خاوره د هر اوسېدونکي انسان مرګ پکې روا بلل شوی، يوازې هغه کسان پکې جنتيان دي چې ښوونځی ورانوي، کلينيک ورانوي، سړکونه ورانوي. …

موږ له قراني اياتونو منکر نه يو، احاديث د ژوند د لارې مشالونه ګڼو، د زاهدي احمدزي په پرتله مو سجدې ډېرې دي، همدا قرانکريم راته له هر کتابه معتبر دی، هغه زرګونه نيمه بربنډې نجونې چې هر ساعت د زاهدي صاحب تر مخ ښکته پورته کېږي، په هغه شمېر موږ پتمنې افغانانې لرو چې؛ په عزت او عفت يې افتخار کوو، خو همدې زاهدي غوندې کسانو پرې جنت وطن دوزخ ګرځولی، هغه قانون (د امريکا او بريتانيا د قانون ګډوله) چې زاهدي صاحب ترې لاندې د غلامۍ ژوند کوي، موږ ترې د خپل اسلامي جمهوريت اساسي قانون زر چنده لوړ او معتبر بولو خو خبره دا ده؛ هغه څوک چې د افغانستان په ضد دي، د افغانستان د اساسي قانون په ضد وي، کتابونه يې ولې په هغه دوکان کې خرڅ شي چې افغان ملي اردو او افغان ملي پوليس يې مخې ته ولاړ وي او تر مخ يې د ماين اېښودو مخه نيسي.

د کتاب په پای کې راغلي: ((د افغانستان په اوسني نظام کې علما شيعه او سني بايد د امام زين العابدين (رض) له دغې مبارکې فتوا څخه  درس واخلي او د افغانستان د اوسني جابر او طاغوتي نظام له هر ډول مرستې څخه لاس په سر شي او له ملت سره د صليبي يرغلګرو په شړلو کې هر ډول مرسته وکړي.))

په دې کتاب کې ډېرې داسې خبرې راغلې دي، خو افغان حکومت بايد يو داسې ميکانيزم جوړ کړي چې د زاهدي صاحب غوندې کسانو د خبرو مخنيوی وکړي؛ هسې نه چې زموږ پوليس د هغو کتابپلورنځيو ساتوونکي وي چې د دوی د کفر او مرګ فتوې پکې خرڅېږي. نور بايد د قرانکريم او احاديثو په شاتو کې پټې زهري خبرې دلته څوک ونه لولي.

3 thoughts on “زهري کتابونه/ اجمل هېواد / کابل”
  1. دغه خلک ما ته د آی ایس آي کسان ښکاري چې دین یې ایښی د دنیا په لار کې دام دی، پرې را اړوي وحشیان د مخلوقات

  2. Awal de sheer saheh owaya bia daa rata owaya che kala hm da khaze au khaaawand tar manz kum ekhtilaf raze taso way che daa da isi kaar o au bal daaa che da kho maloma khabara da che daa nezam islami na dy ta sa way che pa afghanistan ke ba tar osa pory ghlaa na we shawe aya da kum ghal na e las ghus kary aya da kum zanakar e rajam kary

ځواب ورکول Zghard ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *