له تیرو څو ساعتونو راهیسي په ځاي کي پروت یم، مګر خوب نه راځي.
ټوله ورځ په ستړیا راباندي تېره سوه، خو بیاهم د خوب درک لا نه سته
خوب د ستړیا ملګری دی، لیکن زه ترنیمي شپې ویښ ویم او زړه مي ارام نه کوي
په ژوند کي د زړه سکون مهم دی او د چا، چي زړه ارام وي، هغه کس ښه خوب او خندا کولای سي ځکه خو، حضرت رحمان بابا وايي « خوب خندا په بېغمۍ کیږي رحمانه ! چي پر زړه يې غم دیار وي څه به خوب کا. »
داخبره پرځای او ماته په ثبوت رسیدلې ده.
نن شپه مي زړه له ځایه بېځایه دی، نوځکه خوب او ارام راڅخه تښتیدلي دي
زړه مي په رښتیا په ګوګل کي نه سته
نن ما خپل زړه له لاسه ورکړی دی
زما زړه له پخوا څخه « زهیر » و
مسلکي همکار او نژدې ملګری نعمت الله «زهیر» یادوم
د «زهیر» سپېڅلې روح ښخ سوي ماین له موږه بېله کړه
اوس زموږ په منځ کي هغه نه سته
هغه د خپل تخلص په څير تل د هیواد په غم « زهیر» و
ارام، قانع او صابر انسان و
له مسلک او کار سره يې ځانګړې مینه وه
دڅوارلس کالو مخکي خبره ده، هغه وخت (۱۳۸۱هجري لمریز)کال زه په سویلي حوزه کي د کلید اوونیزي لپاره د کندهار، زابل، روزګان او هلمند ولایتونو د خبرونو او راپورونو ایډیټر وم، له کابل څخه دنعمت الله زهیر په نامه د یوخبریال د رالیږولو خبر سوم.
په سبا ورځ یوجګ ډنګرسپین کالی ځوان، دفترته راغلی.
داځوان نعمت الله «زهیر» و.
کراري، خو معني داري خبري يې کولې اود بل خبرو ته يې هم په زغم غوږ نیوی.
«زهیر» دکابل پوهنتون ژورنالیزم پوهنځی لوستی و، مګر هیڅکله يې تربل چا ځان لوړ نه ګڼی که څه هم په هغه وخت کي د کندهار او سویلي حوزې اکثره خبریالان مسلکي نه وو.
خدای بخښلي «زهیر» په کار او همکارۍ کي ستړیا نه پېژندل او تل به يې خوله له خندا ډکه وه.
نژدې یوکال زه اودی د کندهار کلید مجلې په دفترکي سره همکاران وو، خو یوه ورځ مي هم دده تریو تندی نه دی لیدلی.
یوه ورځ مو د پلان له مخي د مجلې د توزیع له مسؤل سره یوځای روزګان ولایت ته ولیږی، خو له بده مرغه پر لاري ناڅرګندو وسله والو له موټره کښته کړي وو.
دواړه یوه نیمه اوونۍ له موږ څخه ورک وو، اخر مو د یو بل همکار په واسطه راخوشي کړل.
ماته به يې اکثره وخت هغه ترخې کیسې کولې، چي څنګه وسله والو له موټره کښته کړل، څنګه يې په توره کوټه کي ساتل او عجیبه پوښتني يې ورڅخه کولې؟
«زهیر» به ویل خدای نه وم وژلی کنې اوس به مي هډونه لا خاوري وای !!
دده خوږ مجلس مي تل په یاد دی، هیڅکله نه وایم، چي «زهیر» دي شهید سوی وي.
زه وایم اوس هم ژوندی دی او هره خبري يې زما په غوږونو کي انګازې کوي.
په رښتیاهم «زهیر» مړ نه دی، ځکه شهید نه مري
ځوانیمرګ ! ستا بیلتون موږ ډېر«زهیر» کړو
ستا خاطرې به تل زموږ د زړونو په صندوقچو کي پاته وي
ستا ویني به رنګ راوړي
ستاهیلي به پوره کیږي
ستا دارمانونو پر بنسټ به یوه ورځ خامخا د بیان د ازادۍ بیرغ د هندوکش پر لوړه څوکه رپیږي
ډاډه اوسه، چي موږ د همدې باور او ارمان لپاره تل د ولس ږغ منعکسوو.
۵ – ۱۱ – ۲۰۱۶ مازدیګر څلور بجې
کندهارښار، چوڼۍ
نوټ : دغه کالم د (سرخط ) ورځپاڼي په ۳۶۸ مه ګڼه کي هم خپور سوی دی
شهید نعمت الله ظهیر ته د خدای تعالی له لوی دربار څخه د فردوس جنت غوښتونکی یم او کورنۍ ته یی د زړه صبر غواړو، د هیواد ناکرارۍ می تل زوروي او حیران یم چی اخر تر کله به دا خواږه ځوانان د ظالم مرګي په سیند لاهو کیږي خدای د زمونږ په ملت رحم وکړي.