زه د رسنیو په برخه کې کار کوم حیران یم چې چاته رایه ورکړم
خوپه دې عقیده یم چې باید رایه ورکړم ځکه چې رايه ورکول زمونږ قانوني حق دی
څو ورځې مخکی مې د طلوع نیوز څخه د څو تنو نوماندانو مناظره ولیده په هغوی کې مې د خپلی خوښې نوماند وټاکه خو ملګرو سره مې د هغه په اړه خبرې وکړې ملګرو مې راباندی ملنډې ووهلې راته یې وویل چې ده په خپل وزارت کې څه وکړل چې اوس یې جمهوري ریاست ته ځان نوماند کړی .

دوه شپې مخکې مې د دعوت تلویزیون څخه د استاد سیاف خبرې واوریدې ښه په ایاتو او حدیثو یې خبرې کولې د ژبې فصاحت او بلاغت یی درلود ، د استاد سیاف په هکله مې هم د ځینو کسانو څخه واوریدل چې باید نه مې وای اوریدلې.

تیره شپه مې د یو(یک) تلویزیون څخه د دریو تنو نوماندانو مناظره ولیده خو په هغوې کې مې د داکټر اشرف غنی ځوابونه خوښ شول ، خو ملګرو مې راته وویل چې دا تر اوسه چیرته و چې اوس راپیدا شو .

بیګاه شپه مو په کورکې د ټاکنو په هکله بحث وشو یو وراره مې راته وویل چې کاکا د ټاکنو غرفې ته چې ننوتې نو د رای ورکولو په وخت کې سترګې پټې کړه هرچا ته دې چې رایه ورکړه .

د هغه خبره مې په ګپ تیره کړه ځکه چې دا د پټو سترګو کار ندی موږ باید په خلاصو سترګو رایه ورکړو څو ښه راتلونکې ولرو .

په درنښت

7 thoughts on “زه او د ولسمشرۍ نوماندان/ پرویز همدرد”
  1. خبری خو هریو ښی او خوږی کوی . اما د دوی عمل باید ووینو. شریعت هم همدا حکم کوی چی شرعه ظاهره ګوری.
    د استاد سیاف جنګونه له شورای نظار او وحدت سره او دکابل ښار ورانول چی ویل به یی د کابل ښار خلکو دومره ګناهکړی ده چی دا کورونه ټول باید وران شی او خاوره یی لمر ووی ترڅو ګناه یی پاکه شی د چا لا نه ده هیره او کله چی قدرت ته ورسید نو د خلکو مځکی یی غصب کړی او په پارلمان کی د ده غږ هیچا وانه ورید. که ټوله دنیا د ده عقل او پوه ونیسی او د ټول عالم کتابونه د ده زده وی خو چی عمل پری ونه کړی ، زه به یی څه کړم. د ده مرستیالان هم همداسی در واخله . هغه چی د سلما بند یی وران کړ او د هرات ښار 200-400 بیګناه خلک یی شهیدان او عسکری قطعه یی چور کړه او په 12 کلونو وزارت کی یی د اوبو یا برښنا یو بند هم جوړ نه کړ نو نور به څه توقع تری وکړو.
    له ښاغلی اشرف غنی احمدزی بل ښه او وطن دوسته ، مسلمان ، خدمتګار او مبتکر شخص د ارګ لپاره بل څوک نشته. له تعصب ، سمتګرایی ، قومګرایی ، ګوندی ګټو او نورو باید تیر شو . صرف د هیواد د نجات او آبادی په فکر کی باید شو. چی داټول ښه خصوصیات یواځی په اشرف غنی احمدزی کی شته. د هغه په بریالیتوب سره د افغانستان ټول خلک حتی نور کاندیدان هم بریالی دی هیڅوک به هم ناکام نه وی. ځکه د جنګ ټغر به ټول او واقعی سوله به راشی . یو باثباته او مدرن اسلامی افغانستان به بیرته جوړ او مونږ به یوځل بیا له سیالانو سره سیال شو.

  2. ښاغلی: رایه داسی کس ته ورکړه چی ځان زمونږ په غم کی شریک بولی ددی مظلوم ملت غم ورسره وی تاچی د اشرف غنی احمدزی په هکله وویل چی هغه دومره وخت چیری هغه دلته وو خو زما په فکر ته نه وی یا ویده وی د هغه د کارناموڅخه ځان خبر کړه هغه چی کله د کابل پوهنتون ریس وه ، بیا چی د مالی وزیر شوی ، د هغه څخه وروسته بیا د لیږد د پروسی ریس شوی د دی ټولو په اړه معلومات وکړه بیا دده په اړه قضاوت کولی شی زه درته دا نه وایم چی چاته رایه ورکړه خو یوه خبره درته کوم چی د ه د پښتنون قوم پرمټ ځان کاندیدکړی د پښتنوڅخه رایه هم غواړی خو پام کوی پښتنون ولسه چی بی وفایی ورسره ونه کړی اشرف غنی احمدزی ستاسو رای ته اړتیا لری
    که غواړی غږ مو واریدلی شی .ستونزی مو حل شی، پښتوژبه مو وده وکړی پښتانه بیرته د دی فعلی حالت څخه وباسی نو اشرف غنی احمدزی ته رایه ورکړی
    مصطفی له کابل څخه

ځواب ورکول khan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *