درنو لوستونکيو!

د ښاغلي ملګري عصمت قانع ليکل مې ولوستل، خوند يې راکړ، خو په يو څو ځايونو کې تېر وتى دى، غواړم اصلاح يې وکړم.

لومړى به له دې پيل کړم، چې زه له کومه راروان يم او کوم لور ته ځم؟

درنو لوستونکيو!

زه هم د لکونو افغانانو په څېر د انقلاب تودې څپېړې وهلى يم او له نن څخه نږدې دېرش_ پېنځه دېرش کاله پخوا په يو لوري روان شوم، اخر مې د پېښور په ګرم بازار سر ولګېد.

پلار مې د اخوانېزم په تور د څرخي پله په زندان کې لس کلن مېلمه شو، زه چې کله پېښور ته راغلم، نو د يو خپلوان په کور مې تر دوه درې شپو وروسته د يو تنظيم د مشر دروازه وټکوله. څو ورځې بيا بل ته ولاړم، چې دا خو هم زما پلار پېژني، کېداى شي څه مرسته راوکړي. زما تعليم په نيمه کې پاتې دى، ژوند مې سم نه دى.

خو معلومه شوه، چې په دې تنظيمونو کې هغه خبره ده، چې:

جوړ يې زموږ يې، زخمې شوې خداى دې روغ کړه، که مړ شوې خداى دې وبخښه.

نو راووتم ترې، توبه مې وکړه او تر لږ ځنډ و فکر وروسته مې ځان سره وويل، چې ولې خپل همت بآېلم؟ ولې د چا دروازې ته ودرېږم؟ ولې ځان هسې خوار او ذليل کړم؟ دا خو ښار دى، دلته ډېر کارونه شته، ډېر خلک روزګار کوي. ما هم له يو ډېرې خشره کارۍ نه (د ميوې له مارکېټ نه) خپل ژوند پيل کړ. تر يو څه وخت وروسته مې چې کله دوه زره او اته سوه کلدارې پيدا کړې، نو په ١٣٦٦م کال کې مې په د پېښور په جنګي محله کې يو کوچنى کتابتون جوړ کړ.

ډېرې ورځې مې پکې بېکارې او خوارې تيرې کړې، خو خوند مې ترې اخيسته او هوډ مې کړى و، چې زه به په دې کې ځان يوځاى ته رسوم، نو د خداى کارونه ول، چې کيسه سمه روانه شوه.

خبره به لنډه لنډه کوم، چې د اوږدو خبرو توان په دې مصروف او بوخت وخت کې چا سره نشته. کتابونه مې چاپ کړل، ترڅو کلونو وروسته د ځينو ملګرو او مشرانو ليکوالو په همکارۍ او رهنمايۍ کتابتون (په دانش خپرندويه ټولنه) بدل شو، د (الفت) او (کاوون) په نوم مې مجلې پيل کړې. الفت ٤٦ ګڼې او کاوون ٩٦ ګڼې چاپ شوي او لا روانه ده.

ما به چې کله هر کتاب چاپ کړ، نو سل يا پنځوس ټوکه به مې يو طرف ته ايښودل، بالاخره مې دا کتابونه د خپل ګران هېواد ګوډ ګوډ ته رسول  او تراوسه پورې مې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې په مکتبونو او عامه ځايونو کې څلور شپېته عامه کتابتونونه جوړ کړي، ترڅو عام وګړي او زده کوونکي ترې ګټه واخلي. تر سلو زياتو کتابتونونو سره مې مرسته کړې ده.

لنډه دا چې د يو لک دوه اتيا زره ډالرو په شاوخوا کې مې په دې لسو کلونو کې خپل هېوادوالو  او ځوانانو ته کتابونه ډالۍ کړي دي، ګڼ سيمينارونه مې جوړ کړي دي او ګڼو سيمينارونو ته مې پښتانه ليکوال و شاعران له بر نه لر او له لر نه بر بيولي دي. ددې کارونو د تفصيل لپاره تاسې سايټونه کتلاى شې.

د خوښۍ ځاى دى، چې په ٢٠١٠ م کال کې مې دې همدې کار په اعتراف کې د نيويارک يو غېر سرکاي خيريه مرکز اشوکا (Ashoka) څخه يوه نړېواله جاېزه ترلاسه کړه. په دې جاېزه کې د ٤٠ زرو ډالرو يوه نقدي مرسته هم وه، هغه مې هم په خپلو بچو او کور مصرف نه کړې، بلکې په دې پيسو مې په لغمان کې په يوه اداري ساحه کې يو کمپلکس جوړ کړ (البته بايد ووايم، چې ځينو ملګرو راسره په دې برخه کې مرسته کړې، چې هغه جلا بحث دى). په دې کمپلکس کې به يو عامه کتابتون، يوه راډيو، د سيمينارونو، غونډو او د فرهنګيانو د ناستې پاستې ځاى وي، چې  ودانيز کارونه يې نيزدې بشپړ شوي دي او انشاء الله په دې نزدې وخت کې به يې افتتاح وشي.

اوس اصلي خبرې ته راځم، خو بيا هم لږ تم کېږم، زما يو مشر دى استاد مې دى، هغه به موږ ته په ګڼو موضوعاتو خبرې کولې، لکچرونه بۀ يې راکول، د همدې لکچرونو په لړۍ کې يې د اخلاقو په اړه هم يو اوږد لکچر راکړ، چې دوه درې ورځې همدا يوه موضوع روانه وه. ماته به يې ويل، چې څه دې زده کړل، زه دې امتحانوم. ما ورته ويل: په دې ټولو کې مې يوه خبره زده کړه، چې تاسې ويل که څه هم شپه وي او په يو سړک کې ډېر اغزي يا بل داسې شى وي، چې عام ولس ته زيان رسوي، تاسې يې لرې کړئ او څوک مو ونه ګوري، نو دا اخلاق دي که چا وليدئ دا مو وظيفه شوه.

نو زه له ډېرې بخښنې سره نن اخلاق تر پښو لاندې کوم او تاسې ته يوه کيسه کوم: ښاغلي عصمت قانع په يوه مضمون کې خپل د پرې د يو ملګري په دفاع کې پر ما يوه ليکنه کړې ده. د ليکنې په يوه برخه کې وايي:

دانش صاحب ګناه نه لري، پښتو ته يې دومره خدمت کړى دى، چې د چا پلار يې نه شي ورته کولاى. حال داچې دانش صاحب نه د خدمت په غم کې دى او نه د بل څه غم اخيستى دى، يواځې تجارت کوي.

که څه هم ښاغلى عصمت قانع ډېرى وخت معزوره وي، خو ددې خبرې په ځواب کې يې دومره وايم، چې:

ښاغلى قانع! زه تجار يم، له دې انکار نه کوم، زه هماغه تجار يم چې له تا سره بۀ يوه روپۍ نه وه، ما به تجارت کاوه، خو تا ته به مې د ډوډۍ، جامو او ژوند لپاره روپۍ درکولې.

په همدې ګرماګرمۍ کې يې د (نوښت) په نوم يوه کنځل پاڼه هم راووېسته، چې کرزي صيب او نورو ته به يې کنځلې کولې.

زه دې ښاغلي ته ليکم، چې: ما جواليتوب کړى، کتاب مې خرڅ کړى، ستا په خبره تجارت مې کړى، خو د فکر، هېواد، ملي نواميسو او نظر تجارت مې نه دى کړى.

ښاغلى قانع بل ځاى ليکي، چې:

دې ته مو پام نشته، چې ټولنه مو د بې سېوادۍ په تورتم کې له ګواښ سره لاس او ګرېوان ده. په دې غم کې يې نه يو چې ځوانان مو د چرسو او هيريينو په لوګيو کې د ژوند د پوپناه کېدو لمبې ته ناست دي.

ښاغلى قانع يو بل ځاى ليکي:

دانش بېچاره نه پير روښان پېژني، نه يې عصر او نه يې ارمان، لکه څنګه چې مې وويل، هغه خوارکۍ صرف يو دوکاندار دى، چې ابتدايه ښوونځى يې هم نه دى لوستى.

ښاغلى قانع! تا خو تر پېنځم ټولګي هم ښوونځى نه دى، ويلى، زه خو تر تا شه يم، تر دولسمه خو ښوونځي ته تللى راغلى يم. بله دا چې زه پير روښان پېژنم او له ما سره ډېر نژدې دى، ته يې نه پېژنې، چې داسې دي ويلي ما او زما پير روښان دواړو په خپل خپل وخت پښتو ادب ته يو رنګه کار کړى، هغه ورته خير البيان ډالۍ کړى او ما ډېر ورک خير البيانونه راژوندي کړي او ټولنې ته مې ډالۍ کړي دي. تا ټول عمر د ابو داود، مير جعفر او مير صادق رول لوبولى او ما ټول ژوند د پير روښان په پلونو پل ايښى دى.

قانع صیب!

زما تجارت ټولو ته څرګند دی، ګټه زیان یي معلوم دی، خو قانع له خپلې سوداګرۍ چاته معلومات ورکولای شي، دده متاع څه ده، ددغه متاع خريدار څوک دی؟

یوه هفته یی د موبايل د خاموشی راز څه کیدای شي؟

قانع ګله! زه خپله دوکانداري منم په لوړ سر دوکانداري کوم، خو قانع د خپل ضمير او ايمان له سوداګری چا ته ویلی شي؟

ښاغليه قانع! زما ماضي او حال ډېر صفا او له کرښو پاکه ده، تا سره بۀ دا ولس او خلک يوه ورځ حساب کوي، دا په درته وايي، چې له کوم خوا کومې خوا ته روان يې؟ ته څه کول غواړې او  څه دي کړي؟ زه چې کتاب خرڅ نکړم، نو څه وکړم؟ له مقاماتو پروژې واخلم؟ که له نورو هغو چې اوس يې تاته درکوي؟.

زه په ډېر افتخار او سرلوړۍ خپل ولس ته وايم، چې کتاب چاپوم، ١٠٠ ټوکه غريبو او نادارو ځوانانو ته ډالۍ کوم، ٩٠٠ خرڅوم او په هغه بل کتاب چاپوم، خو هېواد نه خرڅوم، خلک نه خرڅوم، وجدان نه خرڅوم، فکر او نظر مې نه خرڅوم.

نو ښاغلى قانع! اوس ته ووايه، چې ته ښه تجار و سوداګر يې که زه؟.

21 thoughts on “زه او “قانع”/ اسدالله دانش”
  1. هی هی، اجب خلک دي، په خپله خپله لمن پر سر ور اړوي، اوس به نو د قانع وار وي چې هغه څه وايي؟ کيسه خو يې هسي هم مرداره کړه. دوه پکه، هغه هم سره ورکه. توبه خدايه،چې د لوستو مو دا حال دی، نو له نا لوستو څه ګيله
    خلک يې په لوی لاس په هغو رازونو خبر کړل چې ور پام يې نه و.
    رښتيا يا دروغ، خو دا دواړه ښاغلي دې په دې پوه شي چې په دې کې يواځې د دوی تاوان دی، هغه کسان چې مو دا ډؤل ليکنو ته هڅوی، دوستان مو نه دي، بلکه ستاسو ورکه او بي عزتي غواړي. . .

  2. مجترم دانش صاحب تاسو په خپله لیکنه کی د خپل زړه درد ایستلی او د قانع صاحب د لیکنی ځواب مو ویلی دی . تاسو دواړه زموږ پښتنو وتلی او مشهوری ادبی څیري یاست او ځوان نسل ته د لاری څراغ یاست ستاسو خپل منځې شخړه د انترنیت تر پاڼو مه را اوږده وې زموږ خواست دی چه د دوو وروڼو پشان خپل د اختلاف ټکېو ته د حل لاره وسنجوی او له هغو دوستانو څخه چه تاسو دواړو سره له نژدي پیژنی هیله کوم چه د سالم منځګړیتوب سره دا ګیلی او ناروا شخړی ته د پای ټکی کیږدی ستاسو دا انترنیټې جګړی نتنها چه د ټولو پښتنو او مخکښ ادیبانو په زیان ده ستاسو شخصیت وژنه هم ده چه تاسو خپله یی عاملین یاست .ی

  3. اوس به نو قانع په برېتو لاس تېر کړی وه ویلي به یې وي چې زوی یې لوی کړي له لغماني سره خوسخت الفاظ وه. دا خو شوه د ګپ خبره. اوس درته دا لیکم چې له هغوی نه لږ وشرمېږئ چې د افغان او افغانستان په مقابل کې ولاړ دي. د قانع او د قانع اړوند لیکنې او اوس نو ورسره دانش صیب هم شو دا ټولې دا د ایران او خراسان زامن لولي او په کابل پریس او نورو پریسونو کې ترې لویې کیسې جوړوي، له یوې نه لس او له لسو نه سل جوړوي نو لږ وشرمېږئ او نوره دا انګړتي ختمه کړئ.

  4. دانش صیب په دنیا کی سې هر څوک یو کار کوی خامخا یی د خپلی ګټې په بنیاد کوی سې یو څه ګټه ورته ورسیږی خو ستاسو سې کوم تجارت دی ستاسو نه یی ملت ته ډیره ګټه رسیږی دانش صیب ستاسو خدمت هیڅکله پښتانه نه سې هیره ولی تاسو ډیر ورک سوی اتلان راپیدا کړی مونږ س تاسو دا خدمت په خپل ځان یو احسان منو…

  5. بس خوشال بابا څه ښه ویلي دي !

    اتفاق په پښتانه کې پیدا نه شو.
    ګنه ما به د مغل ګریوان پاره کړه

    پښتنو بې اتفاقي او په خپل منځ کې د یو بل سپکول ،یو بل ته بد رد ویل ستاسو عادت دې او دا ستاسو یو مرض ګرځیدلی دې اوس.
    الله دې هدایت درته وکړي.
    هسې هم ډیر پر مخ روان یی.

  6. ښاغلو مشرانو ته یو وړاندیز!
    مثلآ خدای مکړه که قانع صیب په جنرال طاقت پسی لیکنی وکړی، اوشپون صیب په قانع پسی، اوهمداسی جهانی صیب، دانش صیب، یون صیب اونورومشرانو ترمینځ داسی تربګنی اولیکنی شروع شی نوپایلی به یی څه وی؟ اوګټه به یی چاته ورسیږی؟

    ښاغلی دانش صیب او ښاغلی قانع صیب
    السلام علیکم!
    نه پوهیږم چه زه ناپوهه اوکشر به تاسوښاغلوته په دي نننیو پښتون وژنی اوخونړیو حالاتو کی څه ولیکم، اوپه تاسو دواړو کی خدای مکړه څوک ملامته کړم، ځکه ماته خپله سویه، جرآت اودپښتنولی اداب اجازه نه راکوی
    اګرچی ستاسی دپیداشوی خفګان وجه دښاغلی قانع صیب (دنن غم وخوری )لیکنه وه
    خوورونه باید دزغم، حوصیلی اوصبر څخه کار واخلی.
    په اخر کی وایم دوطن کړکیچن حالات اوپه وطن کی راته ناست پټ دښمنان ستاسی ددغو څرګندونو څخه ګټه پورته کوی، نوسوال اومینت درته کووم چه ژر ترژره سره ورونه شۍ خدای مکړه نه اورونه
    دمشرانو دغه ډول حالات می په بشپړه توګه غمجن کوی.
    خدایه ټول پښتانه په اتفاق کړی، اودپټ دښمن ددسیسو څخه یی وساتی. امین
    دخدای په آمان

  7. دوه پك هغه هم سره ورك؛
    دوه دردونه يوه دوا نشي جوړولای؛
    دوا جوړه كړئ؛ د حل په لاره پسې شوو به ښه وي۔
    په دردونو ۵٪ خبرې او په حل باندې ٩۵٪ خبرې او وخت۔
    په دواړوو دې وړ وړ بركتونه وي۔

  8. Maa da graan Asad Danish leekana olwasta__der khwand ye raako__Danish pukhtoon sarray de_pukhto ye jwand aw pukhtonwali ye jaama da__na pohegam che nan sabaa zani khalak da malgaree sara pa zed dee__khkaaree daase che yaw sok khpala kaar kawalay na she aw nor kaar kawoonki la kaara baasee__daa rawia sama na da__baayed tol afghanaan da graan asad danish kaar aw ziaar womanee__za khu ye da zrra na manana kawom__der jwand aw kha sehat warta la khudaaya ghwaarram__che pukhto nora hum onaazawee__pa dranakht____Akbar Sial

  9. !سلامونه
    پشتنو او افغانانو
    )ښاغلي دانش او ښاغلي قانع(
    په يو بل باندي تهمتونه مه وهي. لاره د يوالي ونيسي که مو خدمت له لاسه پوره يي په تاسو فرض ده چه د بيچاره ولس ته يي وکي. او که يي توان نلري خوشي لاپي او پټاقي مه وهي او دا کړيدلې وګړې مه زوروي بس ده نور.
    او ښاغلي دانش ته دا ويل غواړم که چيري د ستر خوشحال بابا په اشعا‌رو کي تاسو په عمدي ډول تغيرات راوستي يي نو ستره جفا او خيانت مو کړي. او که سهوا دا کار سوي يي نو اصلاح يي کړي او بښنه غوښتل هم د سرلوړو خلکو کار دي او پښتانه خپل خدمت ګاران په سر سترګو بښي.
    په هيله د يوالي او سمسور افغانستان

    1. ښاغلې دانش ته سلامونه او درنا وې وړاندې کوم
      ښاغلی اسدالله جان دانش !!!تا سې تر اندازې ډیرسخت عکسالعمل ښودلی دی.ځکه تقریبا ادبې کنځا وې دې.او تا سې خپل تخلص دانش ایښی دې.ستا سې تخلص او ستا سې لیکنې سره په تضا د کښې دې.
      زه تا سې ، عبدالبا رې جها نې صا حب او عصمت الله قانع صا حب تا سو زموږ دسر ستر ګې یا ست. او یوهم په تا سې کې ما په رویت نه یا ست لیدلې خو دعکسونو دلیدلو څخه تا سې تر جهانې صاحب او قانع صاحب کشران یا ست. با ید لیکنه مو بیرته واخلی. او په ډیره درنا وې هیله درڅخه کوم چې دهغه چا څخه بخښنه وغواړې چې تا سې یې په خلاف لیکنه کړیده.
      هیله ده چې زما وغوښتنې ته مثبت ځواب ووایې
      او دخدای لپا ره تا سې بې اتفاقې مه سره کوی ځکه موږ افغا نانوخا صتا پښتنو ته راپیښه دبې اتفاقی څخه ده
      په مینه او درنښت

  10. ځان به ويښ کړو هرې خوا ته هرې خواته رقيبان دي
    يو پر بل مو سره وژني وايي خپل يو، غليمان دي
    (احمدشاه بابا)
    عجیبه دې ده ځواني
    عجیبه دې ده خاني
    اې پښتونه پوه دې نشوم
    په وراني په وداني

    (غني خان)
    هيله ده چي ستاسو په بحث کي د پښتو ادب ځلانده مقام ته تاوان ونه رسيږي ، که احساسات غلبه در باندي کوي، محمدګل خان مومند بابا د پښتنو په هکله ډير ښه صفات ليکلي دي،هيله ده ويې لولی ،غوسه او کينه مو خپله د منځه ځي!
    ستاسو ټولو ورور صابرارمان

  11. ښاغلئ دانش ټولو لوستنکو ستا او د ښاغلئ قانع ليکنئ لوستئ دۍ د قانع په ليکنه کښۍ د ادب سرحد نه دۍ مات شوۍ مګر تاسو د ادب سرحد او بريد مات کړۍ دۍ تاسو چه زان د ادب خدمتګار معرفئ کوۍ بايد چه يو ځه تحمل ولرۍ او دهغسئ احساساتئ برخورد په ځائ اصل د متلب ته راشئ او هغه ستا او د جهانئ صاحب په مينځ کښۍ هغه د خوشحال خان بابا په سر راولاړه شوۍ موضعو ده چه په فيسبوک کښۍ ځنئ افغانانو هم د عکسلعمل ښودلئ او ستاسو د عکس سره يئ ډيرۍ ردبد وئيلئ دۍ تاسو مهربانئ وکړۍ اول بايد چه د تاند د لارۍ اصلئ د شخړه موضعو ټولو ته واضع کړۍ او بيا د يو خيرخواه په واسطه جهانئ صاحب سره د مشاجرئ تکل وکړۍ تر ځو افغانان په حقاېقو پوه شئ او تاسو هم خپل پاينټ واضع کړۍ وئي

  12. چې مشران کنځلماران شی له کشـــــــرانو څه ګیله
    چې عالمان مو دا نخری کړی د ناپوهه څه ګـیله
    چې پښتون د خپل پښتون رسوایې او سپکه غواړی
    مــونږ پخپله ملامت یو څه ګیله به د اغیار کړم

  13. ښاغلی دانش ! هیله ده چې تا سې خصوصې ټلیفون وقانع ته وکړی او بخښنه ځنې وغواړی. زموږ په ګران هیواد فا شیستا ن دې چې په پښتنو او پښتو پسې یې را اخیسته ده
    که څه هم زه دګران هیواد تر پولو دباندې ژوند کوم خو ستا سې هغه کمپلیکس چې تا سې په لغمان کښې جوړکړیدی او هغه خدمت چې تا سې پښتو ژبې او پښتنو ته کړیدی زه تشکر درته وایم.خو قانع هم خدمت کړیدی او دده دخدمت څخه سترګې نه سې پوټیدلای. مننه

  14. دانش صاحب او قانع صاحب دغو ستاسو لیکنو څومره ګټه تاسو او یا ېې پښتنو ته ورسوله ایله مو خپل او نورو وخت ضایع کړ که څوک په خپل کوم کار کې نیمګړتیا لري او یا ېې تیروتنه کړي وي دا کاري او لیکنۍ مسلې وې ولې باید د سړي له شخصیت سره وتړل شي او بیا پخوانۍ ببولالې رابرسیره کول تر دې مهاله ما دغو لیکولانو ته په درنه سترګه کتل خو فکر کوم له دې وروسته زما په زړه کې هغه ځآي نه لري چې پخوا ېې درلود دا د ډیرو کمزورو کسانو عادت وي نه پوهیږم کله به اصلاح کیږو تر ټولو بده خبره دا ده چې خرابي خپله وکړو او بیا سایټونه ملامتوو او که یو سایټ ستاسو یوازې د کنځلو برخه سانسوروي هغه ملامتوئ چې په لیکنه کې ېې ګوتې وهلي دي خدای دې انصاف درکړي او خداي مو پوه کړه د پښتنو روڼ اندو !که دپښتنو وضیعت نه ښه کیږي تعجب به نه کوو

  15. ښاغلې اسدالله دانش صاحب ته سلامونه او درنا وې وړاندې کوم.
    ښاغلی دانش ! عکسالعمل موډیر سخت او توند دې که بیرته خپله لیکنه واخلی ښه به وې.که څه هم دقانع صاحب لیکنه نسبت ستا سې ولیکنې ته ډیره نرمه وه خو دقانع پر خا ی به زه دیو انسان ، مسلمان اوافغان په حیث بخښنه درڅخه وغواړم.شرایط ډیر حسا س دې.شیرشاه سورې دپښتنو داتفاق ارمان وقبر ته یووړی. تا سې دواړه لوستې کسان یا ست.ستا سې دواړو او ستا سې په شان نوروخلګوڅخه هیواد او هیواد وال ډیر امیدونه لرې.
    اودښاغلې قانع څخه په ډیره درناوې هیله کوم چې عکسالعمل ونه ښیې او دصبر او حوصلې څخه کار واخلې.مننه
    تا ند والو !!! سلامونه او درناوی وړاندې کوم
    وروڼو ! نن سها ر ما دوې تبصرې په اړوند موضوع ولیکلې چې لومړی او مهمه تاسې نه ده خپره کړې نه پوهیږم چې ولې؟
    او داغه رنګه
    داصف بهاند پر لیکنه مې هم تبصره ولیکل خو متا سفانه تا سې هغه هم تر اوسه نه ده ّخبره کړې.

  16. که موږهر څونده کوښښ وکړو چې ادبیا ت ،انسانې کرامت او دلیکلو نور اصول په نظر کښې ونیسو بیا هم تا سې لیکنې مکملې نه خپره وی.یووخت زموږ دځوانۍ په وختونو دغوایې وکرغیړنې کودوتا مخکې چې چا به دپوهنتون دشمولیت دپا ره کانکور ورکوی ځنې اشخاص داسې وه چې هیڅ به یې نه زده پر ځینو سوالونوبه یې اټکلې چلیپا او پر ځینو سوالونو به یې سوات صحې لیکل.نو اوس دغه وروڼه چې تا سې زموږ دلیکنو دکتلو دپاره موظف کړیدې داسې معلومیږې چې دوی اټکلې ځینې لیکنې ځپروې اوځنې بې له دمعیار په نظر کښې نولوڅخه پریږدې. خو بیا هم ستا سې ددغه خدمت څخه چې تاسو یې افغانانو په ځانګړې ډول پښتو اوپښتنو کوی یوه نړی مننه

  17. د دانش د خپرندوېه ټولنی د پام وړ
    دوه اونئ مخکې د پښتو ژبې پیاوړې شاعر او لیکوال محترم عبدالباري جهاني د یوه څیړنیزې لیکنې په ترځ کې د اسنادو او شواهدو په وړاندې کولو سره د بښتو ژبې د ستر شاعر او پلار خوشحال خان خټک پراعتقاداتو کی د دانش د خپرندوېه ټولنی لخوا د ناروا لاسوهنې نه پرده پورته کړ ، لمړې خو زه د جهاني صیب د ا ستر خدمت ستایم ځکه اکثره موږ افغانانو ته شخصي اړیکې تر ملې ګټې ډیر ارزښت لري او نه غواړو څوک خپه کړو حتی که زموږ د ژبی او تاریخي ویاړنو سره جنایت او سپکاوې هم وشي ، د جهاني صیب علمي او تحقیقي لیکنه پدی لاندي ادرس کی موندلائ شئ :
    وروسته بیا بل لیکوال او شاعر محترم قانع صیب په خپلی یوی لیکنی کی دی موضوع ته لنډه اشاره وکړه خو د دانش د ټولنې مشر په عوض د دی چی د دی خبری وضاحت ورکړی چی ولی یي دا کار کړی له اصلي موضوع نه خارج او خپلی یو نیم د کتابونو مرستی یی تشریح کړې چی ما دی او هغه سره کمک کړی آیا دا مرستی د دی خبری دلیل کیدای شي چی یو څوک دی ځان ته حق ورکړي چی د یو شاعر په شعر کی لاسوهنه وکړي او هغه هم د خوشحال بابا په څیر شاعر. دلته خبره د مرستو یا شخصي اړیکو نده چی څوک دی خپل اوسني یا پخواني اړیکی خپلو دوستانو سره تشریح کړي خبره د یو شاعر په اثارو کې د ناروا لاسوهنی خبره ده چی باید ورته ځواب وویل شي۰
    د دانش خپرندوېه ټولنه د خوشحال خان خټک په شعرونو کې د لاسوهنۍ سره نه یوازې د امانت دارئ او صداقت اصل تر پښو لاندې کړې بلکه د پښتو ژبې د پلار او ستر شاعر خوشحال بابا ټولینیز نظریات او افکاری هم سرچپه کړې او د هغه وخت د خپل سر جوړ کړي پیرانو او مریدانو پر ضد د خوشحال خان خټک (مبارزه ) یی له هغو سره په (مرسته او کمک) اړه ولې چې دا ناروا کار نه یوازې خوشحال بابا بلکه پښتو ادب او فرهنګ سره یو لوېه او نه بښوونکې جفا ده ، البته ځینې وختونه د چاپ په پروسه کې املائی او انشائی تیروتنی صورت مومي چې دا بالکل بیله خبره ده خو دلته د دانش خپرندوېه ټولنه په قصدي او عمدي ډول د شعر مفهوم او معنا بدل کړئ د بیلګې په توګه د خوشحال بابا په شعرونو کې د ( فساد ) کلمه په (ارشاد) چې تقریبا برعکس معنا لري اړول شوی چی دا کار خوشحال بابا او پښتو ادب سره یوه لویه جفا ده ۰
    څرنګه چې د دانش خپرندوېه ټولنه په ورستیو کلونو کې په سل ها وو پخواني ادبي او علمي کتابونه چاپ کړي که داسی شوي چې دانش خپرندوېه ټولنه هر کتاب کې ناروا لاسوهنه کړي وي تر څو هغه کتاب د پاکستاني مذ هبي کړیو په خوښو برابر کړي دا به نو زموږ تاریخ او ادب سره د دی ټولنې یو نه بښوونکې جنایت وي.
    زه د یو افغان پحیث د دی ټولنې د مشر نه په کلکه غواړم چې خبره دی بلې خواته نوړي اوله دی د د ی خبری سپیناوئ وکړی چې په کوم صلاحیت یي د خوشحال بابا شعرونو کی لاسوهنه کړې او بله غوښتنه می د پښتو ادب له لیکوالو او شاعرانو نه دا ده چی ټول هغه ادبی او شعري کتابونه دی چی په ورستیو کلونو کې د دانش موسسی له خوا چاپ شوي له پخوانیو نسخو سره پرتله کړي ډیر امکان لري چې ورته لاسوهنی نوری هم راپرسیره شي۰
    په درناوئ
    نورالله

  18. دانش صاحب ته دومره وایم چی چاپ کړی دی خو لوستلی د نه دی.. له دي وروسته یی چی چاپوی نو ۹۰۰ یی خرڅوه ۹۹ یی غریبانو ته ورکوه او یوازی یو یی لوله.

  19. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    ما مخکې په دغه موضوع يوه لنډه تبصره ليکلې وه، خو خپره نه شوه، ما دا به ګوته کړي ول، چې هېڅوک بايد خپلې پښې له خپل ټغره اوږدې نه کړي او د سپکاوې ناندرې راپورته نه کړي، نو لومړی وار قانع خطا کړی او بيا يې غبرګون د دانش اورېدلی دی، نو د فارسي متل دی، چې وايي: نزن در کسې را به انګشت که نزند درت را به مشت!
    خو تاندوال هم د يو او بل سپکې سپورې خپروی، مګر که د يو تن درنښت پکې نغښټی، خو د بل لمنه ورپورته کوي، خو بيا هم د کتابونو خپرول د دانش مشروع تجارت دی او اړ نه دی، چې ټول په سلهاوو کتابونه ولولي، ځکه خپل مسؤليت يې د خپلې دندې په چاپېر کې سم پرځای کړی دی. د قانع او د دانش کړه وړه نه شي پرتله کېدلی، ځکه د دواړو هلې ځلې بېلابېل اړخونه او اغيزونه په ټولنه کې لري.
    په دې هيله، چې دغه دواړه افغان وروڼه په سوله کې يو تفاهم ته ورسېږي او نور نو د يو اوبل د شخصيت په حريم برېدونه ونه کړي، ځکه ناغېړه تآثيرات يې په ځوان نسل کې ذهني نااندوړتيا او حتی فکري بېلتون رامنځ ته کوي، ځکه موږ ليا هم په لوی کندها، لويه پکتپا، لوی ننګرهار او غرني لغمان کې ښکېل شوي يو او هر يو د خپل ديد، سيمې او سليقې په شاليد کې يو او بل ته يا نغوته کوي او يا هم نيوکه!
    معه سلاموکوم الاهلول افغانيون
    ملا ميوند آخوند

  20. سلا مونه
    د خدای پاک شکر ادا کوم چې ښځه یی پیدا کړی یم ، که نه ما به هم اوس د یوه کوچنې عکس العمل په وړاندی دغه ډول سپکي سپوری خپل ددین او ژبی ورور ته هدیه کولی . دتاند دی کور ودان وی چې یو څه یی سانسور کړی ، تاسو ورشي هغه ټول افغان کې دا لیکنه ولولی چې دا ورور ددی بل پښتون ورور په حق کې څه ریښتیا او دروغ سره لړلی ، خدای ته وګوری په ځان کې د سالم انتقاد روحیه پیدا کړی ما خو دجهانی او دقانع لیکنی دواړی لوستی دی په هغه کې خو داسی سپکی سپور ی نشته زموږ ورور دانش خو بیخي د حده تیرشوی دی .
    الله ج دی ټولو افغانانو ته هدایت ور په برخه کړی. وطن مو په څه حال د ی اوموږ څه کوو ؟

ځواب ورکول Pakteen ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *