عزت الله ځواب

مونږ ته بزګري له نیکه نه په مېراث پاتې ده، پلار مې د حاجیانو ځمکه په درېمه کرله او زه دخان صیب دځمکې دهقان یم.

زه شپه او ورځ نه لرم او نه د د هقانۍ په ژوند کې رخصتې شته.

زه د ژمې په توره او سپينه څله کې له یخه سوزم، ټوله شپه د خوب په ارمان یم.

زه د اوړي په سره غرمه کې لوونه کوم، سیورې ته د دمې په تمه!

په دې کلي کې د خان دځمکې کرل اسانه کارنه دی.

زه ، زما بچیان او زما کورنۍ ټول دخان نوکران یو!

میرمنې مو ټوله ورځ له پټیو نه کبل او بېخه ټکي ټولوي او درانه درانه پيټي په سر وړي.

زمونږ خلک په ښار کې هم له چاودو پښو اوسپیرو مخونو پېژندل کېږې!

مونږ چې اړنه شو ښار ته د تللو زړه نه کوو، مونږ چې مرګ ته نېږدې نه شو ډاکټر ته ځان نه ښایو!

بس دملاریالپاره شمکی خوټوواودسینه بغل لپاره سپېرکۍ او د کوکنارو غوزه.

زه د شپې پټي اوبه کوم او د ورځې یوې او غاښورې.

زه نه دېره لرم نه هدیره!

زه یوبې کوره او بې وطنه سړی یم، زه نه پوهيږم چې د دهقان ژوند هم څه دسړي ژوند وي!؟

زما په کوټه کې دمال غوجل او منایو ځای دي.

زه هغه په غم لړلی دهقان يم، چې نه مې په ژمي لمر وليد او نه په اوړي سيوری!

زه کله دشپې له رادیو اورم چې حکومت د دهقانانو کپراتیفونه جوړ کړي او سبا خبر شم، چې د ملکانوزامنو ته پکې تراکتورونه راوتي دي!

زمونږ خویندې میندې تر مونږ ډېرې ناکراري دي، خو یوه مونه دوه کېږي .

سره، شنه او سپين انقلابونه راغلل ، خو زمونږ جواری په ډوډۍ او سابه په پولاو بدل نه شو ل.

دا ځنګه زما هېواد دی، چې نه يې راڅخه څوک په خرڅولو کې پوښتنه کوي اونه په اخیستلو کې.

ما ډېرې منډې رامنډې وکړې او په بچیانو مې ښونځی ولوست، خو هغوی اوس دخان ځمکې ته په خره ډيرانونه وړي او زه ي�� غواګانو ته په شا دوښو پنډونه.

زه ټول کال د فصل په انتظار یم، خوحاصل دخان دګوږ جوالونه ډک کړي او زه هماغسې وږی نس پاتې شم

4 thoughts on “زه دهقان یم! / عزت الله ځواب”
  1. زه دهکان یم .
    زواب صیب سخه په مننی شکلی اووطنی انظور پکی نغشتی په ریشتیا هم چی ملکانو اوده زور اوزر خاوندانو په دی بیچاره ولس ڈیری لوبی وکڑی اولاهم لگیادی .
    خو مونگ سه کولئ شو چی ده دهکان اوبیچاره ولس له داسی ننگونو خلاص اویاهم لگ ترلگه دلوکولو وروسته یو شین چائ دیوی شلیدلی خیمی ترنمیه سوری لاندی لگ په ارامه فزاکی شوف کڑی .
    دامو ارزو ده چی کله به زماوطن اوطنوال دارام
    سا اخلی .

    په قلم اوزوانئ دی برکت شه .

  2. یره وروره په ډیره لیکنو که می دا خورا خوشه شوله او ستا ډیر مظلومی طبقی ته تو جو کړی ده، او زما خواهش د ټولو لیکوالو څخه دادی چه دا قسم لیکنی هم وکړی- مننه ورره

  3. وا قعاً ځواب صيب فيوډالي نظا م پکې تشريح شوې دې ، کنه الله ج مو دې ترې خلاص کړي ، الله ج مو د خپل هرڅه خا وندا ن کړي ؟

  4. ځواب صیب په ګوتو مو برکت شه، د کلیوال دهقان ژوند مو په ډېره عاطفي ژبه انځور کړی. خوشحالي مو غواړم

ځواب ورکول farooq farooqi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *