د لويې جرګې په خيمه کې د جمعيت اسلامي ګوند د پخواني مشر برهان الدين رباني په تلين غونډه کې د جهادي شخصیت حضرت صبغت الله مجددي پر وړاندي له سپکاوي پوره یو کال وروسته د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي ته هم سپکاوی وشو.

غونډه هغه مهال ګډ وډه شوه چې یو شمېر برخوالو یې د جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف د خبرو پر مهال پر پخواني ولسمشر حامد کرزي د مرګ شعارونه ورکړل.

حامد کرزي په غونډه کې د ده پر ضد د شعارونو ورکولو په غبرګون کې وویل، چې چې بهرني استخباراتي کړۍ د افغانانو د وېشلو او بې اتفاقه کولو هڅې وي او امریکایان پر ده هره ورځ د مرګ شعارونه ورکوي.

که  څه هم د جمعیت ګوند د رهبري غړي په ظاهره له دې چلنده ناخوښ وو او دا یي د خپل ګوند له شان او شوکت سره په تناقض کې حرکت وباله، مګر پوښتنه داده، چې څنګه دي څو خپل سرې لنډه غر کال په کال د هیواد یوه مشر ته سپکاوی وکړي؟  او له دې ور ها خوا د مدنیت دروغجنو مدعیانو نور کوم اخلاقي نورمونه څنګه مات کړي دي؟  خو مخکې به د اخلاقو او افغاني ارزښتونو په اړه تبصره وکړو.

ټولنپوهان وايي اخلاق د هرې ټولنې د وګړو ترمنځ شوی قرار داد وي، چې  د ټولنې د وګړو تر منځ  معنوي اړیکې تنظیموي. د ټولنیزو قراردادونو مصدر دین، کلتور دودونه او … وي. په ټولنه کې چې څوک له دې کرښو پښه اړوي لاملونه یا دا وي، چې له اخلاقو سره چندان اشنايي نه لري او یا هم په شعوري توګه غواړي ځیني اخلاقي پولې ونړوي.

ځیني ارزښتونه موږ ته له ډېره پخوا راپاتي دي، د بېلګې په توګه یو افغاني ارزښت دا چې که به چا د بل  چا مړی وکړ او بیا به پر دې بریالی شو، چې د مقتول کورته ته پنا یوسي نو کوربنو به خپل قاتل ته په درنه سترګه کتل او د یوه  نازولي مېلمه په څېر به یې د هغه قدر کاوه او هر وخت چې به یې په عزت له کوره رخصت شو بیا بې د انتقام او پور اخیستلو اقدام کاوه.

مګر اوس دا ارزښتونه داسي ماتیږي، چې له افغاني ارزښتونو سره ټکر ډلې د خپل مشر په فاتحه کې د هغه د قاتل نه بلکي د هغه د مدافع او یوه سپین ږيري پاچا سپکاوی وکړ.

 د هغه پاچا چې د هیواد اکاډمیک ځایونه یې ور په نامه کړل، د اتل لقب یې ورکړ او د افغان انسان ډېر نور امتیازات یې  دې ډلې ته ډالۍ کړل. هو رښتیا پخوانی پاچا په هغې غونډه کې بې قدره شو، چې ده یې د شانداره جوړلو په پار د افغان وطن له پیسو د ګزاف او ملا ماتوونکي مصرف بنسټ کېښود.

په افغاني ټولنه کې، تلین، فاتحه او د غم مراسم په پټه خوله داسي ترسره کیږي، چې ګډونوال یې په زوره ساه نه کاږي او د قران په تلاوت سره  متوفی ته له لویه خدایه د بښنې غوښتنه کوي، خو له بده مرغه په وروستیو کې یو شمېر بهرنیو کړیو او په کور د ننه متعصبینو فاشیستانو له افغان انسان، افغان وطن افغان کلتور او افغاني ارزښتونوسره هم داسي لوبې وکړې، چې تر دې مخکې یې ساری نه وو لیدل شوی. د لته د فاتحو اخیستلو او تلین نمانځلو مېتود هم په مسجد کي د قرانکریم د ختم او تلاوت پر ځای د یوې ترهوونکې او وژونکې مانورې په کېدلو کیږي.

د دې ډلې هغه شعار چې (راهت ادارمه دارد) هغه وخت لا د ریښتونولي جامه اغوندي، چې کله هم په ذرهي موټرو کې له ډول ډول وسلو، کږو پکولونو، چاړو او ګوندي بیرغونوسره داعش ته ورته حرکتونه ترسره کیږي او یو ځل بیا سړي ته ور په زړه کوي، چې د دوی په لاس ویجاړ شوي کابل له دې پخوا هم د دوی له لاسه  تر دې ډېرې د وحشت ترخې تجربې تکرار کړې وې او اوس هم دا لړۍ په یواځي دونه توپیر روانه ده چې هغه پخوانی جوش او خروش یې نه دی پاتي  او اوس د لسګونه زرو انسانانو د مرګ توان نه بلکې د لسګونه زرو انسانانو د وېرې او  ترهولو وس لري او لا هم یو ینم بې ګناه وګړی د دوی د بې لایسنسه تمانچو د مرمیو ښکار کیږي.

د ارزښتونو په باب له دې لیکنې داسي نتېجه اخلو ، چې افغان مشران باید له دې وروسته هیڅ کله هغه ځای ته ورنشي، چې سپکاوی یې کیږي او دا سپکاوی یواځي په دوی پسې منحصر نه وي بلکې یوه قوم، یوې ژبې ، یوه ټبر او یوه سمت ته سپکاوی ګڼل کیږی.

د افغاني، ملي او انساني ارزښتونو پاسبانان باید هر چا ته د دې جواز ورنه کړي، چې یوه منفوره ډله یې له سرو کرښو سره په تکرار تکرار سره تماس ونیسي او دغه انساني بریدونه مات کړي.

د دې ګوند مقدمین او خلف باید په راتلونکي کې د دې حق ونه لري، چې د مدنیت په اړه تبصره وکړي او یا هم دغه لغت له ځان او ډلې سره غوټه کړي.

افغان دولت په تېره بیا امنیتي ځواکونه باید د هر داعشي، ټوپکسالاري او لنډه غري حرکته مخه ونیسي، ترڅو دا ډول باغیانه او وحشیانه حرکتونه پای ومومي او د بیا تکرار په پار یې هیڅو ک زړه ښه نه کړي.

افغان انسان او افغان ولس باید د همدې ډلې د مدني کېدلو عملي ازموینه واخلي او که یې حافظه ملګرتیا نه شي کولای او په کورنیو جګړو کې د سوي کابل څېره یې له زړه وتلي وي، نو له نن څخه دي د جګړه مارو د پرون قیاس وکړي او د تضمین شوي سبا په پار دي له افغان دولته د اوباشانو، کاغذي پړانګانو او بدمعاشانو د کنټرول جدي غوښتنه وکړي.

3 thoughts on “زه دي مړي ژاړم ته مي په خوله پسې خاندې/ سلام جلالزی ”
  1. سلام
    د ټولنپوهانو اوټولنې پرېکړه د اخلاق په هکله پريږده چې ټولنه کې نور ددې خبرې دسپلين ورځ له بلې د فشارونو، مداخلو، زور واکانو، لنډ او ابوچ سقاويانو او هغو عناصرو د لوبې برخه ګرځېدلې چې هر څوک ورباندې پوهيږي. پوښتنه داده چې د شخصي ګټو لپاره، د پوهې په ډير ه محدوده برخه کې بده هيله کول او خپل موقف او ځاي نه پېژندل داډول رټل او شمېدل رامنځ ته کوي.دې کې شک نشته چې زموږ ګډ فرهنګ کې په تاريخ کې داسې لنډغر توب نه دى تير شوي موږ خو که له حقيقت څخه تير نه شو موږ د غو نازولو ته په خپله دغه زمينه برابره کړي چې اوس ېې له اوږو کته کول کرزي او سياف ته ګران کار دى. د ټولنې په دغه ډول ابعاد و کې به تر څو پورې ګيلې کوو او يا به له دغه ډول کارونو پند اخلو. رحمن بابا وايي چې ډب نه يي ادب نو وي
    اخلاق په اسلامي لحا ظ يوه داسې لاره ده چې هېڅ ډول چمونه، پلمې، سياست لوبې او درغجني نه مني. د اخلاق په واسطه له انسان څخه يو ډير اوچت شخصيت جوړيداى او الله (ج) ددې عظمت لاس ته راوړل او دې درجې ته رسيدل په اراده، پوهه،پاکي اوسترګي او له هغه نه اوچت د رسالت مرحلي ته رسوي چې انسان ته دا شرف مخلوقات لقب ور په برخه کړى نو له دې امله د انساني ژوند دغه ډول لوبې ،نفس امره، بخيلي او خباثت بيا د انساني عظمت او عزت سره هېڅ اړيکي نه لري .

  2. زه ډير پرې خوشحاله يم ځکه همدا کرزي وو موږ دده لاسه بې عزته وا هر څه چه غوښتل پر موږ وکړل اتل اوقهرمانان اتلان شهېدان مرشالان سترجنرالان مېلېلدران شول ټول ددې کرزې دې لاسه مګر افسوس چه پر دعه مخ مخ ېېې واهلې واي

  3. سلام ليکنه کي دي څو برخو ته کتنه کړي ده . چي يوه برخه هم پکي امنيتي ارګان ته راجع شويده . زه به دا درته په ډاډ سره ووايم چي امنيتي ځواکونه په داسي مسايلو کي نشي برلاسي کيدلاي .ځکه په امنيتي ارګان کي ټول تنظمي کړي او خاصتا شورا نظاريانو د امنيتي ځواکونو ملي نظام ډير ګډ وډ کړي دي . په ظاهر باندي د ملي چغي وهي خو په زړونو کي نور فکرونه او بل رقم نظريات لري . هو په امنيتي ځواکونو کي چي کومه ځوانه طبقه ده يعني څوک چي په پخوانيو جنګونو کي لاس نلري . يو څه ناڅه طمعه تري کيداشي . خو بيا هم تنظيمي مشران او نور اشخاص ورپکي لاسونه وهي او نه پريږدي چي ځواکونه سالم او جدي عمل وکړي يعني په ټوله معني چي ملي عمل وکړي . نو په ملي ځواکونو کي ځوانه طبقه هم پارټ او پارټ بازي باندي روږدي شوي دي .يو نيم مشر يي بيا شه خلک دي . نو که مونږ وغواړو چي ملي ځواکونه بايد داسي سرغړوني مهار کړي نو ولسونه دي د ملي ځواکونو ملاتړ وکړي او تر شا يي .
    ودريږي

ځواب ورکول ع..شريف زاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *