شور دی غوغا ده، ځوانان په منډه دي، د چا په لاسونو کې د نیکونو د وختونو انګلیسي پنځه ‌‌‌‌‌‌ډزې ټوپک دي او له ځینو ځوانانو سره د روسانو د وخت کلاشینکوفونه. د غلام خان لار چې زمونږ د کور تر مخ تیره شوې ده، ‌‌‌‌‌‌ډلې ‌‌‌‌‌‌ډلې ځوانان په موټرونو کې روان دي. غواړي میرانشاه ته لاړ شي او د داوړو سره یوځای شي چې غوښتل یې له پنجاب څخه د ازادۍ په اخیستو کې د لاندې پښتنو وروڼو سره تر خپله وسه کومک وکړي. په دې لاره د کلیو نور ځوانان ورته ولاړ دي، څوک تلونکو ځوانانو ته اوبه او ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ ورکوي، او هغه ځوانان او مشران چې د ځینو محبوریتونو په وجه له دې ځوانانو سره نه شي تللی نو په لاره ورته ولاړ دي او تر خپله وسه یې یو څو نغدې پیسې ورته نیولې دي تر څو دا ځوانان یې له نورو ملګرو سره شریکې کړي او ځانونو ته ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ  او نور د ضرورت شیان پرې واخلي.

د تڼیو او ځدراڼو اکثره ځوانان د ژور د لارې سیدګیو ته په لار وي.  لاندې ځاځي، بابکرخیل او د لکڼو ځوانان د ټل او سدې د لارې پیښور ته روان وي. د ځوانانو د احساست راپریدلي وو، وینې یې په جوش راغلي وې.په ټول ژوند کې یې د ازادۍ دومره مینه نه وه احساس کړي.

یو ساعت به نه تیر چې د خیبر له افریدو څخه امین خان افغان زنګ راووهه، ‌‌‌‌‌‌ډیر خوشال و، ویل یې چې د تورخم د لارې ‌‌‌‌‌‌ډلې ‌‌‌‌‌‌ډلې مومند، شینواري، خوګیاڼي او نور ځوانان راروان دي او د افریدو ځوانانو سره یو ځای په باړه باندې ورځي او بیا به لاندې پیښور ته پسې کوزیږي. خپلې خبرې یې رالنډې کړې ویل یې چې بیا به وروسته خبرې کوو. په غزني کې مجید قرار او غلام حیدرخان شیراني ته مې زنګونه ووهل ورته کړل مې چې مشرانو څه صورت حال دی؟ ویل یې چې په قره باغ کې مو پنځلس زره ځوانان راټول کړي دي او مازدیګر ته به پکتیکا ته ځانونه رسوو او له هغه ځایه به د انګور ا‌‌‌‌‌‌ډې د لارې واڼه ته ځانونه رسوو او د وزیرو او ماسیدو له ځوانانو سره به یو ځای د محمدخیلو او دته خیلو له لارې میرانشاه ته ځانونه  رسوو ځو ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ یې راکړ ویل یې چې ځوانانو مورال ښه قوي دی او اخیر کې یې راته وویل چې د میرانشاه په کېلا کې به سره ګورو او بیا یې راغبرګه کړه ویل یې چې دعا راته کوه چې د یو څو پنجابیان خولاس تړلي راولو..

په جلال اباد کې حمدالله ارباب چټ پټ د ځوانانو عکسونه جوړوي او ورته وایې چې پیښور ته ځانونه ورسوئ. همدارنګه اجمل شمس ‌‌‌‌‌‌ډیر ځوانان راټول کړي وي او پخپله هم له دوی سره د تورخم په لور روان وي. له لوی کندهار څخه هم د بارکزیو، سدوزیو، ناصرو او کاکړو ځوانانو لوی لښکر د سپین بولدک په لور روان وي.

لندې په بویه کې د غازي ایپي فقیر المسي  ګل بهادر لوی لښکر جوړ کړی وي، ددې خبرونو په اوریدو سره مې   زړه ځای ته نه سره ورځي، د ازادۍ دا احساس مې هیڅکله هم دومره په جزبه نه و لیدلی. لاندې په پیښور کې د فخر افغان کړوسي ایمل خان شل زره لښکر تیار کړی وي د غني خان بابا او اجمل خټک خوب رښتیا کیدونکی وي، او د پیښور ‌‌‌‌‌‌ډیر دولتي ځایونه یې له پنجابیانو څخه نیولي وي په ‌‌‌‌‌‌میرانشاه او رزمک کې د منظور احمد پښتون او د محسن خان داوړ پنځوس زره لښکر تیارسۍ ولاړې وې، او غوښتل یې د د بنو او کوهاټ د لارې ځانونه پیښور ته ورسوي. دا چې ددې ټولو لښکرو مشران دوی دوه وي ، نو ټولو ځوانانو ته هدایت دوی ورکوي چې څنګه او کومو ځایونو ته په کوم وخت ځانونه ورسوي.

په بلوچستان کې مې د محمود خان اڅکزي له زوی اتل خان اڅکزي سره خبرې وشوې، ویل یې پنځلس زره ځوانان راټول شوي دي او د بلوچانو ځوانانو ته انتظار یو چې راشي. له پنجابیانو څخه وار پار خطا وي. سوالونه او زارۍ یې کولې چې راځئ خبرې به سره وکړو، غوښتل یې د انګریز چل راسره وکړي، مونږ به په خبرو بوخت کړي او دوی به ځانونه راته تیار کړي. خو د پښتنو سرلارو منظور احمد او محسن خان ورسره نه منله.

همداسې په اسلام اباد کې خان زمان کاکړ په زرهاوو ځوانان راټول کړي وي. لاندې په سوات کې د افضل خان لالا ملګري او د فیاض خان ملګري سره یو ځای شوي وي او د اټک په لور حرکت کوي.

شپه مې ټوله ويښه تیره کړه. زمونږ د کلي ملا تازه په تازه له پنجابه راغلی وو، سهار یې چې کله اذان وکړو له دعا وروسته یې وویل چې هر مسلمان چې بل مسلمان وژني هغه قوم پرست دی، خبرو ته یې غوږ مه نیسئ ، کنه لوی ګناهونه به وګټئ او د الله پاک له رحمه به بې برخې شئ. خو دا چې خلک هوښيا رشوي وو د ملا په خبره یې سرونه ونه خورول. د سهار اوه بجې شوې نو د تل په څیر مې خپلې را‌‌‌‌‌‌ډیو ته لاس ورتیر کړو، سم دستي بي بي سي پکې راغله او خبرونه شروع وو. د بي بي سي یو خبریال وویل چې د غلام خان په لاره د پنجاب ملیشو ګڼ شمیر هغه ملت پال ځوانان نیولي او وژلي یې دي کومو چې غوښتل له خوست څخه ځانونانه میرانشاه ته ورسوي او هلته له محسن خان او منظور احمد له لښکرو سره یو ځای شي. ددې خبر په اوریدو سره مې زړه ښپو ته راغلو. سمدستي مې له محسن خان داوړ سره اړیکه ونیوله پوښتنه مې ترې وکړه چې دا د بي بي سي خبر رښتیا دی؟ ویې خندل، ویل چې بي بي سي خو تل دروغ ویلي دي او تل یې له پښتنو سره دوستي او له پنجابیانو سره دوستي کړي ده، نه زمونږ ځوانان چا ژوندي نیولي دي او نه چا وژلي دي. ددې خبرې په اوریدو سره مې ایله زړه ځای ته سره ورغلو.

یو نه څاپه یو څوک راغلو او په اوږه یې لاس راباندې کېښود ویل یې چې ته چرته کوزیږې. ما ویل زه چیرته یم؟ ویل یې چې ته خو فوټسکرې کې یې او دا زمونږ اخري تم ځای دی. له خپل تمځای څخه یې ایله دیرش تمځایه لرې وړی وم! دوه نیم ساعته داسې تیر شوي وو لکه دوه نیمې ثانیې. ځان سره مې وویل چې دا د ازادۍ په  اړه صرف فکر کول دومره خوند کوي دا چې یو څوک په پوره توګه ازاد، خپلواک او د خپلې خاورې اختیار لري چې داسې ژوند به څومره خوند کوي؟ خو افسوس پدې راغلو چې د ګوتو په شمار کسان روان و، نور ټول په کورونوکې ناست و او په خپلو کاروبارونو کې مصروف و او یواځې یې په فسبوک باندې تازه تازه سټیېټس اپډیټ کول او بس. که وطنونه یوازې د فسبوک په سټیټس اپ‌‌‌‌‌‌ډیټ کولوباندې ازادیدلی نو نن به د نړۍ ټول هیوادونه ازاد وای. هماغه د فخر افغان باچاخان خبره  ویل یې زه په پښتون پسې منډې وهم او پښتون په پیسو پسې، ما پښتون نه کړ پیدا او پښتون پيسې.

ملبورن، استرالیا.

15/03/2018

One thought on “زه په پښتون پسې منډې وهم او پښتون په پيسو پسې | عزت الله عالم”
  1. سلامونه
    ورور عزت الله عالم صیب ، ستا دا تصور او خیال کې د پښتنو ځوانانو، پیغلو، سپینګیرو لښکرونه ، که د خدای رضا وي په حقیقت او رښتیا بدلیدونکی دی. د نر پښتون منظور پشتين مرکه به دې بي.بي، ثي. کې اوریدلې او لیدلې وي ، زما ېې دا برخه خوښه شلله چې وايي” د پنجابي حکومت یا سرکار سره خبرې نه کوم!” . د افغانستان حامد کرزي(پوپلزايي ساب ) چې شل ځلي دپوکستیڼي دالخورو جرنیلانو سره خبرې وکړې څه ېې تر لاسه کړل غیر له دې چې هر وار ېې په کونړ لا زیات راکټونه واورول!
    همدارنګه دا بل احمد زی سایب ؛ که څه هم د اقتصادي او خارجي میډیا کې ېې تورلینګیان لږ څه لړزولي او تفکر!! ته اړ ایستلي ،خو مګر د پنجاب-کولاب -تهران فارسیست شیطاني مثلثونو او بالدارانو ېې په کابل او ولایاتو کې د وطنفروشانو تاليڅټو په کهمک څومره بیګناه انسانان قتل کړل ،لاهم باجوه به باجې غږوي اوغني عباسي ته دعوت ورکوي؟.
    البته د دوی او وزیرستان او بلوڅستان او نورو پشتنو وروڼو وینه او مینه یوه وه او ده ،
    ان شآء الله د شهیدانو وینې له نجیبه تر نقیبه به رنګ راوړي او نور به نو پښتانه صرف کلدارو مردارو او پمنو تومنو او د غوبل روبلو موبلو او د ملايي شنو خټو کګړو ډالرو ماللرو پسې نه ځي، د خپلې درنې افغانۍ پت او ناموس به ساتي او دعا به دا کوو چې چړېانو، میم زر ما ټوله زما ملا صایبانو نه هم علامه ګان جوړ شي . د ارواښاد سید جمال الدین افغان پر قدمونو برابر شي . آمین.ثم آممیین.داپسرلی دې دپښتنودژغورنې پسرلی شي ،؛نه لکه ربيع الاعراب!!!!.
    د کب یا حوت۲۶/۱۳۹۶==۲۹.جماذي الآخر/۱۴۳۹# ۱۷/مارس/ ۲۰۱۸ شنبه ورځ ( له نو روځ څخه ۳ شپې مخکې) / بلجیم

ځواب ورکول Dr. HamidUllah Zlrraver Safpiدکتور حمیدالله زړور. ساپی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *