له تيرو پنځه شپږ کلونو مې ورسره رسمي او غيري رسمي ناستې شوې دي .په خوی او عاداتو يې پوه شوی یم او دده عاطفه ،زړه سوی،احساس،مسلماني،رښتینولي او لنډه دا چې د اجتماعي ژوند راشه درشه مو سره کړې او ډېر وخت مو په یو ځای کې کار کړي دي .

خو تاسې یقين په خداي ج وکړي،چې په وزارت کې يې په هر چاه ناز چلېده ،چې د یوې پروژي او یا یو بل کار چې مادي ګټه پکې وي وکړي،خو تر اخره ښاغلي قرار دا کار ونه کړ،بلکې د یو چاه واسطه هم نشو..؟ همدا یوه خبره به يې کوله ،چې هيڅوک باید د چاه واسطه نشي او هر څه باید په شفافيت سره پرمخ ولاړ شي او حق په حقدار وسپارل شي .

هغه خلک چې اوس په ښاغلي قرار د کفر ټاپې وهي،هر یو به يې په کور او یا مهمانخانه کې ډيش تی وی او یا تلويزیون لګولي وي،خو زه چې د ښاغلي قرار مهمانخاني ته تللي یم،پدې شپږو کلونو کې مې تلويزیون نه دي ليدلی ؟

یوه ورځ مې ورته وويل” چې یاره یو تلويزیون خو دې مهمانخانې ته پيدا کړه..؟راته يې وویل” چې لومړۍ خو زمونږ په تلويزیونو کې غيري اخلاقي سریالونه دي او ددې ترڅنګ دا ځوانان چې ښوونځي او پوهنتونونه وايې” نه یواځي له درسه وځي،بلکې اخلاقو او تربيې ته يې زيان رسيږي.
هغه څوک چې د خپل ځوان نسل د عقيدي،تربیي او اخلاقو دومره غم ورسره وي ،چې د هندي او ترکي سریالونو دلېدو مخنيوي يې کوي،نو دې به خپله په عقيده څومره ټينګ ولاړ وي ؟

خو له دې نه معلوميږي،چې دا هر څه د شخصي عقدو له وجي دي …؟

یو سړي چې پنځه وخت لمونځ کوي،روژه نيسې،د اسلام پنځه بناوو ته معتقد وي ،نو دا بیا تر ظلم هم ور اخوا دې ،چې د کفر ټاپه پر یو مسلمان لګول کيږي.

په لومړيو دریو کلونو کې يې له ليکنو سره اشناء نه وم،خو چې کله به مې یوه نیمه ولوسته ، نو داسې ډير به مې پرې سر نه خلاصيده او کله کله به مې ترې پوښتنې هم کولې؟خو دده ځواب به بیا په موسکا وه او هرڅه به يې راته روښانه کړل.

کله کله به مې ښاغلي قرار صاحب” ته ويل” چې لږ ګوزاره کوه،هسې نه چې څه ستونزه درته پيدا نشي ؟نو ده به را غبرګه کړه،چې الله ج په یوه ورځ پیدا کړي یو او په یوه ورځ به مو مړه کوي او له مرګ به هيڅ کله ویره نه کوې یاره!

نو پوښتنه دلته ده چې یو سړي دومره خپل دین ته معتقد وي،نو بیا ولي پرې د کفر ټاپه وهل کيږي؟ معلومه خبره ده ،چې یو اړخ يې د ځينو مغرضو اشخاصو شخصي عقدې دي او بله برخه يې هغه خلک دي ،چې پردی غلامي کوي ؟

د خپلې ناپوهي له امله په یو چاه باندې د کفر د ټاپې لګول هم کفر دي او د اسلام په مبارک دين کې ورته سخترينه جزا ټاکل شوي ده.

ښاغلي قرار صاحب” ستاسې سیاسې مبارزه په ملي احساس او رښتینولي ولاړه او له ليکنو مو د ټول ولس غږ راوځي.

د پښتونخوا یو ارواښاد شاعر فضل احمد غر په یوه څلوریزه کې وايي:

پرون پروت و میخانه کې سرتور بې خود

دشېخۍ دستار یې نن په سر کې کېښود

موږ ته وايي، چې ما ترکه دا دنیا کړه

بې له ږیرې نه کوم شی دی، چې ده پرېښود

قراره ستا په شان زرګونه ستړي لارویان ستا فکرونه پالي، ستا مینه ، ستا رښتینوالي، ستا صداقت او ایمانداري او مسلماني هغه لوی خدای ته تر هر چا ښه معلومه ده، چې تاسو یې هم پیدا کړي یاست او دکلوشو خاوندان هم، خو پوهیږو، چې ستا هیله، ستا مینه او ستا لوریینه د چا لپاره ده، د ویاړلي افغان او مسلمان قام د سرلوړۍ لپاره. نو ځکه خو موږ هم درباندې ویاړو او دافغان بیرغ تر سیوري لاندې زما په شان په زرګونو او لکونو نور هم. خدای دې ژوندی لره.

4 thoughts on “قرار چې زه پېژنم/ عبدالجليل ولسپال”
  1. i belive,who are against qarar sahib.that are against afghanistan,because inlast few years
    i read many good good writing from QARAR sahib,that was only for the afghan nation goodnese.
    we knows many soldout afghan on ISI.PUNJAB they are against honest afghans,now afghans can recognize good from bad,thank you

  2. As every one knows that Qarar Sahib is the best and real Afghan in our country.
    if we have 100 afghan like Qarar Sahib in our country I think our country will have success days in future.

  3. ولسپال صیب ستا لیکنه می په پوره توګه ولوستله ډیر یی خوند وکړ
    که ریښتیا ووایم زما یی هم پخوانی یادونه هغه یادونه چی مو په وزارت کی سره درلودل تازه کړل

    د قرار صیب په شان کی چی څومره ولیکو کم دی الله تعالی دی تاسو ټول ملګری خوشحاله او سوکاله لری

    حشمت ناصری

ځواب ورکول Guldasta Ashna ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *