مسعود حقمل

زه بختور یم هیڅوک یې هم رانه نشي ګټلای بیا زه پا دشا شوم ته وزیر شوې او هره ورځ زه پاچا او ته وزیر یې مونږخو دا پاچا هي سمه اجاره کړې ده .

خو پام کوه چې غل خپل سر ته پرینږدې! قومندان ته هم پام کوه چې عسکر ته پام وکړي! قاضي هم باید دغله خلاف پریکړه وکړي !هسی نه رشوت ترینه واخلي او غل زمونږ په سر پادشاه کړي .

یاره مړه چې دا قومندان خو مو لږ قوی سړی وی نودا ټول مې پرې چپه کول،خو فکر نه کوم که داسې وکړي ځکه هغه خپله بیچاره په پوکی دري ملاکه خوري ،نودا زورور غل به څنګه تر ما او تا راورسوي تو کل په خدای مونږ هم ورسره کیږو .

اوف مه کوه، ونیسه پرې نږدې په خوله کې ورته چپلکه ورکړه مخ یې ورتور کړه چې بیا غلا ونکړي خولۍ ترېنه وتختوه بیت المال یې غلا کړی له غوږونو یې ونیسه، نور بس دی څه موچې غوښتل په غله مو وکړل .

ایله می زړه یخ شو اوس دی لاړ شي او مور ته دې ووايي چې ښه ګرمه شیره ورته وکړي چې زخمونه یې پرې ټکور شي ، دتروو له خوراک نه مو وویستو چې څو زه پاد شاه یم دا به دا جرات ونه کړي چې غلا وکړي .

خیال نه بلکې دعمل پاد شا ه وه بس چې واک به راغی که غل به څومره ښکرور وو ،نو هغه څه به مو پرې کول چې څنګه به زمونږ په قانو کې راغلي وه .

مونږ قانون درلود او دهمدې قانون په چوکاټ کې مو دپادشاه وزیر قومندان قاضي عسکر دندې مالومې کړې وې .

اوس زه رالوی شوی یم اوس نه هغه پاد شا یم چې قانو به مو جوړولو او نه هغه وزیر شته چې زما دامر سره سم به یې په غله غوږونه نیول اوس که هرڅومره غل ګورم چې غلاکوي. او چغه وکړم چې هغه پلانکی خان غل دی څو ک مې خبره هم نه اوري .

اوس قانو هم شته دندی هم مالومې دي غل هم ټول ګوري چې غلا کوي، خو داسې څوک نشته چې دامر امر ومني او معدون یې دخپل جوړ شوي قانون له مخې عملي کړي .

هو! اوس ځکه پادشاه پادشاه وزیر وزیر او قومندان قومندان ندی چې اوسنی غل هغه غل ندی چې څنګه زمونږ په پادشاهی کې غل وو اوسني غله لوی غله دی خو پادشاهان له غلو واړه او کم زوري دي نو دشاعر دابیتونه رایاد شول چې ویلي یې دي .

واه ! پاچا ستا خو پر ټنډه خولې راغلې

پاچايي په ډېرو لويو زړونو کېږي

”چې فکرونه له سرونو نه واړه شي“

نو تاجونه له سرونو نه غورځېږي.

۱۳۹۳،۹،۱۶ کابل وزیر اکبرخان ملي رادیو تلویزیون

One thought on “زچې پاچا ووم/ لیکوال: مسعود حقمل”
  1. رښتیا هم ډیره ښه لکنه وه واقعه د ستایلو ده نن رښتیا هم غل لاس پری نه شراب خورته چا جزا ورنکړه

ځواب ورکول ziarmal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *