دا قصه د سعودي عرب یو ښار ریاض ته نژدې په یمامه نومې سیمه کې پېښه شوې ده. دغه علاقه نن سبا د الخرج په نوم یادېږي. په دې کیسه باندې ډېرې پېړۍ اوښتي دي خو دا داستان نن هم ډېر دلچسپ او د پند نه ډک دی. دا د اولې هجري سلیزې(صدۍ) د اخري کلونو خبره ده.

د امویانو حکومت و. په دمشق کې ولید بن عبدالملک د مسلمانانو خلیفه و. د عراق او د هغه د مشرقي برخو والي حجاج بن یوسف و. د یمامې خلق د څو میاشتو نه په وېره او ډار کې وو.د شپې به د وېرې په فضا كې ویده کېدل. په لارو کوڅو کې به چوپه چوپتیا وه. خلق به ډېر کم له کورونو نه وتل. څه وخت هم کومه حادثه پېښېدی شوه. هرسړي سره به دا وېره وه چې اوس وار د ده دی، اوس به دی ښکار کېږي.

هغه ډېر زړور اوقوي ډاکو ،يعنې شوکمار و. په رڼا ورځ به یې د خلقو مالونه او شتمني لوټلې. د خلقو خوبونه یې تښتولي وو. یوه ورځ څه زلمي سره جمع شول او مشوره یې وکړه چې مونږ له د ده مقابله په کار ده .د غرمې مهال و، ډاکو په ډېر اطمینان سره په لاره کې بې خطره ګرځېده. دغو زلمیانو پرې غږ کړ او د مقابلې بلنه یې ورته ورکړه.

هغه پرې ورټوپ کړل، ویې نیول او په ډېرې بې رحمۍ یې ووهل، له جسمونو نه یې وینې روانې شوې، لږ وخت وروسته ځوانان ټول له میدانه وتښتېدل. په خلقو کې وېره نوره هم زیاته شوه ، هغوی ویل چې دا کوم عام ډاکو یا شوکمار نه دی بلکې داخو کوم شیطان دی، یو سړی د دومره ځلمو مقابله څنګه کولای شي! هغه دا زلمي په څومره مهارت او زړورتیا سره وهلي دي! دا د ډاکو په شکل کې کوم پېری دی. په هر ځای او هر مجلس کې به د ده خبرې کېدلې. ورو ورو د دې ډاکو خبرې د یو کلي نه بل ته ، د یوې محلې نه بلې ته او سیمه په سیمه خورې شوې. د یمامې ګورنر ته هم دا خبرونه رسېدلي وو. د دغه ډاکو ورانکاریانې ورځ تر بلې زیاتېدلې.

یوه ورځ د دې خبر حجاج بن یوسف ته هم ورسېد. دهغه غضب اوغصه خو د ليدو وه. بې حده غصه و، ویې ویل: ډېره د حیرانتیا خبره ده چې یو ډاکو د ټولې علاقې امن تباه کړی دی. سمدستي یې د یمامې ګورنر ته خط ولیکه چې د دغه ډاکو فورا څه حل پیدا کړئ، ویې وژنئ ، یا یې ژوندی ونیسئ او ماته یې لاس تړلی راوسوئ، ګورنر ته یې دا خبرداری هم ورکړ چې که ډاکو دې ژوندی یا مړ ګرفتار نه کړ، نو په ځای به دې بل څوک وټاکل شي . ددغه ډاکو نوم جحدر و .هغه د دغه وخت د ډېرو خطرناکو ډاکوانو مشر و، د یمامې ګورنر د ده په نیولو کې له حده زیات کوښښ وکړ خو هغه به هر ځل د ده له سپاهیانو څخه په تېښته بریالی کېده. بل اړخ ته دیمامې ګورنر ته د حجاج نوټس رسېدلی و چې ګورنري دې په خطره کې ده، کله هم برطرف کېدی شې .هغه د جحدر د نیولو دپاره ټول وسایل په کار واچول خو جحدر ډېر چالاک و، هغه به خپل ښکار ولوټه او په ډېر اطمینان سره به غایب شو. چې ټول تدبیرونه ناکام شول، نو د هغه د نیولو دپاره یوه بله حیله وسنجول شوه. د یمامې ګورنر د دوه داسې زلمو انتخاب وکړ چې ډېر قوي او ذهین وو. د ډېر غور نه پس هغوی ته دا ذمه واري وسپارل شوه چې هغوی به جحدر ژوندی یا مړ نیسي. د دې کار په بدل کې هغوی ته د ډېر زیات مال ودولت ورکولو وعده وشوه . په پلان پوه کړی شول چې دوی به څه کوي.

نور بیا

One thought on “زړور ډاکو د حجاج په حضور کې/ مفتي عبدالولي”

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *