اوومه برخه

مزمن B هيپاټيټ

کله چې ويروس دناروغ کس له وينې په شپږو مياشتو کې پاک نه شي دغه ډول هيپاټيټ ته مزمن هيپاټيټ وايي دمزمن کيدا لپاره دشپږو هيپاټيټونو ګروهنه له يو بل سره توپيرکوي A هيپاټيټ هيڅکله نه مزمن کيږي حتماً په شپږو مياشتو يا يو کال کې ښه کيږي خو C او B هيپاټيټ مزمن کيداي شي .

پوښتنه :

کابو اته اونۍمخکې دتبې ، پرکالۍ اوبيا دزيړي له امله بستر شوم وروسته معلومه شوه چې په B هيپاټيټ اخته شوى يم آيا دغه ويروس به دتل لپاره زما په بدن کې پاتې وي ؟

دغه نښې نښانې د B حاد هيپاټيټ ښودنه کوي ځکه خو بايد تر شپږ.و مياشتوصبروکړئ له هغه وروسته ددغه ويروس د دوام په هکله خبرې کيداي شي .

په مزمن هيپاټيټ دحاد هيپاټيټ داخته کيداچاني ٥يا ١٠ فيصده وي يعني په هرسلوناروغانو کې يوازې ٥ يا لس تنه په B مزمن هيپاټيټ بدليداي شي .

پوښتنه :

په حاد B هيپاټيټ له اخته کيدا وروسته په روغتون کې بستري شوم څلو ر ورځې مې د کانګو يااولټيو له امله ډوډۍ ونه خوړه دځيګر انزايمونه مې ٥٠ برابره زيات شوي دي دناروغۍ سختوالي ته په پام سره آيا زه ترنورو زيات دغې ناروغۍ دمزمن کيدا له خطرې سره مخامخ يم .؟

نه بلکه ددې په اپوټه دي هغه نښې نښانې چې په حاد هيپاټيټ کې يو کس ورسره مخامخ وي دويروس په وړاندې دبدن دغبرګون نتېجه ده نو هر‌څومره چې نښې نښانې ډيرې او سختې وي يعنې دبدن غبرګون چې څومره زيات وي دويروس د ختميدا احتمال هم هومره ډيروي .

پوښتنه :

کوم عوامل په مزمن هيپاټيټ د B حاد هيپاټيټ په بدليدو کې رول لري ؟

څوعوامل دناروغۍ په مزمن کيدا کې رول لري البته ددغو عواملو شتون په دې معني نه دى چې حتماً به ناروغي مزمنه کيږي بلکه که يوکس په لاندې شرايطو کې دBهيپاټيټ له ويروس سره مخامخ شي دهغه دناروغۍ دمزمنه کيدا چانس به ترنورو ډيروي:

١ :نوي زيږيدلي ماشومان

٢:نارينه جنسيت.

٣ :تور پوستي او زيړ پوستي .

٤ :جنيټيکي زمينې .

٥ : خاموشه او جزئي عفونتونه .

٦ :له څوډولو ويروسونو سره مخامخيدل .

٧ : دمعافيتي سيسټم کمزورتيا او دهغو درملو استفاده چې دغه سيسټم ته تاوان رسوي.

آياپورتني عوامل يوشان د ناروغۍ دمزمنه کيدا چانس زياتوي ؟ :

نه لومړنى او وروستى مورد (نوزيږي ماشومان او دمعافيتي سيسټم کمزورتيا) ترنورو زيات اغيز لري .

پوښتنه :

کابو يو کال مخکې ما يو کس ته وينه ورکړه له دو اونيو وروسته ېې يو کارډ راکړ چې په هغه کې HBsAg مثبت ؤ له دې چې هيڅ ډول ناروغي مې نه درلوده نو ډيرمې ورته پام ونه کړ يو کال وروسته کله چې دغه ټسټونه مې بيا تکرارکړل هماغه نتيجه راغله دې ته په پام سره چې نه ژيړى لرم او نه تبه کوم له دې پرته دهيڅ ډول کسالت احساس هم نه کوم نو آيا دا دلابراتوارتيروتنه نه ده ؟

نه ددې پوښتنې په هکله دوه مهم ټکي شته دي :

١ : مزمن هيپاټيټ غالباً خاموشه وي او کو مه خاصه نښه نه لري .

٢ :کله چې دوينې دانتقال موسسې کوم راپور درکوي هغه ټوکې مه بولئ که کومه ستونزه وي حتماً ېې تعقيب کړئ .

دمزمن هيپاټيټ نښې نښانې کومې دي . ؟

له بده مرغه مزمن هيپاټيټ خاصه نښه نه لري ژيړى ،تبه ، دکسالت او پرکالۍ احساس او دتشو اوډکوميتيازو درنګ بدلون ډيرې هغه نښې دي چې په حاد هيپاټيټ کې ليدل کيږي . .

پوښتنه :

ويل کيږي چې مزمن هيپاټيټ نښې نه لري څه ډول ډاډ تر لاسه کولاي شو چې روغه سټه لرو او په دغې ناروغۍ نه يو اخته شوي ؟

زياتره ناروغان چې په خپلې ناروغۍ پوه شوي دي دوينې دانتقال ادارو پر هغو ي دغه بدزيرى کړى وي يا داچې کله چې لابراتوار ته لاړ شي هغو ي ورته وايي چې په دې ناروغۍ اخته شوي دي ځينې کسا ن کله چې دبل شي لپاره دجراحي علملياتو لپاره معاينات وکړي پوه شي چې په دې ناروغۍ اخته شوي دي .

کله چې په يوې کورنۍ کې يو کس په دغې ناروغۍ اخته وي بايد دکورنۍ نور غړي هم معاينات وکړي ډير ځله ناروغي په دغه حالت کې هم کشف شي که په کو ر کې يو کس په دې ناروغۍ اخته وي بايد   دکورنۍ نور غړي هم ټسټونه وکړي او که   ککړ شوي نه وي بايد حتماً واکسين ولګوي .

پوښتنه :

په یوځاي کې مې واوریدل چې دډیرې ستومانۍ یو عامل مزن هیپاټیټ دی آیا دغه خبر سم دی ؟

هوپه هیپاټیټ داخته کسانویوه ګډه نښه دستومانۍ احساس دی خو دا خاصه نښه نه ده او په نورو ناروغیوکې هم لیدل کیږي دمثال په توګه په کم خونۍ دزړه په ناروغیو او دسږوپه ناروغیو کې هم دغه پرکالي او سستي لیدل کیږي له دې پرته ډير ځله ستوماني خاص علت نه لري اویوه ناروغي هم نه ګڼل کیږي له همدې امله په ټولو ناروغانوکې یوازې ستوماني او پرکالي دهیپاټیټ دتشخیص لپاره کفایت نه کوي .

B مزمن هیپاټیټ څنګه دوام اوپه کومه خوا تللی شي :

پوښتنه :

له څلورو کلونو راهیسي داخبره جوته شوې ده چې هیپاټیټ لرم ددغې ناروغۍ پایله به څه وي آیا زما ځیګر به له کاره وغورځوي؟

B هیپاټیټ په کراره په مخ ځي دB هیپاټیټ په ویروس اخته کیدل دوه پایلې درلودلاي شی په ځینو کسانوکې ویروس خاص فعالیت نه لري او خاموشه پرمخ ځي نو ځیګر به خپله دنده په طبیعي توګه سرته رسوي دغې ډلې ته سالم ناقل وایي په ډیرولږو کسانو کې ویروس فعاله کیږي او له دې ورسته ځیګر ته تاوان رسوي دغې ډلې ته فعاله مزمن هیپاټیټ ووایي په ځینو نورو کې دغه ناروغي په سیروزس اویا سرطان بدلیږي چې دغه ډله کمه ده .

پوښتنه :

زما مور په B هیپاټیټ اخته ده چې له هغه وروسته زه اوزما خور هم پرې اخته شوه مونږ څلور واړه خاصه نښې نښانې هم نه لرو خو ډاکټر زما یوې خورته ویلي چې باید ستا دځیګر بیوپسي یا نمونه واخیستل شي له هغې سره زمونږ توپیر څه دی ؟

مزمن هیپاټیټ په بیلابیلو حالتونوکې که هغه فعاله وي یا غیر فعاله خاصه کلینیکي نښه نه لري ددغو دواړو یوازېنی توپیر په لابراتواري ټسټونوکې دځینو نښو شتو ن دی حتماً ستاسو خور دغه نښې نښانې درلودې چې دبیوپسې سپارښتنه ورته شوې ده ؟

پوښتنه :

دفعال هیپاټیټ دتشخیص لپاره کوم ټسټونه په کاردي ؟

دغه ازمیښتونه په دوه ډوله ویشل شوي دي یو دویروس دژوند پړاوراښيي چې په هغوکې دHBeAgدمعلومولو ټسټ او دPCR ټسټ یادولاي شو که دغه دوه ټسټونه مثبت وي ددې ښودنه کوي چې ویروس فعاله دی او هیپاټیټ دفعاله کیداپه لور په مخ ځي .

دوهمه ډله ټسټونه دځیګر دفعالیت ټسټونه دي کله چې هیپاټیټ فعاله وي دځیګر انزایمونه (ALT _AST   ) هم ورسره زیاتیږي ممکنه ده دوینې پروتینونه هم ګډوډ شي په دې ډول چې دګاما ګلوبولین په نامه پروټین هم زیاتیږي اویا البومین ممکنه ده کم شي له دې پرته د وینې دلخته کیدا عناصر هم ممکنه ده ښکته پورته شي .

پوښتنه :

دمزمن هیپاټیټ په اړوندوآزمایښتونو کې کوم یو ډیر دقیق دی ؟

PCR تر ټولو دقیق او مهم ټسټ دی که چیرې مثبت شي دویروس دفعالیت احتمال ډیر زیات وي او ناروغ دځیګر دخرابیدا له امله باید ترڅارنې لاندې وساتل شي اوغوره ده چې بیوپسي یا دځیګرنمونه واخیستل او معاینه شي.

دPCR ځیرتیا او اهمیت ته په پام سره ولې له پیله دغه آزمیښت د درستو ناروغانو لپاره نه اجرا کیږي؟

PCR ګرانه بیه آزمیښت دی او که تل تر سره شي ناروغ ته لوي اقتصادي ګوزار دی له بلې خوا دAST او ALTداندازې معلومل دفعال هیپاټیټ دپیدا کیدا لپاره ښه لارښود دی نو دځیګر دانزایمونو اندازه هم دا جوتوي چې ناروغ په مزمن هیپاټیټ اخته دی که نه کله چې دغه ناروغي تثبیت شي له هغه وروسته ناروغ ته د PCRسپارښتنه کیږي. .

پوښتنه :

له څوکلونو راهیسې په مزمن هیپاټیټ اخته یم او هر کال دوه ځلې ټسټونه کوم په وروستي تر سره شوي ازمیښت کې معلومه شوه چې دځیګر انزایمونه مې لوړ شوي له بده مرغه PCR هم مثبت ؤله دې وروسته به زما برخلیک څنګه وي ؟

باید له ځیګره نمونه واخیستل شي درست دغه ذکر شوي ټسټونه دویروس دفعالیت اندازه معلوموي په داسې حال کې چې دناروغ راتلونکې او معالجې ته دهغه اړتیادځیګرپه جوړښت پورې اړه لري دد ې لپاره چې دځیګرداخلي حالت معلوم شي یوازېنې لاره یې دبیوپسي اخیستل دي له دې کبله معالجې ته دناروغ داړتیا دمعلوملواو دغه راز دځیګر دحالت دمعلوملو لپاره باید بیوپسي وشي .

پوښتنه :

۱۶ کلن زوي مې په هیپاټیټ اخته دی او له ما هغه ته غځیدلی دی او س ېې انزایمونه لوړ او PCR یې مثبت دی په التراسونډ (ټلویزیوني معایناتو )کې ېې ځیګر نارمل دی او دبیوپسي لپاره څه اړتیا شته ؟

الټراساونډ یاسونوګرافي یوازې دځیګر ظاهري بڼه ښیي له بیوپسي څخه هدف دځیګر دحجرو دڅرنګوالي ا ومیکروسکوپيک حالت معلومل دي چې دغه کار حتيCTscanاوMRI هم نه شي کولاي نو ستاسو زوي حتماً باید بیوپسي وکړي.

2 thoughts on “زیړی او د ځیګر نورې ستونزې اوومه برخه/ ډاکټر سباوون”
  1. I found the information very beneficial. Is the disease curable? if so, at what stage?
    If you could kindly give us some information in more detail .

    Manana
    .

  2. سلامونه اونیکی هیلی می ومنه داکتر صاحب زما پوښتنه داد چی زما میرمن د بی زیړی لری اوداکتر ورته تینی فیوبین ګولی ورکړی وی تقریبا یوکال یی وخوړلی چی بیا پی سی ار وکړه بیا مثبت وه اواس جی بی تی ۲۷ وه نوداکتر وورته وویل چی کوم مشګل نه لری اوس زه څه کړم بی سر ار یی هم مثبت دی اویاال تی ۲۷ ده نوره دوایی ورته ورکړم اوکه څنکه که چیری راته دایمل به زیغه خیر راکړی دابه دی دیره مهربانی وی دیر زبات مشکل دی هر وخت انترنیت ته لاس رسی نه لرم که چیر دایمل به زیغه وشی دبه دیر شه وی PCR B

ځواب ورکول muhibullah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *