محمد یار یار

محمدیار یار –

جانان په ورو ځي شا ته ګوري

پر پرهاري زړګي مې مالګې دوړوینه

نبي جان ساحل د ودان افغانستان د فکري نهضت له مخکښانو څخه دی، که دی نه وای نو د دغه فکري بهیر نوم به هم نه وای.

زموږ په ټولنه کې د فکر و عمل همغاړیتوب چندانې نه تر سترګو کېږي او که چیرې دغسې یوه منظره ولیده شوه نو په استثناآتو کې یې ګڼلې بویه او زموږ ساحل د نظر و عمل پر ډګر یو له دغه ډول استثناآتو څخه دی، دروېش وایي:

د یزید هر سړی خلاف دی مګر دا به ګورو

چې له حسینه سره څو کسه میدان ته رسي

د افغانستان د عاشقۍ او افغان انسان د خواخوږۍ دعوې به ډېر برېتور وهي خو د عمل په ساحه کې د دغسې ادعاوو ثابتول لکه د ساحل غوندې خاصو اشخاصو خصوصیت دی.

که رشتیا هم زموږ پر هیواد زموږ د خلکو هغسې زړه سوی وای لکه زموږ یو شمېر شاعران او لیکوال چې یې په خپلو هنري پنځونو کې باټې ولي او یا یې پر دریځو او ګردیو میزو تحلیلګران او سیاسي نظر څښتنان چېغې وهي نو نن به د افغانستان وضعیت بل ډول وو، نن به د هر ناولي و پرېوتي په ګړنګ وناړو او نورو مرداریو نه وای لړلی.

عجبه ده! د افغانستان د خیر پر وخت به ګوتمشېر کسان هم د دغه حسین د حمایت لپاره پر میدان ونه لیدل شي مګر د تخریب او زخمي کېدا د بېګار لپاره به یې لښکرې غونډۍ- غونډۍ کېږي.

کله چې په مبارکه روژه کې د پکتیکا ارګون ولسوالي موټر- بم یو مخ را نسکوروي؛

کله چې سنګین، نوزاد، موسی کلا او… ولسوالۍ د پنجابي تروریزم په مشرۍ د پردۍ ترهګرۍ په اشر کې پر یوه محشر شر اوړي او یوه بشري فاجعه و نمایش ته وړاندې کيږي؛

کله چې د ننګرهار په خوګیاڼیو کې د خدای کور د فاتحې د غم له ټغر سره الوزول کېږي؛

کله چې په بغلان کې د جنازې جریان د برید هدف ګرځي؛

کله چې د پکتیکا په یحیاخیلو ولسوالۍ کې د لوبو په ګڼ میدان کې ځانمرګی د خدای د رضا او جنت ته د بریا په ارمان ځان په لمبه او جهان په جهنم بدلوي؛

کله چې د کابل په استقلال لیسه کې د خدای تعالی تر ټولو بې آزاره مخلوق (فرهنګیان، پوهان، هنرمندان او د انساني عواطفو څښتنان) د انتحار د بلا په خوله کې لکه ژاولي ژوول کېږي او چې کله… او چې کله…. او چې کله…..

د دغو ټولو غمیزو په وخت کې یو څو پیکه آوازونه تر غوږو کېږي چې هغه هم د دنیا غوږ ته نه رسېږي او چې چا ته رسیږي نو سم نه پر بېلېږي نور ټول ملت آرام، کرار پروت وي، داسې سنګین، داسې بېغمه او داسې بې حرکته، ته به وایې چې غوماشې بنګ هم نه دی وهلی.

خو چې کله بیا د پردیو په ګټه او خودغرضیو لپاره د افغانیت او اسلامیت د درواغجني دفاع منافقانه شعار پورته کېږي؛

چې کله د افغانستان د قومونو تر منځ د نفاق د جهنم خلیج ایستل کېږي؛

چې کله د دنیا، په کوم بل سر کې د یوې درواغجني پېښې آوازه خپرېږي؛

چې کله د افغانستان په ګټه او پاکستاني، ایراني یا بل مضر سیاست په تاوان کومه فیصله کېږي؛

او….

نو بیا به ګورې چې د مدنې ټولنو په نوم د پردیو مفتو چوپړیانو، د مزخرفو مذهبي حلقاتو، افغانستان- ضد وړیا خدمتګارانو او آن    پوهنتونو بېعلمه محصلانو به تورې، سپینې او زرغونې پټۍ تر جاهلو تندیو تړلې وي او د افغانستان د شرف پر ضد به شعارونه ور کوي، د افغان انسان د حیثیت په مقابل کې به تر وروستۍ سلګۍ د قیام سوې چېغې وهي.

نبي ساحل په دغسې یوه ټولنیز- سیاسي اټموسفېر کې د افغاني پرستېژ د اعادې او ساتنې لپاره د یوې ژورې علمي ستراتېژۍ په مسیر کې له خپلو ژمنو-وطنپرستو دوستانو سره سیاسي مبارزې ته ملا وتړله.

د ملي باور په یوه لوی بحران کې او د کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو بربادوونکو لوبو په ټېل ما ټېل کې، د ادارې فساد په توپان کې او د ترهګریز وحشت په سازمان کې د نبي ساحل د ارادې پښې تکانې نه شوې؛ نور خو څه کوې، هغه حتا دې هم مایوسه نکړای شوای چې د ده یو-نیم نژدې د مبارزې ملګري به ناغېړي کوله او ځان به یې یو بغله سست اچولی وو، د تعهد ایمان به یې کاواکه وو او د نورو روحیه به یې هم ځپله.

نبي جان ساحل په ډېرو سختو ورځو او جدي خطراتو کې د خپلې حوصلې او استقامت امتحان ورکړ او بهر ته د تګ مهال د خدای پامانۍ په مراسمو کې یې له خپلو ټولو فکري ملګرو څخه پوره او سل نومرې تر لاسه کړې او د لوی الفت له خوا د آشنايي لپاره د ټاکلي کاڼي په تول پوره وخوت:

په خطراتو سختو ورځو کې به څرنګه وي

استقامت او حوصله د خپل آشنا وګوره

د و.ا.ګ لپاره دا ډېره سخته وه چې خپل دا رنګه متعهد او ملاتړلی مبارز یې د افغانستان په غېږ کې د عمل له څنګه بیلېږي خو دا چې په دې شپو ورځو کې ډېر خواږه یاران د عاشقانو یارانو له اړخه په مرګ جدا کېږي او ساحل په ژوند حدای پاماني کوله نو دغه بیلتون یې د برداشت وړ ګرځاوه.

بله د ډاډ خبره دا ده چې نبي جان ساحل اوس د ژوند یو نوی پړاو پیل کړ او د ازمیښت یوه نوي ډګر ته ور و ووت.

د تګ مهال تعهد یې دا وو چې په بهر کې به خپلې سیاسي مبارزې ته په یوه بل شکل دوام ورکوي، هلته به رښتیني د افغانستان عاشقان پیدا کوي د هیواد-ژغورنې ژمنې ته به یې دروي او د ودان افغانستان ګوند د فکري و مالي ملاتړ لپاره به جلب و جذب کوي.

د امتحان دا پړاو یې د تېر هغه په پرتله ډېر سخت نه دی، دی چې له هغه بدترین حالت څخه ژوندی او بریالی را و ووت نو اوس خو یي پر نوره بریا موږ په پټو سترګو ایمان لرو.

ساحل د ۱۳۹۳= ۲۰۱۴ کال د قوس پر لسمه او ډسمبر پر اوله ماپښین دوې بجې شاوخوا له کابله د نیوزلینډ په نیت والووت او موږ ته یې خپل نه ماتېدونکی تعهد، قوي ملي مورال، د وطندوستۍ پیاوړې روحیه او د یارانې خوږې خاطرې را پرېښودې او دا هغه متاع ده چې د ده د فکري پوهنتون یاران به له ده، د ده له وطن او د ده له ارزښتونو سره همېشه پېیلي او ګنډلي ساتي.

موږ خپل ساحل ته ډاډ ورکوو چې ستا له سیاسي مبارزې څخه په درس اخیستلو سره به ستا د افغانستان ساتنې سیاسې مسیر ودان ساتو.

الله دي مل او ملګری

۱۳۹۳/۹/۲۴

2 thoughts on “ساحل دوستانو له سلو نومرو سره رخصت کړ”
  1. ښاغلی محمد یار یار صا حب واقعا نن مو ډیر ښه !!! مضمون لیکلی دې ستا سې او دمحمد نبې جان ساحل په ډول هیواد وال دې خدای ج زموږ په هیواد کې ژوندې او کامیاب ولرې. امین او الله ج دې زموږ دګران هیواد دښمنان که بهرنې وې که کورنې وې خدای یې نیست او نا بود کړې.

  2. Drun Mahmadyar Sahib,
    Taso zamung de nawi nasal cheragh yast; taso baed che pa khpalo lekano ke hagha dawal che de lekani mahtawa ta pam kawai hamhaghasi gramar ta ham pam wakrai. Zma pa feker gutshmer mana na warkawi. Kha ba da wi che de goto pa shmer waleeku.
    Der dranawai.
    Tafsir

ځواب ورکول بلال واثق ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *