ډیرځله به مو اوریدلي وي چې پلانی سړی ښه شخصیت لري، په روانه پښتو ژبه کې ممکن ووایو چې پلانی سړی ډیر دروند سړی یا  پلانۍ درنه میرمن ده خو ایا دغه دروند والي د سالم شخصیت نښه ده،  څنګه سالم شخصیت پيدا کړو او څوک نارمل انسان ګڼلی شو؟.

انسانان متفاوت خویونه لري خو کوم خوي او اخلاق دی چې موږ ته سالم شخصیت راپه برخه کوي او په ټولنه کې مقام او منرلت راکوي؟ دلته په لنډه توګه د سالم شخصیت ځینې ځانګړتیاوې بیانوم خو ممکن بیلابیل کسان په دې هکله بیلابیل نظرونه ولري اوهر کس ممکن سالم شخصیت له خپل نظر انځور کړي.

دا چې له نورو سره څنګه چلند وکړو، یا کله چې کاوړ راځي او اعصاب مو خرایږي څنګه عکس العمل وښيو، یا مثلا کله چې څوک در سره مینه کوي تاسو څنګه غبرګون ښيئ او دهغه له چلنده څه اخیستون لرئ او څه ډول ځواب ورکوئ ټول دغسې شیان ستاسو له شخصیت سره تړاو پیدا کوي.

په بله وینا زموږ شخصیت زموږ د افکارو، هیجاناتو، چلندونو، احساساتو، او غبرګونونو ټولګه ده چې له ماشومتوب او ځواني بڼه خپلوي او زموږ پر ټول ژوند اغیز شیندي.

د شخصیت دغه لنډ تعریف ته په پام سره د سالم شخصت په هکله باید څو ټکو ته پام وکړو:

لومړی دا چې زموږ شخصیت زموږ پر ژوند او شاخوا وګړو اغیز شیندي او دغه شخصیت یوازې پرموږ پورې محدود نه دی، بله دا چې شخصیت په ماشومتوب کې بڼه خپلوي او په نوې ځوانۍ او ځواني کې پخیږي نو یو کس چې واده ېې کړی وي او عمر ېې تر دیرشو اوښتی وي د هغه د شخصیت د اصلاح تمه باید ونه کړاي شي.

شخصیت لکه چې وویل شول زموږ افکار، باورونه او له شاوخوا نړۍ او کسانو زموږ درک رانغاړي پر دې سربیره زموږ هیجانات، عواطف او احساسات او دغه راز د دغو احساساتو کنټرول او مدیریت پکې شاملیږي نو هغه کسان چې سالم شخصیت لري حتي په ناسمو شریطو کې ځان کنټرولولی شي او نرمښت ښودلی شي.

په ټول کې ویلی شو زموږ چلند او په بیلابیلو شرایطو کې له پیښو او کسانو سره زموږ برخورد او مخامخیدل  زموږ د شخصیت مهمه برخه جوړوي نو هغه وخت به دغه شخصیت سالم وي چې له نورو سره مناسبې او سالمې اړیکې ولرو او خپل هیجانات او ا حساسات داسې کنټرول کړوچې بل څوک رانه خوابدی نه شي یا ورته تاوان ونه رسیږي.

کله چې له خپلو ملګرو او دوستانو سره مخامخ کیږو او خبرې ورسره کووډیر ځله بې له دې چې فکر وکړو زموږ دغه خبره څومره ګټه لري او اغیز ېې څومره دی خپله خبره له خولې راباسو دا په دې معني ده چې موږ په خپلو افکارو ، احساساتو او هیجاناتو کنټرول نه لرو په دې ډول زموږ اخلاقي صفات د دې مخه نیسي چې له نورو سره مناسبي اړیکې ولرو په دې ډول ویلی شو چې موږ نیمګړی یا ناسالم شخصیت لرو.

نو د سالم شخصیت درلودونکي کسان خپل افکار او احساسات په داسې بڼه وړاندې کوي چې ټولنې ته دمنلو وي .په لنډه توګه ویلی شو هغه کسان نارمل او سالم شخصیتونه لري چې په خپلو اعمالو او افکارو  حاکمیت ولري.

نورمال انسان ته یوازې ځان مهم وي بلکه نور هم ورته ارزښت لري دغه کسان معمولاً له نورو سره مرسته کوي  او سخاوت لري، هغه کسان چې سالم شخصیت لري ټولنیز فکر کوي په دې معني چې په هغو کارونو او کسبونو پسې ځي چې په ټولنه کې د منلو وي دوي له جرم او جنایته لیرې ګرځي.

هغه کسان چې د ستونزو او مسایلو د اواري توان لري سالم کسان دي ، دغه کسان د ستونزو په وخت ژر نه تسلیمیږي او هڅه کوي حل لاره پیدا کړي البته د ستونزو په اواري کې باید حقیقتونو ته پام وشي  هغه کسان چې دغه حقیقت نه شي درک کولی او د مسایلو په حل کې سرټمبه وي سالم کسان نه دي.

بخښل او ځوانمردي د سالم انسان یوه ځانګړتیا ده البته د دې په وړاندې کله چې غوصه کیږي باید دغه توان ولري چې خپله غوصه څرګنده کړي که ېې په زړه کې ساتي او له حده زیات زغم لري دا هم د سالم انسان نښه نه ده.

سالم انسان له سټرس سره د مقابل چل زده کوي، دغه راز له خپلو تیروتنو زده کړه کوي.

هغه کسان چې کنجکاوه نه وي او د ښکلا لټون ونه کړي نارمل انسانان نه دي، نارمل انسان د ژوند د کوچنیو او لویو مسلو او پیښو په وړاندې حساسیت ښيي ، بې پروا او بې احساسه کسان سالم او نارمل نه دي.

 ترټولو مهمه خبره دا چې نارمل انسانان راتلونکې ته پلان لري که هیڅ پلان او د راتلونکې په کله فکر ونه لرئ نارمل انسان نه یاست.

دغه راز نارمل شخصیت او انسان باید خلاقیت ولري، تل باید فکر وکړي چې په کورنۍ او د کار په ځاي کې خپلو ملګرو او دوستانو ته نوې نظریې او ایډیاوې ورکړي، نورمال انسان باید خپلې اړتیاوې وپیژني او هغو ته حل لارې ولټوي البته په دې برخه کې  فکري ازادي او استقلال هم ډیر مهم دی هغه کسان به هیڅکله خلاقیت ونه لري چې ازادي او استقلال ونه لري.

One thought on “سالم شخصیت/ ډاکټر سباوون”

ځواب ورکول محمدرحيم کټوازی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *