تاند- د ایران فارس خبري اژانس د ډاکتر عبدالله عبدالله د ویاند په قول وايي چې نوموړي د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې مطلق اکثریت ترلاسه کړی دی.

فارس نیوز ته سید فاضل سانچارکي ویلي چې عبدالله عبدالله د افغانستان په مرکزي، شمالي او لوېدیځو ولایتونو کې د ۸۰ او ۹۰ فیصدو ترمنځ رایې ګټلي دي.

د سانچارکي په وینا دوهم ځلي انتخاباتو ته اړتیا نشته ځکه چې د عبدالله عبدالله بری کره دی.

سانچارکي همداراز ادعا کړې چې عبدالله عبدالله د افغانستان په یو شمېر جنوبي او شرقي ولایتونو کې هم تر نورو کاندیدانو زیاتې رایې ترلاسه کړي دي.

سانچارکي د دې په ترڅ کې چې په شمال، مرکزي او غربي ولایتونو کې د ۸۰ او ۹۰ فیصدو او په اکثرو جنوبي ولایتونو کې د اکثریت د ترلاسه کولو ادعا کوي او د خپل کاندید بری مطلق ګڼي، په عین حال کې فارس نیوز خبري اژانس ته ویلي چې د عبدالله عبدالله د بري چانس زیات دی.

په همدې حال کې تاند ته د انتخابات�� د خپلواک کمیسیون ځینو غړیو او د ډاکتر اشرف غني د کمپاین مسوولانو ویلي چې اشرف غني احمدزي شاوخوا شپېته فیصده رایې ګټلي دي.

13 thoughts on “سانچارکي وايي، عبدالله د افغانستان په اکثرو سیمو کې شاوخوا ۹۰ فیصده رایې ګټلي دي”
  1. سانچارکي لکه چې خپل متل هیر کړی، چې وایي: ګاو پیر کنجاره خواب میبیند. عبدالله خو همغه د ۲۰۰۹ کال بګیل دی، ڼو ده نور رای ورکوونکي له کومې خوا پیدا کړل چې %80 رایې تر لاسه کړي؟

  2. د ايران فارس خبري آژانس اود پاکستان جيو ټیوي دې خپل درې ورځنئ ماتم اعلان کړي چې د افغانستان اولسونه راپاڅیدلي او نور ستاسې د اجنټانو ټغر مخ په ټولیدو دئ ـ دلته افغانستان کې که خلکو هرچاته زياتې رائې ورکړې هغه به ټولو ته د قبول وړ وی

  3. سنچارکی په اصل کی سنګ چارکی دی هغه هم د کچه تیږی او دا خبری ځکه کوی چی د ډاکټر اشرف غنی یو منی ګوزار یی ولیده پوه شو چی غنی من دی هغه هم د پخی تیږی .

  4. دروغ خو د چا د پلار ندی تلواله بغیر له کاذب تبلیغاتو بل هیخ هم نلری که داکتر عبداله 90 فیصده رای ولری خو دیر ملی و خه خیره ده ؟؟؟؟؟

  5. دا خو والله دير بي عقله سري دده په فكر أفغانستان كي تنها پنجشيريان أوسي او بس والله چي دير بي عقله دي

  6. A girl had a bad dream and come to his Mother and told her about her dream. She said mom I saw something that was long and had a long black hair and red face and was chasing me all the way until I got up. The mom said that the length of that thing is length of you long life, the black color is the color of you hair and the red face shows a brighter future(سرخروي). The father who just finished the pray called his wife and said I swear that ” the real meaning of your daughter dream is penis” so that is what will be the translation of Mr San charaakay dream on 90% vote for Abdullah”a big penis” thanks for your attention.

  7. ګوړه ګوړه وایه خوله به دې خوږه وي. نور نو څوک د چارکي په خبرو نه غولېږي

  8. Good News ( In lost Election Sangcharaki Part had the 2nd Position & Ghani Khan ( Pora Maan) had the 4th Position, I thing the Comment writer for gote the lost Election.

  9. دی ټپوس خو لا نوم د سړيو ندی، دا هم دوې ته سړې ښکاري؟د سنګ عصر انشاله تمام معلوميږي ، چارکو او پاو نه هم خبره کېلو او ګرام ته راغلې، ستاسو تاريخ تېر دې نور د ټولوال خېلو تالي ځټو! دا لاشخواره کالو سره په سترګو ننوزي دا سم دروغ او درب کی ماهران دي

  10. سنګچارکی خو لکه چی خپل ماغزه له لاسه ورکړی،‌ خو ملامته هم نه دی، دده مشر ډبل عو-دولا تیر ځل ټاکنی ولسمشر کرزی ته وبایللی او دا ځل به یی انشاالله ډاکټر اشرف غنی ته بایلی. زه وایم چی سنګچارکی، عوـدولا، اعطا محمد تیاره، محقق او دا نور د ایران سپیان به یو په بل پسی په خیر ایرانستان ته ځی،‌ ځکه دوی خو هسی نه هم ځان ته افغان نه وایی.‌

  11. ولا زما په نظر خه به وی چی له سانچارکی نه پوشتنه وشی چی فیصد تعریف کری خکه که دای په دی پوهیدی چی فیصدی خه نو دومره لوی دروغ به ای نه ویل په امریکا کی چی نفوس خومره دیر دی اوپه انتخابوتو کی یی هم دری یا خلور کسان خان کاندیدوی بیا هم ریس جمهوری 50 جمع یو خو اخلی دلته دی لک نفوس کی چی اته کاندیدان لری نو خنگه عبدالله 90 فیصده رای اخلی ؟؟؟؟؟؟

ځواب ورکول لالا ، بټنوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *