تاند- د (Nature Photonics) مجلې د راپور له مخې ساینسپوهان بالاخره بریالي شول چې نور یا رڼا پر مادې بدل کړي. دا تیوري یا نظریه په ۱۹۳۴ میلادي کال مطرح شوې وه او ساینسپوهانو له هماغه وخته پرې کار کاوه خو نه بریالي کېدل.

اوس د لندن د امپریل کالج څېړونکي توانېدلي چې رڼا په مادې بدله کړي.

کومه روده یا شیوه، چې دوی د خپل کار لپاره ورڅخه کار اخیستی دی، لومړی پلا په ۱۹۳۴ میلادي کال دوو ساینسپوهانو (Wheeler) او (Breit) وړاندیز کړې وه. د دوی د نظریې پر اساس که د نور دوې ذرې یعني دوه فوتونه په یو بل کې تداخل وکړي، یو الیکترون او یو پوزیترون رامنځته کېږي.

دا نظریه تر اوسه پوري ځکه نه شوای عملي کېدای چې د هغې لپاره د زیاتې انرژۍ درنو ذرو ته اړتیا وه خو د امپریل کالج ساینسپوهانو د دې کار لپاره یوه لاره جوړه کړه. په دې شیوه کې د فوتون له ټکر ورکولو څخه کار اخیستل کېږي او دا د لوړې انرژۍ له فزیک سره تړاو لري.

3 thoughts on “ساینسپوهانو نور پر مادې بدل کړ”
  1. نه مو دي لیکلي چې ترلاسه شوي مواد څه ګټه لري یا په څه کې ترې کار اخیستل کیدای شي.

  2. these information is tottaly flaws and incorrect we can’t change light in to the matter because the photons are massless particles and massless particles never can produce mass unless to intereract with higgs boson and the photon never interact with higgs boson or at least there is nothing about such interections in physics literatures
    the photons are bosons which are cariers of one of the 4 fundamental forces of the nature the; electomagnetic force.
    kindly update your information and write the correct information for the readers
    best regards

  3. وروره بدی لیکنه د له سره کتنه وکره ما ته دا موضوع د فزیک د اساساتو سره بلکل به تکر کی بریشی
    به درنشت
    ایمل ذکی

ځواب ورکول Dr Aemal Zaki ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *