تاند- بریتانیايي څېړونکي وايي چې په مځکه کې د شپږم ځل لپاره انقراض یا له منځه تګ ویني؛ په دې انقراض کې د زوحیتین یا د دوو ژوند لرونکو (لکه اوبو او وچې) او د مځکې د کِرې نور له خطر سره مخامخ ژوې محوه کېږي.

د هیلت مجلې د راپور پر اساس، د ساینسپوهانو له څېړنو نتیجه اخیستل کېږي چې چونګښې، راز راز چینجي او نور هغه ژوي چې هم په وچه او هم اوبو کې ژوند کوي، د هوا د بدلون، د هستوګنځایونو د بایللو، ناروغیو او نورو عواملو له کبله له خطر سره مخامخ دي.

په څېړنه کې ویل شوي چې په درو کې تر یوې برخې زیاتې چونګښې په نړۍ کې د محوه کېدو له خطر سره مخامخ دي.

لومړنی اصلي او لوی انقراض د حضرت عیسي (ع) تر زوکړې ۴۴۰ ملیون کاله پخوا د مځکې د ناببره سړېدو په اثر پېښ شوی و.

دوهم انقراض له میلاده ۲۴۰ ملیون کاله پخوا د هوا د بدلون له امله پېښ شو.

څلورم انقراض تر میلاد ۲۱۰ کاله وړاندې پېښ شوی چې له کبله یې د ډایناسورونو نسلونه له منځه لاړل او د تیواله لومړنی تکامل پېښ شو.

پنځم انقراض د عیسي (ع) تر زوکړې ۶۵ ملیون کاله مخکې پېښ شو چې په سلوکې ۱۷ ژوي یې په اثر له منځه لاړل.

One thought on “ساینسپوهان وايي، د یو شمېر ژوو نسلونه محوه کېږي”
  1. دغه د ميليونونو كالونو و ړاندوينه ماته دومره منطقى لكه د كره ثبوت غوندى نه ښكارى، او له بلى خوا د اسلام دين د احكامو مطابق د دنيا د پيدايشت سره هم په تضاد كى ده.

ځواب ورکول اسماعيل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *