معصوم ستانکزی

تاند- د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر وايي، له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو له وتلو سره نه یوازې هغوی چې د بهرنیو پوځیانو د حضور په پلمه جګړه کوله، جنګ سُست نه کړ، بللکې لا یې تېز کړ.

محمد معصوم ستانکزي، چې نن په کابل کې د افغانستان او امریکا د امنیتي موافقې د تطبیق د کمیسیون په لومړنۍ غونډه کې خبرې کولې، وویل، د بهرنیو پوځیانو د وتلو هدف دا و چې په افغانستان کې جګړه ودرېږي او ملي پخلاینه ممکنه شي خو نه یوازې تشدد لږ نه شو بلکې د دولت وسله والو مخالفانو حملو ته لا زور ورکړ.

د ملي دفاع وزارت سرپرست د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي موافقې هدف له افغان امنیتي ځواکونو سره د امریکايي پوځیانو مرسته وبلله.

ده په عین حال کې وویل چې دا موافقه له وسله والو مخالفانو سره د سولې نه کولو پلمه کېدای نه شي.

ستانکزي پوښتنه وکړه، په افغانستان کې نژدې یو نیم لک بهرني پوځیان موجود ول، د هغو لویه برخه ووتله نو ایا په مقابل کې یې د دولت وسله والو مخالفانو د سولې لور ته کوم کوچنی ګام واخیست؟

وسله وال طالبان وايي، تر څو چې یو بهرنی پوځي هم په افغانستان کې موجود وي، سوله نه کوي او جګړې ته دوام ورکوي. ځیني طالبان حتي په دې هم قناعت نه لري، وايي چې تر هغو له جګړې لاس نه اخلي چې د دوی په سبک اسلامی او شرعي نظام نه وي جوړ شوی.

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست تاکید وکاوه چې د امریکا او افغانستان ترمنځ په امنیتي موافقه کې د انعطاف او نرمښت زیات امکان په پام کې نیول شوی دی چې پر اساس یې که په افغانستان کې سوله راشي، د امریکا پوځي مرستې پر مالي او پرمختیايي مرستو بدلېدای شي.

دا موافقه د تېر کال په میزان میاشت کې لاسلیک شوه.

د موافقې له لاسلیکېدو او د اکثرو بهرنیو پوځیانو له وتلو وروسته د افغانستان امنیتي وضعیت لا خراب شو او تر دې چې اوس د اوباما حکومت افغانستان ته د نورو پوځیانو پر رالېږلو غور کوي. ټاکل شوې وه چې په افغانستان کې پاتې ۱۰ زره امریکايي پوځیان د سږ کال تر پایه وتلي وای خو د طالبانو له لوري د جګړې دوام ظاهراً د دغو ځواکونو د وتلو خنډ دی.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموریت عمومي قوماندان هم نن له ښاغلي ستانکزي سره په ګډه غونډه کې وویل چې د دوی هدف دا دی چې طالبان پرې نږدي چې بیا واک ترلاسه کړي.

جنرال جوزیف کېمبل وویل چې طالبان د سولې په پروسه کې شاملېدای او د افغانستان له حکومت سره روغه کولی شي خو اجازه نه شي ورکولی چې پر افغانستان حکومت وکړي.

3 thoughts on “ستانکزی: که سوله وشي، د امریکا پوځي مرستې به پر مالي او پرمختیايي مرستو بدلې شي”
  1. ستانکزی لالا ستاسو دا خبرې دافغانستان د دردونو لپاره نشي دوا کیدلی، که تاسې امنیتي تړون نه وای لاسلیک کړی او ددې پرځای مو پرخپل ولس تکیه کړي وای دامریکاپر ځای مو له خدایه مرسته غوښتي وای ، همدغه راز مو په فساد، چور او غلا کې لاس نه لرلای په رښتیا سره مو یو اسلامي حکومت جوړ کړای وای امریکایانو مو له هیواده ایستلي وای طالبانو ته به هغه وخت هیڅ بهانه په لاس نه ورتللی خو دا چې امریکایانو یرغل کړیدی زمونږ دهیواد خپلواکي یې سلب کړيده ، په هیواد کې حاکم نظام هیڅ اسلامي اقدارو ته احترام نلري شراب په څرګند ډول خرڅیږي اوخوړل کیږي جنسي تیري، قتل او قتال په درز کې روان دي طالبان به ضرور جګړه کوي.
    ستاسو او دامریکایانو دا خبرې چې طالبان دې له دولت سره روغه وکړي دا مانا لري چې طالبان دې تسلیم شي او امریکایان خو دا هم وایي چې طالبان به په هیڅ صورت په افغانستان کې حکومت کولو ته پرینږدي دا ډیره بې مانا خبره ده طالبان یو مضبوط سیاسي او نظامي قوت دی چې دامریکا ، ناټو او ستاسو دحکومت سره یې ۱۵ کاله جګړه وکړه خو تاسې دامریکې او ناټو په شمول طالبان ختم نکړای شول او نه مو هم کمزوري کړل نو پدې پوه شه چې طالبان به حتما یوه ورځ پدې وطن حکومت کوي تاسې که په رښتیا سره دهیواد او اولس مینه په زړونو کې لرئ پریږدئ نور له خپلو ناروا غوښتنو دقدرت او چوکۍ له مینې تیرشئ چې دا هیواد دارام ساه واخلي.

  2. طالبان د پنجاب د جوماتونو لوطیان دي ، له دغو لوطیانو سره باید تر وروستي فرده جګړه وشي ، طالب دشیطان غایطه مواد دي او دا بدیوي یوازې په چورلټه ورکونه باندې ممکنه ده ، طالبان باید ووژل شي او تر هغه ووژل شي تر څوچې چورلټ ختم شوي نه وي

  3. طی 15 سال جنک , بدبختی ,فساد , بی امنیتی , قتل , چور ,قتل مردم بی گناه , ظلم ,بیچارکی ,غصب زمین ها قاچاق مواد مخدر
    بمباری بالای عروسی , بمباری بالای مراسم جنازه , بمباری بالای مسجد , بمباری بالای خانه های مردم, بمباری این چی جریان دارد تا کی این همه جریان دوام خواهد کرد رهبران ما همه این را تماشا میکند تا چی وقت یا الله خیر

ځواب ورکول جمیل حارث ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *