ورځ وه له سهاره یې خوږې انګازې پاشلې وې، فضا هم ښکلې وه خو یوازې د یو چا نه شتون وو؛ ورځ په تېرېدو وه خپلې وزرې یې ټولولې لا  پنډک پنډک وریځې پر اسمان څرخېدې لمر او وريځ یو بل سره بوخت وو کله به ترې لمر راووت او کله به یې په خپله خېټه کې ورک کړه اسمان هم غریوو نیو خو تر ‌ډېره بریده یو دبل سره لاس ګریوان وو نه هم وریځ خپله مینه ولوروله او نه یې لمر پرېښود

چې ناڅاپه تورتمونو او ماښامونو خپله غیږه پرانسته چې لمر یې مغلوب او د ورځې واکمني یې  په خپل اختیار کې راوسته د لمر زرینې وړانګې چې په افق کې ‌ډوبېدې د یو سوړ اسویلي او اه سره یو ځای یې تورتمونه ته خپل ځان وسپاره ځلانده ځلانده  ستوري د سپوږمۍ راتاو ول، د هغې د ځلانده والي او نورانیت ستاینه یې کوله د هغې دعاطفې او رحم کيسې یې بیانولې سپوږمۍ ته په کتو سره هر انسان د سوچونو په سمندر کې ‌ډوبیږي ځلمي هم پکې خوږ برخلیک ګوري، پېغلې هم پکې د وصال پالونه ګوري؛ خو ځینې ځلمي بیا په ‌ډېره سخته برداشت کوي هغه سوک چې د ژوندانه برخلیک یې ټاکلی ویی په خواږه حالت یې داسې تېروي لکه د سهار ګلاب چې په ورېښمینو پاڼو یې د اوبو پشمکونه پراته ویي چې نه یې زخمي کوي او نه پرې بار وي، بلکې ګلاب يې ته لا ښکلا وربخلې وي،  څوک د چا په یاد کې خپلې بختورې اوښکې داسې تویوي چې په دغه تورتمونو کې د هغې د زړه تر کوره ورسیږي بیا هم د حالاتو مجبوري ده تورتمونه په چا خواږه او په چا بد تیریږي څوک یې په دې آند تېروي چې سهار به شي او سهار به زما په ژوند کې یو نوی باب پرانیزي او څوک یې د لحظو شمار نيسي همداسې پرې تیره شي لکه توند باد چې راوالوزي او هر څه له ځان سره په مخه کړي.

ارمانجن په فریادونو کې ‌ډوب پرېږدي

خو زه څه کوم ستا رالېږلی انځور!!

چې په هغه تور پرده دار ټیکري کې په کوم انځورګر جوړ کړی چې ښکلې سترګې دی لا هم په انځور کې خبرې کوي

لیونۍ!

زه پوهېږم دا خواري د انځورګر نه ده

یوازې ستا ستا ستا….!!!

خو په ګرده اوږده شپه  کې مې تفسیر نه کړې

نه پوهېږم چې ته ددې دنیا بشریې که د هغې

دنیا حوره!!!؟؟؟

One thought on “ستا انځور/ زبیر ارین سالارزی”

ځواب ورکول jamshid ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *