تل مي پخپلو کړنو کي رشتیا ویلي دي، او ستا د پاره مي په لیکلو کي د قلم سره هم مشوره نه ده کړي!
تا ته وایمه چي ته زما لاسونه يي .

زما لاسونه ! زما هغه لاسونه چي تل يي ماته بریاوي را کړي دي
دا ټوله ته يي….یوازي ته او ستا شتون
که ته ونه اوسي ستا په نشتون کي مي زړه نارامه وي
چي هر کله خپله ښکلي څیره د سپین کاغذ پر مخ شیندي .
چي ستا دپاره یو څه پیاد راوړمه.
دلته ستا نشوالۍ ماته غم را کوي
ځني وخت وایمه چي ستا د دي نشتوالي هیڅ په کیسه کي نسم
بیا وایم کاشکي داسي کیدونکي واي کاشکي دا احساس زما نه واي
خو زړه تنګي سمه یوازيتوب غواړمه زه هم لکه د یوه میږي په شان چي په یوه سیمه کي ښه بلد نه وي او هري خوا ته منډي وهي او لکه د یوه لار ورکي په شان.
وبخښه چي غوښتني مي ډيري سوي او چي دونه ډيري آن لیکلي درته نسمه
د ګوتو په شمیر مي لاسونه درته در غځومه او په ساعتونو ، ساعتونو د زمان په شکل تیریږمه ختمیږمه، او رژیږمه
آنځور دي په یوه ستړی آه کاږمه او پر خپل زړه يي د یوي ستني په وسیله نښلومه لکه د یوه جوړ سوي آنځور په څیر چي پر دیواله نښلول سوي وي .
خو بس وایمه دا ته يي چي زما ځاي دي نیولي او ډک کړي دي دی
زه کولاي سمه چي ستا څخه د زړه له تله کرکه وکړمه خپله مي خپل ځان وکاږمه اوآن دا چي بیخي ورک، ورک يي کړمه…..خو نه ، نه زړه مي ستا څخه لیري نسي تللي دا به سخته خبره وي
که ته غوښتني ولري زه درته حاضره یمه او زه به درته لاس درکړم!
دا څو پوښتني مي د وخته، وخته درته لرلي، چي ستا په مخ کي يي وشمیرم…..او څو پوښتنو مي په زهن خیالاتو کي منډي وهلي!
ترڅو هر کله دغه خطونه ځاي پر ځاي تر وخته ژوندي آزاد پاته سي هغه خطونه چي زما پوښتني پکي څرخي….
خو ، مګر زه فکر کوم چي تر اوسه لا زما په وجود کي څو هډوکي پاته دي لکه په هوا کي د یوه روح په شان …..مګر له دي وروسته به ته هرڅه ولولي!
هرڅه ! خو په هرڅه به پوه هم سي او وبه غواړي خو زه به نه یمه او بیده به یم…..

One thought on “ستا نشتون/ لیکواله: ولوله، تنها عصفيره”

ځواب ورکول بهیر ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *