د پاکستان حسودو او حقودو سیاستوالو، ملایانو او جنرالانو شپږ میاشتې په افغانستان کې د ګډوډۍ انتظار وکړ. د افغانستان لپاره د شومتیا له پیغامونو ډک رسنیز کارغه جنرال حمیدګل لا په څو ویډیویي بیانونو کې دا څرګندونه هم وکړه چې که خدای د افغانستان ټاکنې په ټوپکسالارانو وګټي او له نړۍ سره امنیتي او ستراتیژیک تړونونه ونشي، د پاکستان ستونزه به د ابد لپاره حل شي. د ټاکنو او دوه زره څوارلسم کال د رسنیز قیامت له آزموینې د افغانستان د خلکو بریالي وتون د پاکستان، ایران او سیمه ییزو شیطانانو لپاره بد خبر و خو د امنیتي او ستراتیژیک تړون د امکان په مقابل کې د پاکستاني تبلیغاتو وروستي موج دا ثابتوي چې له بده مرغه پاکستانیان او شریر ګاونډیان په دا رنګ بدو خبرونو سربېره هم لا مایوسه نه دي او غواړي خپل وروستی بخت هم و ازمویي.

اصلاً، د امنیتي تړون مخالفت د پاکستان او ایران هیله ده خو د دې هیلې پوره کېدلو لپاره زموږ خوارجي ډلې د بوق په توګه وکارېږي. په دې ډلو او څېرو کې پر پاکستان مېشتو خوارجي او جواسیسي ډلو سربېره کابل مېشتي ځیره خواره هم خپل سهم ادا کوي. ځینې دا ډلې او اشخاص ښایي په دې لا خبر هم نه وي چې امنیتي او ستراتیژیک تړون څه شی دی او محتوا یې څه ده. دوی ښایي په دې هم نه وي خبر چې د دې تړون په نتیجه کې په جګړه او سوله کې د افغانانو صلاحیتونه کمېږي نه، بلکې زیاتېږي. ښایي خبر هم نه وي چې دا تړون موقت دی، او هر لوری یې هر وخت فسخه کولای شي. دا خو یې پرېږده چې د  تړون نه کېدلو عواقب دې یې سنجولي وي.

عجیبه دا ده، د یو ایس آی ډي په پیسو له تاجکستانه په راغلې برېښنا به لاوډسپیکر ورته چالان وي او په هماغه لاوډسپیکر کې به له امریکا سره د هر ډول تړون مخالفت کوي.

دا چې د دې ډلو د توظیفوونکي او د دې ډلو خپل نیت او کردار خلکو ته له پخوا جوت دی، له دوی سره بحث او خبرې ګټه نه لري خو د دې لپاره چې عامو ذهنیتونو ته دا خبره روښانه شي غواړم له دې ډلو تپلو او وګړیو څخه لس اساسي پوښتنې مطرح کړم او ځواب یې وغواړم.

لومړی: آیا که له نړیوالې ټولنې او امریکا سره د افغانستان اړیکې نه وای، افغانستان به اوسنۍ یوه لاسته راوړنه لرلې وای؟  آیا په سل کاله کې به مو بیا خپله اردو جوړه کړې وای؟ په سل کاله که به مو سل پوهنتونونه پیدا کړي او ۱۸۰ زره محصلینو ته د لوړو زده کړو زمینه برابره کړې وای؟ په سل کاله کې به یې شپږ زره کلومټره پوخ څړک، په زرګونو ملکي او نظامي ودانۍ، په زرګونو ښوونځي، برېښنا، شاوخوا ۹۱ زره هکتاره باغونه، په زرګونو روغتیایي مرکزونه او د ملیونونو ماشومانو لپاره ښوونځي موندلي وای؟

دوهم: آیا دا ښه ده چې امریکایان او نړیوال دې دلته د پاکستانیانو په مرسته خپلسری پټپټانی کوي، خلک دې وژني، بندیانوي او خپلې مخې ته دې خلاص وي او که به دا ښه وي چې د یوه تړون په چوکاټ کې موږ د هر ناوړه کار د پوښتلو لپاره حقوقي دلیل او سند ولرو؟

درېیم: آیا تاسې ضمانت ورکوئ چې موږ امریکایان رخصت کړو ستاسې خیرن پنجابیان به بیا زموږ د باغونو اره کولو، زموږ د موزیمونو لوټلو، زموږ د ځنګلاتو پرېکولو، زموږ د تاریخي ځایونو تباه کولو، زموږ د ټانګونو او الوتکو کباړولو او زموږ په کور کې د اور بلولو لپاره نه راځي؟؟

څلورم: د افغانستان اقتصاد هغه ناروغ ته ورته دی چې د خولې له لارې څه نشي هضمولای او په سیروم چلېږي. دغه سیروم نړیوالې بسپنې دي. آیا که موږ دا بسپنې وانخلو، تاسې د دې هېواد د اقتصاد لپاره د خپل اسقاط او عشر له پیسو څخه لګښتونه برابرولای شئ؟

پنځم: آیا د نړۍ د دوو هېوادونو ترمنځ غیردیني تړون شرعاً کومه ستونزه لري؟ په تېره داسې تړون چې پر اساس یې بهرنیان له جنګي حالته وزي، محدودېږي، په خپلو بېسونو پورې ایسارېږي، او صلاحیتونه افغانانو ته په لاس ورځي. که مطلق تړون ستونزه لري نو بیا د مصر اخوانیانو ولې له امریکا، حتی له اسرائیلو سره تړونونه لغوه نه کړل او هغه یې د مصر د ملي ګټو په نفع وګڼل. که شرعاً تړون ستونزه لري بیا خو مسلمان یو وجود دی. د ټولو مسلمانانو تړونونه باید ستونزې ولري. بیا نو د سعودي خلک هم ټول په کبیره ګناه مداومت او اصرار کوي، د کویت، پاکستان، مصر، اماراتو، او ګڼو نورو حکومتونو مشران له همدې کافر سره تړونونه لري. که شرعي ستونزه لري چې بیا چې شاوخوا سلو مسلمانو او نامسلمانو هېوادونو د خپلو ګټو لپاره له امریکا سره تړونونه کړي، یوسل او یووم افغان خوارکی یې ولې نشي کولای؟

دوی ته دا خبره له کومه معلومه شوه چې له کفارو سره هر ډول معامله ناروا ده؟ دا بې سواده مفتیان باید وپوهېږي چې سیاسي او اقتصادي تړونونه خامخا د موالات په حکم کې نه راځي. اول خو موالات د زړه وي. دلته د عشق او معاشقې څخه خبره نشته، بلکې د سیاسي ګټو او معاملې خبره ده. دوهمه دا چې موالات په دیني چارو کې وي. دا تړون دیني نه، بلکې مادي دی. درېیمه دا چې که دا تړون افغانستان ونکړي هم، امریکا په سیمه کې نور بدیلونه لري چې د هغو بدیلونو حتمي ضرر افغانانو ته رسېږي.

او بیا، آیا موږ په دې بهانه چې ګواکې د یهودو نصاراوو دوستي حرامه ده، د ۷۷ عیسوي مذهبه هېوادونو پر ځای خاین، بدمرغه، وروسته پاتې، بې فرهنګه، بې دینه، او بې وفا پاکستان انتخاب کړو؟

آیا همدا ستاسې کوربه پاکستان خپل اټوم له امریکا او چین څخه نه دی اخیستی؟ آیا پوځ یې انګرېز نه دی تأسیس کړی؟ آیا استخباراتي شبکه یې انګرېز توکمي نه ده تأسیس کړې؟ همدا اوس له چین او امریکا سره پر یوه وخت په معاشقه بوخت نه دی؟

آیا ستاسې دیني مرجع هېواد سعودي له امریکایانو او عیسوي نړۍ، او هندوستان سره ګرمې سوداګریزې او نورې اړیکې نه لري؟

آیا نن سبا د نړۍ له پرمختللیو هېوادونو سره له ارتباط پرته ژوند ممکن دی؟ آیا داسې کوم هېواد شته چې له نورو سره له اړیکو پرته دې هېواد شوی او پر خپلو پښو درېدلی وي؟

آیا خپله تړون کول ناروا دي، او که د تړون پر محتوا بحث په کار دی؟ آیا افغان ملت د دې وړتیا نه لري چې له چا سره تړون وکړي؟ آیا تل باید زموږ پر سر نور خلک تړونونه وکړي او موږ ټېکه شو؟

شپږم: که له امریکا سره اړیکې حرامې وې، زموږملایي رهبرانو چې د ټولې نړۍ د مسلمانانو دیني ملاتړ یې درلود، ولې له مسلمان ډاکټر نجیب سره د جګړې لپاره له کافرې امریکا څخه سټینګر، بلوفایف، سکر ۲۰ توپونه، کلاشینکوفونه او مرمۍ اخیستلې؟ آیا هلته، چې راشنونه ملایانو ته را چلېدل، هغه وخت مو د امریکا د ستراتیژیکو ګټو اندېښنه نه کوله؟ د اسلام احکام خو د هر ځای او هرې زمانې لپاره یو ډول وي. آیا ستاسې لاس مسیحا دی چې په مردار شي ولګېږي، درته حلالېږي؟ آیا، همدا پرون، زموږ اخوانیانو، سلفیانو، ملایانو، پیرانو، حضرتانو، صوفیانو، قمیانو، دیوبندیانو، او ټولو نورو دیني ډلو له همدې امریکا سره د عاشقۍ تار نه و غځولی او د ډاکټر نجیب الله د الوتکو راغورځولو، د پلونو او برېښنا د پایو د ړنګولو لپاره یې ورڅخه توپونه، سټینګر، بمونه، راکیټونه، او کلاشینکوفونه نه ترلاسه کول؟ همدا نن په سوریه او لیبیا کې د نړۍ د مشهورو شیخانو فتواګانې او د ناټو د بمبارد الوتکي په یوه فضا کې نه چورلېږي؟ آیا ستاسې د خپل – په اصطلاح – اسلامي امارت پرمهال ستاسې هیئت د مجاهد په مشرۍ د امریکا چکرې نه وهلې؟ له یونیکال سره یې تړونونه نه کول؟ آیا تاسې ته په یوه ځل دوه نیم زره دوه سېټه ډاټسنې له اسمانه را ښکته شوې؟

اوم: تاسې ملایان خو خپله په پاکستان کې سوله ییز ژوند کوئ، پاکستان په نړۍ کې د امریکا جنګي ستراتیژیک دوست دی. بهترین ملګری یې دی. د سیمې د امریکې تر ټولو لوی سفارت په اسلام آباد کې جوړېږي. تاسې ولې د پاکستان پر ځای د کوم بل ملک خاوره ځان ته نه انتخابوئ؟ په پاکستان کې چې په کویټه، پېښور، کراچۍ او اسلام آباد کې اوسئ، هلته ولې د هغه ځای نااسلامي قانون منئ؟ آیا همدې پلیت پاکستان، خپل اټوم له امریکا او چین څخه نه دی اخیستی؟ آیا پوځ یې انګرېز نه دی تأسیس کړی؟ آیا استخباراتي شبکه یې انګرېز توکمي نه ده تأسیس کړې؟

اتم: ته ما ته وایې چې له بل ملک سره تړون مه کوه، خپله دې عرب، عجم، پاکستانی، چیچنیایی، اوزبک، چینایی او اروپایی ټول د خپل افغان په وژنه پسې را خطا ایستلي دي. مهرباني وکړه، ته دې ناسنته وزیرو، پنجابیانو، او نورو ته په کور کې ځای مه ورکوه، د ښځو په جامو کې یې مه پټوه. موږ به نړیوال ځواب کړو. دا نشي کېدای چې ته زما د باغونو اره کولو او کورونو سوځولو لپاره خپل هر محرم خوانده راولې او زه د خپل ځآن د دفاع لپاره له چا سره رسمي او د لویې جرګې لخوا تأیید شوی تړون ونکړم.

نهم: آیا تر هغه وخته چې افغانستان له نړیوالې ټولنې سره رابطه جوړوله، همدې اسلامي پاکستان، سعودي او اماراتو زما الوتکې ته پر خپل میدان د ښکته کېدلو اجازه ورکوله چي اوس مي همدوی له نړیوالو را پرېکوي او پر ځان را انحصاروي؟ آیا د دوبۍ په هوایي ډګر کې د افغانستان لپاره اصلاً کوم مېز و؟ آیا افغان سړي ته یې د سړي په سترګه کتل؟ آیا اسلامي نړۍ حاضره وه افغانستان ته سفارت او قنصلګیرۍ ورکړي؟

لسم: په اسلام کې د ملتونو د برخلیک پرېکړې تل د عمومي مصالحو او ضررونو د پرتلې له لارې کېږي. د مصالحو او موازنې فقه د شرعي فقهې یوه ډېره مهمه برخه ده. د دې فقهې د متفقه قواعدو پر اساس که چېرته په دین کې په یوه معامله کې د مسلمانانو مصلحت او ضرر په ټکر کې وي، مصلحت انتخابېږي. که دوه مصلحتونه پر یوه وخت موجود وي، د لږ مصلحت پر ځای ډېر مصلحت انتخابېږي. که په دوو حالتونو کې ضرر وي، د ډېر پر ځای لږ ضرر انتخابېږي. که د یوه واجب کار لپاره په محرماتو کې د لوېدلو وېره وي، هلته واجب پرېښودل کېږي، ځکه شرعي قاعده داسې ده چې د ضرر دفعه د ګټې تر جلب مقدمه ده.

که نن سبا ماشوم هم په دې پوهېږي چې که دلته بهرنیان نه وي، ناپایه کورنۍ جګړه پېښېږي، افغانستان د تعلیم، پرمختګ، نظام جوړونې او سولې نسبي فرصتونه هم له لاسه ورکوي. په داسې حال کې چې په کورنیو عوایدو مو عادي ژوند نه کېږي، د نړیوالو لږ تر لږه اته ملیارده ډالره نغده مرسته له لاسه وځي. د ګاونډیانو بزکشیو ته لاره پرانیستل کېږي او دومره ضررونو ته لاره پرانیستل کېږي چې تصور یې هم ګران دی. آیا شرعاً څوک دا حق لري چې د یوه ملت دومره ستر مصالح وننګوي؟ آیا دا شرعي قاعده نه ده چې د ضرر دفع د واجب تر قیام هم مقدمه ده؟

زما پوښتنه دا ده چې آیا د انسان، او بیا د مسلمان د وینې د تویېدلو تر مخنیوي غټ مصلحت او د مسلمانانو د آبرو او عزت تر بربادي لوی ضرر شته؟ آیا د فتنې تر حالت (چې د نظام خلا ته هم ویل کېږي) بد حالت شته؟

چې نشته، نو موږ د هغه د مخنیوي لپاره دغه کار ته مخه کوو.

په عملي لحاظ هم ثابته شوې ده چې موږ د نړیوالو قوتونو د ګټو د تقاطع په نقطه کې واقع یو. له چین، روسیې، پنجاب، ایران او نورو څخه زموږ د ځمکیني اشغال وېره ده، خو له هغو هېوادونو سره چې زموږ سرحدونه نشته، دا وېره نشته چې هغوی دې زموږ هېوادونه په ځان پورې وتړي. د همدې قاعدې پر اساس زموږ تجربه کارو او پخوانیو سیاستوالو له لوېدیځ سره زموږ اړیکې له نورو سره تر اړیکو ډېرې ګټورې ګڼلي. امیرعبدالرحمان په خپل تاج التواریخ کې دغه ټکی په همدې الفاظو ذکر کړی او زموږ معاصر تاریخ دا ټکی په همدومره صراحت په اثبات رسولی دی. د سړې جګړې په دوران کې که موږ له لوېدیځ سره اړیکې درلودلای نو واضحه ده چې له اسلامي نړۍ سره به مو اړیکې غښتلي وای، ځکه چې اسلامي نړۍ د لوېدیځ له ارزښتونو سره د کمونیزم تر ارزښتونو ډېره لنډه ده. د اسلامي نړۍ اقتصادي اتکاء او تاریخي اړیکې هم تر نورو له لوېدیځ سره زیاتې وې.

له دې بیانه زما موخه هیڅکله دا نه ده چې ګواکې له لوېدیځ سره زموږ اړیکې له ضرره خالي دي. په سیاست کې خالص مصلحت یا خالص ضررونه نشته. هرڅه ګډ دي. مهمه دا ده چې د ډېر تاوان پر ځای کم تاوان او د لږ ګټې پر ځای ډېره ګټه انتخاب کړو.

البته، دلته له لوېدیځ سره زموږ د اړیکو خبره نه، له نړیوالې ټولنې سره زموږ د اړیکو خبره ده. نن د نړۍ ټول هېوادونه په دې خبره یوه خوله دي چې له افغانستان سره د دوی اړیکې له امریکا سره تر امنیتي او ستراتیژیک تړون پورې تړلي دي، او که په دې خبره صراحت هم ونکړي، حقیقت همداسې دی.

وروستۍ خبره دا چې په سیاست کې ګټه او تاوان سنجول د مفتیانو نه، بلکې د سیاستمدارانو کار دی. د ګټې او تاون پر سر فتوا ورکول بیا د مفتیانو دی. سیاست یو ځانګړی تخصص او علم دی چې په دې برخه کې تر فتوا صادرېدلو مخکې یې باید متخصصینو او کارپوهو وګړیو ته مراجعه وشي. سیاسي پرېکړې ټولې په وحیه نه دي شوي. که دغسې وای پیغمبر صلی الله علیه وسلم به خپل قائم مقام په وحی ټاکلی و، او د هغه لومړي خلیفه به خپل جانشین تعیین کړی و، خو له شرعي لحاظه سیاسي تصامیم د خلکو اجتهاد، مشورې او له زمان او مکان سره تړلي پرېکړې ته پرېښودل کېږي او همدا یې معقوله لاره ده.

لنډه دا چې د ځینو حلقو لخوا د امنیتي تړون مخالفت د شرعي سیاست نه، بلکې د پاکستاني سیاست په مټ دی. له دې تړونه پاکستان او نورو ګاونډیو ته بې خوبي ور پېښه ده. ستونزه دا ده چې زموږ شریرو ګاونډیو د دې تړون په غیاب کې هم زموږ له تذلیل او رټنې لاس نه دی اخیستی، نو د تړون نه ترسره کېدل هم په دې اړه کومه بهتري نشي را وستلای. و ما علینا الا البلاغ

By Editor2

28 thoughts on “د امنیتي تړون له مخالفینو لس پوښتنې/مجید قرار”
  1. هر څه چې دې لیکلي ټول حقیقت دی، خو چې چاته مخاطب یې هغه پدې نه پوهیږي. ته باید د انسان او حیوان په منځ کې توپیر وکړې، ته بې شعوره حیواناتو ته مخطب یې.هغوی خو د ځنګل د داړونکو حیواناتو نه هم بدتر دي.

  2. قرار جانه د تړونونو مدیریت یو ځانګړی مسلک دی هیله د له ځانه د پراستامول ګولۍ جوړه نه کړی چی د غاښ درد، زکام، تبه، هډوکو درد، حتا د معدی په درد کی یی هم خلک استعمالوی.
    ستا مسلک طالب او او پاکستان دی بغیر له دی نه په کومه موضوع مسلکی لیکل کولی شی او نه یی درنه تمه لرو هیله ده چی په هرڅه کی کار وه نه لری که ته ریښتیا هم د تړونونو په مدیریت پوهیدی په والله که د چا پلار هم د کرنی له وزارته ټرمینیټ کړی وی البته په قانونی ډول خو مونږ په دی پوه یو چی تاته الله دومره فهم والله که درکړی وی .

  3. ښاغلی اعتبار خانه، ما لس پوښتنې کړي. د پوښتنو حق خو مسلکي او نامسلکي دواړه لري. ځواب یې بیا ته مسلکي ووایه. هیله ده بحث نور شخصي نه کړئ. درناوی، قرار

  4. ښکلی تحلیل دی، ښکلې پوښتنې دي. خدای دې هر چاته همداسې استعداد او پوهه ورکړي. اعتبارخان غواړي چې ځان ته د پنجابیانو ډوډۍ حلاله کړي. شرم دې پر داسې چټلو پنجابي سپو باندې.

  5. بس دا سوال به کوو چه له دې خوارجو ،اشرارو ،ملایانو ناموس فروشانو ،،اسلامي افراطي سپیو ،جمعیت الچټلیو څخه مو الله پاک خلاص کړي.
    افغان ملت دا ۴۰ کاله له همدې بې ناموسو دلاسه د اسلام په نوم دې ځای ته راټیټ او سپک شوی دې.

    لعنت دې وي په دې مذهبي افراطي سپیو.
    لعنت دې وي په ټولو هغو اسلامي ډلو ټپلو چه د اسلام په نوم یې افغانستان داسې ذلیله کړو.

    مرګ په اسلامپالو ذلیله سپیو

  6. قرار صیب الله د خیر در کری بس دعا به دا کوو چی الله مو دی د ددی خیرنو ملایانو-شیخانو-او ددوی د مریدانو نه بی غمه کری

  7. قرار صاحب ستاسو لیکنی ټولی پرځای دی که څوک ستاسو پر نامسلکیتوب انتقاد لری مهربانی دی وکړی خپل مقنع دلایل د ولیکی. انسان ته الله ج عقل ورکړی دی. که ملاحسن یا ملا شیرمحمد عباس ستانیزی لږ عقل درلودی نو دوی به هم یو قوی او خپل ولس ته منلی دولت جوړ کړی وو. ماته د ملا حسن داخبره تل راپه یادیږی چی کله دی د باندینیو چارو وزیر مقرر شو نو مهمه وینایی دا وه چی که چا زما خبره ونه منله نو دا قلم به یی په ک… ورننباسم. ملا ستانیزی به یی د کارمندانو وخت په جومات کی په وعظونو تیراوه. د غرمی له ډوډۍ وروسته به له شوړمبو څښلو نه وروسته ټول وزارت په خواږه خوب ویده وو. د دوی ټول فعالیت تر سعودی، اماراتو او چټلستان پوری محدود و. د یوه چنګړ لپاره یی ټول افغانستان په اور کی وسوځاوو.څوک چی د خپل هیواد وال او خپل هیواد په قدر پوه نه شی له هغه به څه ګیله پکار وی.دوی پریږده چی پلونه او سرکونه والوځوی، ښوونځی وران کړی . ځپل ځوانان لکه چرګان حلال کړی.
    زما هیله داده چی ښاغلی قرار صاحب د خپل کار ته دوام ورکړی. وایی د زرو قدر په زرګر وی او کوم شی یی ماشومانو ته په لاس کی ورکړ هغوی له خاورو ډک کړ. ترکاڼی د بیزو یا شادی کار نه دی او کاروان تیریږی سپی به غاپی.

  8. قراره ستا هره ليکنه زه لولم ،ستا په ليکنو کي د افغانستان قسم خوړلي دښمنان او د هغوی نا مشروع اهداف ډېر ښه
    تحليل او بر بنډ شوي وي ، ستا مېړانه او پوهه زه ستايم ، او پوښتنو ته به دي هغه څوک جواب واېي چي مخالف نظر
    و لري ٠ خو زه ستا څخه يو سوال لرم خدای دي وکړي چي تاند زما پوښتنه نشر کړي او ته يې جواب هم کړې.
    کرزي پخپله وروستنی وینا کي دغه خواګرځن نواز شريف په ميانوازشريف صاحب ياد کړ هغه يې د افغانستان دوست و باله او په پاکستان کي نا ارامی يې د خارجي لاسونو ز ېږنده و شمېرل ، اېران ېي بل دوست هيواد ياد کړ
    چي په افغانستان کي هيڅ ناروا ګټي نه لري ، همدا رنګه روس يې د دوستو هيوادونو په قطار کي راوستی ، دا مي
    د نمونې په توګه دده دغه وروستنۍ وينا ياده کړه چي تازه يې وکړه اوس هم په ځينو وېبپاڼو کي پرته ده ، زما په نظر
    طالب ، پاکستاني اېراني او روسي مردارخورو ته د همدغه بدنامه ارګه څخه زمينه او امکانات برابرېدل چي د جهاني
    ټولني او د افغانستان په منځ کي درز واچوي ځکه چي دانږدېکت د افغانستان د ابادی او پرمختګ سبب کيدی ،او پاکستان او اېران د روس په شمول يو پرمخ تللی او خپل پر پښو ولاړ افغاستان نه سواي زغملای ، نو يې د ارګ له
    لوري خپل فعاليتونه شروع کړه حتی اوس چي يې دوره پای ته رسېدلې هم ده په راتلونکي وخت کي هم په ډېره ټګماري غواړي چي مداخله وکړي او تر هر څه د مخه وايې چي د امريکا سره بايد احتياط وسي ، طالب به تېروتلی
    وي ، طالب به بېسواده وي چي د پاکستان د ګټو په خاطر جنګيږي ، دغه په ارګ کي چي ناست دي ايا دوی هم جاهلان او تېروتلي دي او که د افغانستان هغه اساسي دښمنان دوی دي ؟ زه ستا پوښتني ارګ ته متوجه بولم ځکه اوبه
    د ارګه خړي دي ٠

  9. د امنیتي تړون له مخالفینو لس پوښتنې دلیکونکی لخوا پوښتل شوی، خو زه دیوافغان په حیث لمړی دلیکونکی څخه دا پوښتنه کووم جه تاته څه انگیزه پیداشوی ده چه دافغانستان په دی حساسو شرایطو کی داسی احساساتی او پاروونکی لیکنی کوی،

    ۱- کله چه لیکنه کوی باید دخپلی لیکنی دټولو کلیمو اداب مراعات کړی
    ۲- دغه لیکنه ځما اوستا دسویی حخه ډیره لوړه ده، حتی دپارلمان دسویی څخه هم لوړه لیکنه شویده. نوباید هر لیکوال دخپلی لیکنی حد وپیژنی
    ۳- ایا دغه لیکنه به په نوی حکومت او امنیتی تړون منفی تاثیر ونکړی، ځکه ستا ددی لیکنی څخه وروسته لیکوالان ډول ډول لیکنی او تبصری لیکی جه په نتیجه کی دخلکوبغاوت اوحکومت ته ستونزی پیداکوی

    گرانه لیکونکی زه تاسی دنیژدی څخه نه پیژنم خو ځینی وخت دیی غتی غتی لیکنی او مقالی دتاند په ویب پانه کی لولم، او ستاسی په هکله می دامعلومات پیداکړیدی چه تاسی هم طالب یا چڼی یاست دا معنی چه په پاکستان کی دیی مدرسه لوستی ده، ورسته په اصطلاح دطالبانواسلامی امارت په لیکوکی په دنده وگمارل شوی، اوبیادښاغلی کرزی په حکومت کی دکرنی وزارت کی مقرر شوی،دمعلوماتو په اساس وروسته دخاد یاملی امنیت کارکوونکو ته ستاسی په هکله تشویش پیداشوی وه( فکر کووم ستاسی ځینی خصوصی او مخفی ارتباتات یی دطالبانو سره کشف او څارلی وه، او ستاسی ایډیا او نظریات ورته معکوس او یا دپردی شاته بل څه معلوم شوی وه) نوهمدغه وجه وه چه دکرنی وزارت څخه رخصت، او اوس ښاغلی داکتر اشرف غنی ته ورنیژدی شوی یاست.

    په هر صورت چه هر څه وی هغه به وی، خوزه درته سوال کووم چه دیی نوی حکومت ته جنجال او دخلکو کرکه مه پیدا کوه، ځکه مونژ نور دجنگ، بغاوتونو او لاریونونو څخه خسته شوی یاستو اوژوند راته پیټی شویدی.

    گرانه وروره خفه راڅخه نشی ددغی تبصری لیکلو ته ځکه مجبوره شوم، چه ستا دمقالی عنوان او لیکنی خوند رانکړه، وگوریی دامنیتی تړون دامظا په باره کی ښاغلی اشرف عنی او ښاغلی عبداله کومه ستونزه نلری، فکر کووم دولسمشری دلوړی څخه وروسته یوه یا دوه ورځی بعد امظا کیژی، مگر داستاسو چخنی وهل می خوښ نشو، ځکه مونژ په ډیروباریکو او نازکو حالاتو کی قرار لرو.

    دخدای په امان

    محمد جمال افغان

  10. دجنګ سالارانو اوغربي لاس پوڅو له خوا جوړه شوي مشورتي غونډه کي په اصطلاح (مشورتي لويه جرګه )مريکايي ټلوالي ته په هيواد کي دنظامي اډو دورکړي تش په نامه (امنيتي تړون )پريکړه يواځي اويواځي دجنګ سالارانو د واک تدوام ،غربي لاسپوڅو ته دښه مزدوري زمينه سازي، اوزمونږ دولس دغلام کولو يوه ناکامه هڅه ده اوبس ،دښاغلي قرارپوښتني ټول چټياټ دي اوپه دومره اوږده ليکنه نه ارزيده اوددي اوتو بوتو ځوابول هم دخپل قيمتي وخت ضايع دي..

  11. د مجید قرار د خبرو په تاید، د تړون نه لاسلیک د افغانانو لخوا دا معنا چه بیا موږ د پنجاپیانو په لاس په ډیره ارزانه بیه خرڅیږو، لکه د خیبر پښتونخوا پښتانه چه د دوی د سر او مال سودا تورلنګیان کوی، او دوی په خپله ژبه، تاریخ او پریکړو نه دی خبر

  12. لیکنه ډېره ښه اومنطقی ده خو طالب(ای اس ای) ته منطق وئیل لکه اوښ ته رباب ږغول دي.د

  13. قرار ګله پوهیږم د بجث زغم نه لری ځکه په فیسبوک می هم درسره یو ورځ بحث کړی وو بیا دی بلاک کړی وم ستا اخری حربه
    همدا وی خو خیر.
    ستاسی ټولی پوښتنی یو طرف ته د افغانانو لپاره اوس مهال تر ټولو اړینه سوله ده او اوس افغانان په دی پوهیدلی دی چی سوله د چا .په لاس کی ده، دا ستا انډیوالان ولی سوله نه تضمینوی؟ ځکه بیا یی دلته شتون او پاتی کیدل د سوال لاندی راځی
    آیا تا دا تړون د خپل ضمیر په سترګو کتلی؟ د دی تړون ټوله محتوا په توروریزم او توروریست ته پداسی حال کی چی متاسفانه نه پکی توروریست تعریف شوی او نه هم توروزیزم نو ته اوس باید پدی پوه شی چی په تړون کی د یوی جملی او یا حالت ګونګ پریښودل څه معنی لری؟ فکر کوم همدا ګونګ حالت یی ستا او د کرنی وزارت ترمنځ تړون کی هم پریښودی وو چی اخر یی هم ټرمینټ کړی هغه د قانون سره سم نه.
    که امریکا ماته ښونځی، کلینک، سرک پوهنتون او نور نور جوړی خو ماته تر دی زیاته اړتیا د سولی او ژوند ده کله چی دوی ما ژوند ته نه پریدی نو زه به یواځی د کابل په ښار کی څه وکړم افغانستان خو یواځی د کابل ښار نه دی کنه افغان ولس خو په کلو او بانډو کی پروت دی لږ خو له هغی هم ځان خبر کړئ کنه.
    صرف په پټو سترګو چغی مه وه چی امریکیون خیر الرزقین

  14. له علمی پلوه د تړون په موضوع باندې د قرار صیب لیکنه بالکل صحیح ده
    محتویاتو ته باید وکتل شي چې زمونږ د مکان ، زمان او مقام سره څومره سر لګوي
    دا چې عملاً به څه پیښیږي الله دې پکې خیر واچوي
    دعا به کوو چې الله دې هغه څه وکړي چې زمونږ او دټولو مسلمانانو خیر پکې وي
    الله دې پنجاب ته هدایت وکړي
    ملا خادم

  15. په حقيقت كي ددي تړون مخالفين په شعوري يا غير شعوري توگه د مغرضو گاونډيانو پاكستان او ايران د گټو ساتوندويان دي، ددي معاهدي د روح له مخي د افغانستان دفاعي او امنيتي ځواك پخپلو پښودرول دي چي د كورني امنيت او باندني جارحيت په مقابل كي چمتو والي دي ، كه تاريخ ته يو نظر واچو نو ١٩٩٢ كي د صدام له يرغله د خلاصي لپاره د اسلامي نړي ملكونه لكه سعودي عربستان، قطر، بحرين، إمارات، او كويت د امريكي سره ورته تړونونه د ٤٠ كلو د مودي لپاره وكړل چرته چي اوس هم په لس گونه زره امريكايي پوځيان ميشت دي او مصارفات يي هم كوربه ملكونه له خپلي بوديجي څخه ادا كوي، اصلي خبره داده چي ولي يو كار نورو ته حلال دي او افغانانو ته حرام؟ هغه ځكه چي د حراموالي فتوا يي د راولپنډي د جي ايچ كيو نه صادره شوي، خو، دا رنگ فتواگاني كوم شرعي حيثيت نلري ،

  16. ګرانه قراره په ګوتو او قلم دې برکت شه
    هغه کسان چې د تړون مخالفت کوي هغوی د پاکستان او ایران جاسوسان دي، هلکانو که په تاسې کې کوم غیرت او علم وي راشئ د قرار صیب لسو پوښتنو ته منطقی او سیاسې جوابونه وویاست او که دا علمي تمه له ځانه نلري خپل لارښوونکي، پیران او مرشدان مو را وننګوئ، دا پوښتنې له قرارصیب سره په شخصي کرکه نه حل کیږي او نه په سرټمبګي حل کیږي، رښتیا چې قرار صیب طالب او د طالب پلویان پل په پل ننګولي او تر اوسه یې یوځواب هم نه دی ورکړي، ستر قرار دې ژوندی وي ، د هر افغان لپاره د قرار صیب په څیر له ولس او وطن سره مینه پکار ده، ګرانه قراره موږ خو دې موریدان یو، چې کله دې هم راباندې غږ وکړ خپل سر ولاکه در نه وسپموو،کنه نو ته خو مو یو ځل په سخته کې هم وازمایه.
    په اخیر کې : لوی خدای دې قرارصیب ته اوږد او له صحته ډک ژوند ورکړي .

  17. ګرانه قراره په ګوتو او قلم دې برکت شه
    هغه کسان چې د تړون مخالفت کوي هغوی د پاکستان او ایران جاسوسان دي، هلکانو که په تاسې کې کوم غیرت او علم وي راشئ د قرار صیب لسو پوښتنو ته منطقی او سیاسې جوابونه وویاست او که دا علمي تمه له ځانه نلري خپل لارښوونکي، پیران او مرشدان مو را وننګوئ، دا پوښتنې له قرارصیب سره په شخصي کرکه نه حل کیږي او نه په سرټمبګي حل کیږي، رښتیا چې قرار صیب طالب او د طالب پلویان پل په پل ننګولي او تر اوسه یې یوځواب هم نه دی ورکړي، ستر قرار دې ژوندی وي ، د هر افغان لپاره د قرار صیب په څیر له ولس او وطن سره مینه پکار ده، ګرانه قراره موږ خو دې موریدان یو، چې کله دې هم راباندې غږ وکړ خپل سر ولاکه در نه وسپموو،کنه نو ته خو مو یو ځل په سخته کې هم وازمایه.
    په اخیر کې : لوی خدای دې قرارصیب ته اوږد او له صحته ډک ژوند ورکړي .

  18. قرار جانه دغسې منطقي پوښتنې خو تر اوسه چیرته په مخه نه دي راغلي، هغه څوک چې د امنیتی تړون مخاف وي باید جواب یې ووایې، که د دې پوښتنو حل له هر چا سره یې یا په هر نظام کې وي زما هغه نظام خوښ دی، که څه هم د طالب نظام وي، خو زه فکر کوم چې طالب به تر اوسه دومره اوږد فکر لا نه وي کړی، طالب چې دومره اوږد فکر کولی شوی، نو په افغانستان کې به داسې بده ورځ نه وه
    اعتبارخانه! ستا نیوکه خو له ورایه مالومیږي چې له قرارجان سره شخصي ستونزه لري، هیله ده شخصي ستونزه دې حل کړي او په ارامه مغزوهغه ستا په قول غیر مسلکي پوښتنو ته مسلکي جوابونه ووایې ، خو زه ستا د نیوکې له اندازه و پوهیدم چې جواب ته دې یې ملا ماته ده، بس هسې دې د قرارجان سپکاوی کړي، کاشکي د قرارجان سپکاوی کیدای شوی، هغه خو یو ملي شخصیت دی هر چاته مالوم دی چې په هر وخت یې خپلې شخصي ګټې د ملت او ولس تر ګټو قربان کړي.
    په پای کې : قرار صیب ته لوړه حوصله غواړم، چې به دا ډول علمي لیکنو مو تل ونازوي
    له لوی الله نه درته لویه بریا غواړم، زموږ د سترګو تور یې قرارجانه.

  19. د دی لس وارو سوالونو جواب هغه درکری چانه دی چی سوال کری یا درنکری هغه بیله قیصه ده خو ته خو بیخی د الله نه بیزاره یی ته خو داسی خبری کوی لکه د زمکی او اسماننو پلونکی الله نه امریکا وی تا خو لس پوشتنی کری له خپلو مخالفانو خو زه تانه یوه پوشتنه لرم زکه ته چی چا پسی وایی هغه هم تا پسی وییل او لیکنی کوی.یو ورز ما د یو چا لیکنه ستا باره کی ولیده داسی یی لیکلی وه. د شپی د یو او دوه بجو تر منز وخت وه چی د مدرسی په مدریت دفتر کی شور شو تول طالبان راتول شوه د دفتر دروازه بنده وه تولو د مسول او موجوده دوه طالبانو خبرو ته غوژ نبولی وه نو د مجید قرار نه یی چی وپوشتل چی سنگه چل وه حال وایه مجید ورته شروع شو دا دری میاشتی کیگی چی دا طالب ماسره هره شپه لواطت کوی ددی خبرو په اوریدو تول طالبان په دغتر ورننوتل او د مجید قرار او هغه بل چی مجید سره یی دا معامله کوله په وهلو د مدرسی نه بهر که او د هغی نه پس بیا مجید فرار داسلام اباد اسلامی پوهنتون کی زدهکری وکری .نو که دا رشتیا وی بیا خو ته هم پنجابی شوی تاته هم ISI ویلی وه چی دا کار کوه

  20. پدی کی خو شک نشته چی دمسلمان په جامه کی له پاکستان نه غټ منافق ملک تر اوسه په ټوله اسلامی نړی کی نده تیر شوی البته داخبره د پاکستان عوام ته نه بلکه د هغه ملکی اداری او فوج او استخباراتی اداری ای اس ای ته متوجه ده چی د افغانستان د مسلمان ملت په مقابل کی یی تر ټولو نه بښونکی جنایات تر سره کړی اول یی د روس سره د جهاد په وخت کی د مونګ د مسلمانو مجاهدینو د وینو په مقابل کی معامله وکړه او مجاهدین د خلکو له پامه بد کړل او په ټوپکسالار جنگسالار او شر وفساد ونومول په مقابل کی یی طالبان را پورته کړل هغوی یی د افغانستان د نجات فرشتی ونومولی له مجاهدینو سره وجنگول په زرگونو یی دطالبانو له خوا اوپه زرگونو یی دمجاهدینو له خو ا د مرگ کومی ته وروغورزول او پخپله ورته د خیر په غونډی ناست ول او تماشا یی کوله په اسلام آباد او لاهور کی د شرابو او نایټ کلبونو او نیمه بربنډو ښځو بازار ګرم و خو په افغانستان کی یی په اصل کی د مولانا فضل الرحمن تر مشری لاندی او په جعل کی د ملا محمد عمر تر مشری لاندی اسلامی نظام غوښت مولانا فضل الرحمن هغه څوک ده چی له بینظری سره یی په بنده خونه کی دری ساعته ملاقات کړی د ای اس ای او امریکا اول نمبر جاسوس چی نفرو یی له طالبانو سره یوځای د طالبانو په وخت کی د افغانستان په شمال کی په جنگونو کی هغه ظلمونه کړی چی قلم یی له لیکلو عاجز ده هغه هم خاص په دی خاطر چی دشمال د خلکو کرکه اونفرت له طالبانو او پښتنو سره چی په هغه وخت کی طالبانو د پښتنو ټیکه داری نیولوه ځکه په قیادت کی یی اکثره پښتانه ول وخپل انتها حد ته ورسوی او دافغانستان وروڼه قومونه په خپل منځ کی وجنګوی او دپیړیو پیړیو اتحاد یی چی دخارجی یرغل په مقابل کی به سره یوول له منځه یوسی دا هغه پروگرام و چی د ای اس ای له خوا و مولانا فضل الرحمن ته ورکول شوی و او هغه هم ورته په بریالیتوب سر ته ورسوه او بیا کله چی امریکا په افغانستان باندی د حملی کولو تابیا ونیوله نو په ډیره بی شرمی یی د امریکا جنګی الوتکو ته له خپلی خاوری په افغانستان د بمونو د اورولو اجازه ورکړه او اډی یی په لاس کی ور کړی چی ښه مثال د جیکب آباد اډه ده او په سلهاو طالب مشران یی د پیسو په مقابل کی امریکا ته حواله کړل چی ښه مثال ملا عبدالسلام ضعیف ده یعنی په ډیر تاسف سره باید ووایم چی له روسانو سره دجهاد له پیل او بیا بعد له جهاد نه تر اوسه د پاکستان د نظام دهغه بی ضمیره او منافق او لاسپوڅی مشران د افغانستان له خلکو هغه که یی مشران دی او که عام خلک د ابزارو په شکل استفاده کوی زما په نظر ترڅو چی دپاکستان د نظام مشری له دی منافقینو او لاسپوڅو خلاص شوی نه وی او یا پاکستان په افغانستان کی مدغم شوی نه وی نه د پاکستان خلک او نه هم د افغانستان خلک له دی بد بختیو خلاصیدلای شی پاکستان د افغانانو په ستر گو کی د انگریزانو له خوا د خار په شان ده چی دهغوی له خوا و افغانانو ته د اسلام په جامه کی د مشکلاتو د زیژولو لپاره ایجاد شوی تر څو پدی وسیله وکولای شی خپل پخوانی انتقام له افغانانو واخلی چی هیڅکله یی ددوی ناروا او استعماری غوښتنو ته لبیک ونه وایه بلکه خوله ور دړوړی کړه نو باید چاره وسنجوله شی البته زما ددی خبرو معنا دانده چی زه دقرار صاحب له ټولو خبرو سره موافق یم

  21. د هغو کابل میشتو مخالفو مشران لکه وعید مژده، آچی پرید او انجنر آمد شاه باډیګاردان د همدغه حکومت وسلې په اوږو ګرځوي او دوی ساتي که حکومت امریکایی ده نو تاسې کابل کې څه ورکوی؟ خو کیسه دا ده چې پنجاب ورته وایی چې پاڅه چیغې ووهه خه ثبوت یی د وعید مژده مکالمه وه چې له پنجاپیانو سره غږېده. بله دا چې برنیو پوختنو ته مسلکي او نا مسلکي خلک ځواب ویلی سي او هر آغه یو چې پاکستان ته ترجیح وکوي ورته زن طلاقه واچوه چې د ټوالب په وخت کی يې پیغور ته تلونکي افغانان په تورخم کې لکه پسونه دېخوا نه کتارولی؟ او تا به په لساوو ځل زیار نه وي ایستلی چې تورخم کې د پاکستانی ملیشې له رعبه د شخو منځ او یا ډلې ته ځان ننباسې؟ هسې د خپلو کولمو محتویات مو خوری بل څه نه دي عقدې دي چې تاسې ګړوي که رب کول وطن جوړیږی

  22. زه قرار ته بس یو ایت وړاندی کوم هفه داچه(ایبتغون عند هم العزه فا ن لعزت الله جمیعا

  23. مجید قرار صیبه: لیکنی ته دی دوام ورکړه، ډیر خلک داسی عادت لری چی پخپله څه نشی کولاۍ او بل څوک نه پریږدی چی څه وکړی- ته هیڅ ضرورت نه لرې چی د اعتبار خان او یا د محمد جمال افغان څخه مسلکی سند ترلاسه کړې- ستا لیکنه زما او دنورو ډیرو خلکو خوښیږی او مونږ یی ښه په زړه سره لولو- زه ستا د لیکنی په تایید کی ددغه دواړو محترمو نه یوه پوښتنه کوم هغه دا چی د کوم امنیتی تړون چی پاکستان ایران ګلبدین د پاکستان جماعت اسلامی او دغه ډول نور د افغانستان دښمنان مخالف وی نو دا تړون به ښه وی او که بد- ځواب یی بیخی اسان دې خو خداۍ دی تاسو پوهه کړی- مجید صیبه ستا په لیکنه کی داسی څه زه نه وینم چی هغه واقعت نه وی- او که څوک تور ته تور او سپین ته سپین نه وایی نو ددغی بد مرض درملنه له هیچا سره نشته- په اوس وخت کی د افغانستان دښمنان په دی انتظار دی چی ټول خارجی ځواکونه بی د امنیتی تړون څخه له هیواد نه لاړشی او دوۍ خپله د ورانکارۍ لوبه ګرمه کړی- که په دغه ساده خبره د چا سر نه خلاصیږی نو نه پوهیږم چی دغه کس ته ساده اووایم او که د افغانستان دښمن

  24. محترم ليکوال او تبصر کونکوته ،ګرانو په پښتو کي يو متل دی چي وايي:پلار دی سپرو مړ که، او که پيادو ،نو زوی ورته وايي چي هغه يي مړکړ،او زموږ دښي يي ويستو که هر څوک وه،ورونو داپورته ليکنی مي ولوستی څوک جواب غواړی اوڅوک دا يا هغه وايي،زما يوتبصره چي دقرارداد په هکله وه ند نشر شوی ،اما دا وايم چي هيڅوک دقرارداد مخالف ندی هدف دقراداد څخه بايد وطن ته صلح راوړه شی چي هغه اول دامريکا اودهغه دغلام پنجاب په لاس کي دی دلته که زه تيورکي مبحث ته لاړشم چي کوم ډول قرادادونه مقدس او کوم ډول نا مقدس دی لوي بحث دی ،که امريکا په منطقه کي دخپلو ګټو لپار زيار باسی نو لږ خو دی په موږ هم رحم وکړی حتی دفيصدی له لوری که لږ هم وي ،خو وی دی ،قرار داد بايد دسره تحليل شی ځکه نړی حتی په دا 20 ورځو کي تغير کړی، لويه بيلګه يي دسوريه جګړه ده له دی حالت څخه تحليل وکړی. دکنړ راکتونه همدا امريکايا ن په سترګو وينی اما وايي چي زه خبر نيم نو قراداد وشی که ونشی هغوی موږ برمته کړيو،ځک احتياج او سوالګريو ته يي رسولی يو .أيا دوی په کومه نړيواله فيصله سوريه اعراق بمبا روی؟وسلام

  25. قرار جانه ته ماته د یوې پوښتنې ځواب راکړه. کرزی صاحب وایي چې امریکا او پاکستان دواړه سوله نه غواړي. که امریکا سوله نه غواړي نو دا تړون د څه دپاره او د امریکې نه بیا د سولې تمه کول بی عقلي نه ده. ته ډیر پوهیږې که کرزی صاحب؟ ته ډیر غټ ګوډاګی یې د امریکې که کرزی صاحب. که هسې ددې لیکنو په بدل کې څه تر لاسه کوې نو بیا ښه لیکنه ده په ډیرو څه ارزي ځکه اسلام پورې تړلې یوه ډله دې هم نه ده پریښې. پام کوه چې دداسې لیکونو په بدل کې په لږ څه قناعت ونکړې. مننه

ځواب ورکول Ahmad ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *