جاويد اوربل

په شعر ، كيسو او ناولونو كې د سترګو زيات صفتونه كيږي او په شعر كې خو تر نورو غړیو ډيره زياته ښكلا د سترګو بيان شوې ده .

سترګې خپل خاص جوړښت لري او كله كله د هندارو غوندې ياديږي او كله هم كړكۍ ته ورته ياديږي چې زړه ته لاره كوي . خو په طبابت كې دا ځل سترګې هغه كړكۍ يادې شوي دي چې ور څخه د وجود نورې ناروغۍ مالويږي چې يو انسان يې لري .

د دويچه ويلې څخه خپاره شوي مطلب كې راځي ، كله چې هم تاسو د يوې برخې متخصص ډاكټر ته ورځئ لكه د سترګو ډاكټر ته چې ستاسو په نظر د سترګو مشكل لرئ نو دوى مو د هغې برخې تداوي وكړي خو كه په هغې برخې كې مو مشكل نه وي نو درته وايي چې تاسو مثلا خپلې نسايي ولادي ډاكټرې سره مشوره وكړئ او چې د سترګو څه مشكل ونه لرئ نو دا خبره د ډاكټر پر ځاى ده . ځكه د سترګو جوړښت هم داسې دى چې ځينې نورې ناروغۍ چې د سترګو ناروغۍ نه دي ، ور څخه مالوميږي .

د كولن پوهنتون كلينيك څخه پروفيسور والټر كونين وايي چې كه چيرې تاسو ته د سترګو ډاكټر ووايي چې تاسو نسايي ولادي ډاكټرې ته لاړه شئ نو ممكن تاسو د تيو سرطان ولرئ .

خو كونين دا هم وايي چې نه داسې نو هم نه ده چې هر پيښه همداسې بيا رښتيا را وخيژي ، دى وايي چې كله يوه څوك سرطان ولري لكه د رحم سرطان نو موږ يې د رحم د حجرو ميتاستاز يا ډير تكثر ګورو او بيا وايو چې دا نو تر شپږو مياشتو نوره نه شي تيريدلى .

خو د سترګو له لارې نورې ډيرې ناروغۍ مالوميږي چې د نورو متخصصينو له خوا تر اوسه نه وي مالومې شوي . لكه د شكرې ناروغي ، د وينې لوړ فشار ، معدد سكلروزيس دا ټولې ناروغۍ په سترګو كې خپل تاثيرات پريږدي . هغه مريضۍ چې د نورو برخو سره تړلي دي لكه د روماتيزم ناروغي يا د ينې مريضۍ هغه څه دي چې د سترګو روزمره معايناتو كې را ښكاره كيدلى شي .

د سترګو د صلبيې زيړوالى دا ښكاره كوي چې يوه مريضي شته . لكه دا راته وايي چې د ينې مريضي مو په وجود كې شته . د كونين په خبره مثال يې دا دى چې ممكن د هيپاټايټس بي يا د تور زيړي حاد يا مزمن شكل موجود وي چې ستاسو په سترګو كې يې تاثيرات پرييښي دي .

په ځينو وختو كې مريض د سترګو ډاكټر ته ورځي چې د سترګو له پاره ورته عينكې ور كړي خو هغه بد خبر ور كړي چې د شكرې ناروغي لري نو مريض يو دم د شاك سره مخ شي چې دا څه چل وشو ! د سترګو ډاكټر څنګه وپوهيده دا خو د داخلي ناروغيو د ډاكټر كار دى ؟

خو د شكرې ناروغي خپل اثار په سترګو كې پريږدي چې هغه د سترګو د يوه ډاكټر له پاره د ليدلو وړ دي .

د جرمني د سترګو د ډاكټرانو ټولنې مشر وايي چې كله يو څوك د شكرې ناروغي ولري نو د هغوى په سترګو كې واړه رګونه تر نارمل حالت غټ شي او خونريزي لري چې دا د سترګو پر شبكې معلوميږي او د سترګو ډاكټرانو ته د طبي وسيلو په واسطه ښكاري .

ډاكټران د افتلوموسكوپ په واسطه چې تر شپيتو ځلو پورې يو شى لوى ښودلى شي ، سترګې معاينه كوي او بيا د وړو رګونو لويدا او خونريزي ګوري چې د شكرې د ناروغۍ د عوارضو له جملې څخه دي او دا ناروغي پرې تشخيصيږي او د دې وړو رګونو مداخله د ټول عروقي سيستم د خرابۍ سبب ګرځي .

د شكرې د ناروغۍ سره په وينه كې د خوږې يا بورې اندازه ډيريږي او دا ډيروالى د سترګو شبكه اغيزمنوي او دا واړه رګونه چې په شبكې كې دي د خرابۍ سره مخ كوي او له دې وجې خو د سترګو نظير له منځه ځي او خلك ړانده كيږي . په دې ستونزې يوازې په جرمني كې ديرش زره كسان اخته دي او دوه زره يې هر كال ړانده كيږي .

يوازې د شكرې او د لوړ فشار ناروغۍ نه دي چې د سترګو له لارې يې ريښه پيدا كولى شو ، د متعدد سكلروزس ناروغي ، د روماتيزم ناروغي او د ويلسن ناروغۍ درك هم په سترګو كې لګيداى شي .

په متعدد سكلروزس كې چې يوه د اوتوايمن يا د انسان د دفاعي ځواك ناروغي ده چې دا ناروغي د ميلانين د پوښ د خرابۍ سره مخې ته راځي ، هغه پوښ چې د اعصابو فايبر يې پوښلى دى . دا كار د اعصابو د منتن كيدو سبب ګرځي او بيا د نظر په ليد كې فرق راځي ، ناراحتي احساسيږي ، د نه تحرك او ړوندوالي سبب ګرځي .

د سترګو ډاكټران دا ناروغي پر وخت تشخيصولى شي ، كه څه هم د تداوۍ وړ نه ده خو كه پر وخت دا ناروغي تشخيص شي نو د ډير شدت څخه به يې مخه ونيول شي .

سويټز بيا وايي چې د روماتيزم تشخيص د سترګو د ډاكټرانو له پاره سخت نه دى بلكې دا مريضي د سترګو د كسي د مكروبي كيدو سره مالوميږي . نو پر كسي باندې د شيدو غوندې وريځ يا غبار ليدل كيږي او دا مالوميږي چې يو څوك په روماتيزم اخته دى . ور سره د ويلسن په ناروغۍ كې بيا د يو چا د سترګو په قرنيې كې نصواري كمربند ښكاري چې دا د ويلسن د ناروغۍ يوه نښه ده . دا ناروغي كه څه هم ډيره لږ واقع كيږي خو اكثره د ينې د خرابۍ څخه منځ ته راځي.

نو د طبابت هره برخه ځانته بيله ساحه لري او دا ساحې كولى شي چې د نورو مريضيو تشخيص ته لار پرانيزي . دا كار هغه خبرې نه تاييدوي چې وايي د سترګو د ډاكټر له پاره دوې مريضۍ دي چې بايد پرې وارد و اوسي او معالجه يې كړي : يوه يې ګلوكوما او بله كتركتز او يا هم تر دې بده چې وايي د سترګو د ډاكټر دنده د عينكو ويشل دي .

By admin

One thought on “سترګه كه هغه كړكۍ چې ناروغۍ ترې مالوميږي”
  1. Once again another great entry. I actually have a few things to ask you, would be have some time to answer them?

ځواب ورکول louis vuitton pas cher ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *