ژباړه: نورالباري مل –

د هغې په درست وجود کې مې  يې سترگې  ډېرې خوښېدې!

دا سترگې کټ مټ داسې وې لکه په توره شپه کې د موټر بتۍ، چې تر ټولو لومړی د سړي سترگې پر همدوى باندې مښلي. تاسې دا فکر ونه کړئ چې هغه سترگې  ډېرې ښکلي وې. هيڅکله نه!،  زه  د ښکلا  او بدرنگۍ توپير کولای شم خو بښنه غواړم د دغو سترگو په اړه يوازي دا ويلای شم چې ښکلې نه وې خو بيا يې هم خورا زيات راکښون درلود.

زما او د دغو سترگو لومړی ديد په يوه روغتون کې وشو. زه  نه غواړم چې د هغه روغتون نوم  واخلم ځکه زما لنډې کيسې ته يې هيڅ گټه نه رسي.

بس ته يې همداسې وگڼه چې يو روغتون و، چې زما يوه قريب تر عملياتو وروسته د خپل ژوند وروستۍ ساوې پکې اخيستې.

هسي خو زه  تشريفاتو او غوړه ماليو ته قايل نه يم، پر ناروغانو پوښتنه کول او هغوی ته ډاډ ورکول مې هم نه زده،خو دا ځل د خپلې مېرمنې پرلپسې ټينگار اړ ايستم چې خپل مرگيحاله څانگوال(قريب) ته خپله مينه او خلوص په زباد ورسوم.

تاسې باور وکړئ چې ډېر مې نفس تنگېدی، د روغتون  له نومه مې هم کرکه کېده،  نه پوهېږم ولي… ښايي ځکه، چې يو ځل مې په «بمبۍ »کې خپله بوډۍ گاونډۍ چې لاس يې له بنده ختلی و، « جې جې روغتون» ته يو وړه، هلته د عاجلو پېښو په څانگه کې تر دوه نيم ساعته انتظار وروسته مې په داسې حالت کې ومونده چې د وسپنې په څېر يخه او بې حسه وه.

 ما د هغو سترگو خبره کول چې زما ډېرې خوښې وې.

د خوښې معامله انفرادي حيثيت لري. ډېره شونې ده چې که تاسې هغه سترگې ليدلې وای له  زړه او دماغه به مو هيڅ ډول  غبرگون  نه وای ښودلی. که تاسې د دغو سترگو په اړه پوښتل شوي وای  شونې ده چې،  تاسې ويلي وای چې« ډېرې سستې سترگې دي» خو ما چې کله دا نجلۍ وليده لومړی يې سترگو زما پام د ځان لور ته ور کش کړ.

هغې چادري(برقع) اغوستې وه خو نقاب يې له مخه پورته و. په لاس کې يې د درملو يو بوتل هم و او د عمومي څانگې په دالېز (برآنډه) کې له يوه ماشوم هلک سره را روانه وه.

ما چې ور  وکتل په هغو سترگو کې يې چې نه غټې وې، نه وړې، تورې وې او نه بورې، شنې وې او نه زرغونې، يو عجيبه ځلا پيدا شوه. زما پلونه تم شول او دا هم ودرېده، د خپل مله ماشوم لاس يې ونيو او په خښم يې ورته وويل «ته تللای نشې ؟!»

هلک خپل مړوند ترې وپېچی او ور غبرگه يې کړه:«خو دا يم  روان يم …….. ته ړنده يې!»

ما چې دا واورېدل ژر مې هغې سترگو ته مې يو ځل بيا وکتل، په ټول وجود کې يې بس دغه يو سترگې زما خوښې شوې وې. زه ور وړاندې شوم او هغې ته ښه ور نيژدې شوم،  په رډو سترگو يې راته  وکتل او وې پوښتلم:«ايکسرې چيري اخېستل کېږي؟»

له نېکه مرغه په دغه ورځو کې د ايکسرې په څانگه کې زما يوه ملگري دنده لرل او زه  هم د هغه ليدو ته روان وم ، ما  ورته وويل« راځه  زه به دې ور ولم زه هماغلته روان يم»

نجلۍ د خپل مله هلک لاس ونيو او زما سره روانه شوه، ما د ډاکټر صادق پوښتنه وکړه  جوته شوه چې هغه په ايکسرې اخته دى.

ور  تړلی و او دباندې د ناروغانو گڼه گوڼه وه، ما ور  وټکاوه . له دننه څخه   تېز او تند غږ راغلی« څوک يې …. ور مه  ټکوه!»

خو ما بيا هم ور وټکاوه. ور خلاص شو او ډاکټر صادق ماته د ښکنځا پر مهال هېښ پاتې شو«اوه هو…. دا ته يې!»

«هو وروره……. زه ستا ليدو ته راغلی وم ، دفتر ته دې ورغلم  نو راته څرگنده شوه چې ته دلته يې»

–       «راځه راځه دننه راشه!»

ما نجلۍ ته وکتل او ورته و مې ويل « ته راشه………… خو هلک  دباندې پرېږده»

ډاکټر صادق په ټيټ ږغ زه وپوښتلم  «څوک ده دا؟»

ما ورغبرگه کړه«نه پوهېږم  څوک ده………… د ايکسرې پا څانگه پسې گرځېده ما ورته وويل چې راځه زه دې ور ولم»

ډاکټر صادق ور نور هم پرانيست او نجلۍ را ننوته

څلور پنځه ناروغان نور هم ناست ول، ډاکتر صادق ژر ژر  د هغوی کار  خلاص  کړ  او رخصت يې کړل. تر دې وروسته نو په خونه کې يوازې موږ دوه او  نجلۍ پاتې شوو.

ډاکټر صادق له ما وپوښتل «دا څه ناروغي لري؟»

ما له هغې وپوښتل«څه ناروغي دي ده؟»………..کوم ډاکټر د ايکسرې کولو درته ويلې وه؟

په توره(تياره) خونه کې نجلۍ زما پر لور سترگې را واړولې او راته يې وويل« نه پوهېږم چې څه ناروغي مي ده……. زموږ په کلي کې يو ډاکټر دی، هغه  راته ويل ايکسرې وکړه»

ډاکټر صادق ورته وويل چې د ماشين خواته راشه، دا چې ور وړاندې شوه، له ډاکټر سره ډېره سخته ومښته. ډاکټر په تنده لهجه ورته وويل ………«په سترگو نه وينې!»

نجلۍ چوپ پاتې شوه، ډاکټر يې چادري (برقع) ترې و ايستل او د هېندارې شاته يې ودرول،  بيا يې يو سويچ روښانه کړ. ما چې هېندارې ته وکتل د هغې پښتۍ مې وليدلې، د هغې زړه هم په يوه کونج کې د يوه تور داغ په بڼه غورځېدی.

ډاکټر صادق پنځه شپږ دقيقې د هغې پښتيو او هډونو ته کتل وروسته يې سويچ گل کړ، رڼا يې روښانه کړه او ماته يې وويل «تيان خو يې بېخي صفا دي»

نجلۍ نه پوهېږ م څه  و انگېرل او پر خپلو(غټو) تيانو يې پوړنی سم کړ او د چادرۍ(برقعې) په لټه شوه.

چادري يې په يوه گوټ کې پر مېز پرته وه، زه ور وړاندې شوم، ورته راپورته مې کړه او ور ومې سپارله، ډاکټر صادق راپور وليکه او له هغې يې وپوښتل«ستا نوم  څه دی؟»

نجلۍ چې چادري(برقع) يې پر ځان راټولوله ځواب يې ورکړ«ها زما نوم……..زما نوم حنيفه ده»

«حنيفه» ډاکټر صادق پر پرچۍ باندې د هغې نوم وليکه او ور وړاندې يې کړه « واخله دا خپل ډاکټر ته وښېيه»

نجلۍ پارچه واخيسته او د سينې په خوا کې يې په خپلو جامو ومنډل.

نجلۍ چې ووته زه په ناځانخبري(غير ارادي) توگه ترشا په پسې شوم خو زه ښه پوهېدم چې  ډاکټر صادق  ماته د شک په سترگو گوري، ډاکټر صادق چې تر کومه زه پېژنم، پر دا خبره يې پوخ  باور و چې د دې نجلۍ سره هرو مرو زما يو کيسه شته.

خو لکه تاسې ته چې مالومه ده پرته له دې چې سترگې يې زما خوښېدې نور څه نشته………..

زه تر شا ورپسې وم هغه خپل مله هلک تر لاس نيولې وه چې دواړه د آس د بگيو  تمځای ته ورسېدل.

ما له حنيفې وپوښتل«تاسې چيرته ځئ؟»

هغې د يوې کوڅې نوم واخېست نو ما هم دروغ ورته وويل«زه هم همهغلته ځم….. زه به دې تر کوره  ورسوم»

ما چې تر لاس ونيوه او په بگۍ کې مې کښېنوله نو ما چې ويل زما سترگې د ايکسرې ښيښه شوې، ما د هغې غوښې او پوستکی نه ليدی…… يوازې هډوکې ښکارېده….. خو د هغې سترگې……. د هغې سترگې روغې رمټې وې چې بې کچې راکښون يې درلود.

زړه مې غوښتل چې پر څنگ ورسره کښېنم خو فکر مې وکړ چې څوک مې ونه ويني،  نو ملگری هلک مي يې پر څنگ ورسره کښېناوه او خپله ها خواته  کښېنستم.

بگۍ چې روانه شوه،  حنيفې راته وويل«ته څوک يې؟»

-« زه ……. زه سعادت حسن منټو يم»

-«حسن مېنگو………….دا مېنټو لا څه شی دی؟»

-«د کشميريانو يو ټبر دی»

-«موږ هم کشميريان يو»

-«ښه؟!»

– «موږ کنگ وايس يوو»

ما مخ ورته را وگرځاوه ومې ويل«دا خو ډېر دروند(پتمن) ټبر دی»

هغه مسکۍ شوه او د سترگو د راکښون ځواک يې لازيات شو.

ما په خپل ژوند کې بې شمېره ښکلې سترگې ليدلې وې.خو هغه سترگې چې د حنيفې په مخ کې وې خورا ډيرې له راکښونه ډکې وې. نه پوهېږم په دې سترگو کې د دومره راکښون لامل څه و. ما مخکې هم درته وويل چې هغه هيڅ ښکلې نه وه خو بيا  هم زما زړه ته ننوتې وه.

زړه مې وکړ او د هغې د زلفو يوڅو تارونه  چې پر ټنډه يې ځوړند و او سترگه يې تر لاندې وه په گوته مې تر ې پورته کړ ل او پر سر مي يې ور ونښلاوه….. هغې بد نه يووړل.

ما نور هم زړه پيدا کړ او د هغې لاس مې په خپل لاس کې واخيست بيا هم هغې هيڅ غبرگون ونه ښود او خپل مله هلک ته يې وويل«ته ولي زما لاس را کښېکاږې؟»

ما ژر د هغې لاس خوشي کړ او له هلکه مې وپوښتل«ستاسې کور چيرته دی؟»

هلک په لاس اشاره وکړه«په دغه بازار کې!»

ټانگې  همهغه لور ونيو په بازار کې خورا گڼه گوڼه وه، د موټرانو تگ راتگ هم تر عادي حالت ډېر  و.ټانگه  کراره کراره روانه وه او دا چې لاره کچه او کډي کډي وه نو خورا زورورې جټکې مو وخوړلې. څو ځله  د هغې سر زما د اوږو سره وجنگېدی او زما زړه غوښتل چې پر ځنگانه باندې يې کښېږدم او سترگو ته يې په کتو شم.

لږ ساعت وروسته د هغوی کور راورسېد، هلک ټانگې والا ته د درېدو وويل. ټانگه چې ودرېده نو ترې را کښته شوو.حنيفه لا ناسته وه ما ورته وويل«ستاسې کور راورسېدی»

حنيفې مخ را و اړوه او ماته يې په خپلو هېښوونکو سترگو وکتل«بدرو چيري دی؟»

ما ترې وپوښتل«کوم بدرو؟»

–       «هغه هلک چې زما سره ملگری و»

ما هلک ته وکتل چې بگۍ ته نيژدې ولاړ وو «دغه نه دی چې ولاړ دی»

«ښه……!» دا يې وويل او بدرو ته يې ور  ږغ  کړ  «بدرو! ما در ښکته کړه»

بدرو هغه تر لاس ونيوه او په ډېره خوارۍ يې ښکته کړه. زه هېښ پاتې وم شاته ولاړم او له هلکه مې وپوښتل«څه کيسه ده…….دا پخپله نه شي شوه کېدای؟»

بدرو را غبرگه کړه   « نه………. دا په سترگو نه ويني.»

2 thoughts on “سترگې (لنډه کیسه) ليکوال: سعادت حسن منټو”
  1. د سعادت حسن منټو ډېرې کیسې ښکلې دي او دا ترجمه یې هم ښکلې ده خو ځینې شیان لکه په (نجلۍ پارچه واخيسته او د سينې په خوا کې يې په خپلو جامو ومنډل.
    ) پارچه خو واحد مؤنث ټکی دی نو د ومنډل متمم ورسره څه کوي؟ داسې مې نورې تېروتنې هم په کې ولیدې چې د مؤنث نوم له پاره په کې د جمع متمم کارول شوی وه.

  2. په رښتیا چې ډېره ښه کیسه ده. خو دا چې په لومړیو کې راغلي(هلک دا جنۍ له لاسونو نیولې وه) لوستونکی ډېر ژر پوهېږي چې ګواکې دا جنۍ به په سترګو نه ویني، که چېرې له دې جنۍ سره د هلک ملتیا لږ وروسته راغلې واي نو لوستونکی هرومرو دې ته اړ کېږي چې دا کېسه تر پایه ولولي.
    مننه

ځواب ورکول ګنډېری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *