تاند- ساینسپوهانو نن /چهارشنبه/ د لومړي ځل لپاره د بلک هول یا تورې سوري عکس خپور کړ.

دا عکس، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د ۸ راډیو ټیلسکوپونو د معلوماتو له رایوځای کولو څخه ترلاسه شوی، د تور سوري توروالی په داسې حالت کې ښيي چې شاوخوا یې د اور په شان تکه سره لمبه ښکاري.

د نړۍ د ۲۰ هیوادونو د نژدې ۲۰۰ ساینسپوهانو د ټیم مشر د امریکا د هارورډ پوهنتون ساینسپوه شیپرډ دولیمن وايي«موږ هغه څه ولیده چې فکر مو کاوه د لیدو وړ نه دی. موږ ولید او د تور سوري عکس مو واخیست.»

د هالنډ د رادبود پوهنتون پروفیسر هاینو فالکې وايي چې دا سوری تر شمسي نظام لوی دی.

د دې سوري جرم تر لمر شپږ نیم ملیارد ځلې ستر دی او پروفیسر فالکې په وینا یو له څو سترو تورو سورو څخه دی.

دا تور سوری په یوه خورا لېرې کهکشان کې دی چې له مځکې سره یې واټن ۵۰۰ ملیون ټریلیون کیلومتره دی.

د دې تور سوري قطر ۴۰ ملیارد کیلومتره دی؛ یعني زموږ د مځکې ۳ ملیون برابره.

تور سوری یا بک هول په فضا کې هغه محدوده ده چې غښتلې جاذبه یې هر شی ځان ته ورکاږي او د رڼا یا نور په شمول هیڅ شی د هغه له جاذبې څخه تښتېدای نه شي.

ساینسپوهان باور لري چې زموږ د شمسي نظام په شمول هر څه د دا ډول تورو سوړو خوا ته په ډېر سرعت روان دي.

2 thoughts on “ستر ساینسي انکشاف: د لومړي ځل لپاره د تور سوري عکس خپور شو”
  1. زما په قاصر نظر
    د سوری پر ځای که لیکل شوی وای
    تور فضائي غار
    یا
    توره فضائي خالیګاه
    یا
    توره حفره

ځواب ورکول Aklin Jan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *