– لومړۍ برخه  

په ايکسيل کې د ستوري علامې (*) استعمال:

هغوی چي موبایل کاروي، خامخا به د ستوري علامې له استعمال څخه خبر وي، د بېلګي په توګه کله چي وغواړو د خپل سیمکارټ اوسنی کریدیټ یا بيلانس مالوم کړو نو د هرې شبکې د ځانګړي کوډ له مخې يې داسي مالومولای سو.

د MTN شبکې اړوند سیمکارټ د بيلانس مالومولو لپاره د *789# کوډ، د اتصالات  او افغان بيسيم لپاره د *123#، د روشن لپاره د *444# او د سلام دولتي شبکې لپاره د *888# کوډ کاروو.

څنګه چي دلته وینئ، د هر کوډ مخې ته مو لومړی د ستوري علامه کارولې.

یا هم د بېلګي په توګه که وغواړئ د خپل موبایل IMEI نمبر پيدا کړئ، کولای سئ د *#06# کوډ په کارولو سره يې پيدا کړئ.

په ايکسيل کي هم د ستوري علامه يا وايلډ کارډ (WildCard) – ځانګړی کرِکټر دی چي په فنکشنونو کي ترې د لټون (Search) په موخه کار اخیستل کیږي.

د ستوري یا Asterisk  علامه د ایکسيل په دغو فنکشنونو کي د کار وړ ده.

۱- AVERAGEIF

۲- AVERAGEIFS

۳- COUNTIF

۴-COUNTIFS

۵- HLOOKUP

۶- MATCH

۷- SEARCH

۸- SUMIF

۹- SUMIFs

۱۰- VLOOKUP

د موضوع د ښې پوهېدني په پار لاندي څو مثالونه کاروو:

لومړی مثال: د ستوري علامه په COUNTIF  فنکشن کي داسي کاروو:

لاندي جدول کي د فوټبال ټيم غړي او د هغه په مقابل کي يې د ټيم کوډ نمبر راوړل سوی دی. دلته یواځي غواړو دا مالومه کړو چي د اشخاصو په لسټ کي څو ځله احمد (Ahmad) او (Mohammad) ليکل سوي دي.

د حل لپاره لومړی د جدول په څنګ کي د احمد او محمد نومونه ليکو او په مقابل کي يې فنکشن داسي کاروو.

=COUNTIF(A2:A8,”*Ahmad”)

تر فنکشن کارولو وروسته دا نتيجه په لاس راځي:

څنګه چي وینئ، د احمد او محمد په مقابل کي (۲) ښودل سوي، یعني په لسټ کي دوه ځلي احمد او دوه ځلي محمد سته، خو دا فنکشن موږ ته یواځي په لسټ کي په هغه احمد او محمد پسې ګرځي چي د لسټ په اول کي يې تذکر یا يادونه  سوې وي. یعني هغه (Ahmad او Mohammad) په نظر کي نه نیسي چي د نوم په منځ یا هم په اخير کي راغلي وي، لکه (Waheed Ahmad) چي د نوم په اخير کي يې احمد راغلی ، خو فنکشن هغه باندي سترګي پټي کړي دي.

د دې لپاره چي په ټول لسټ کي ورکړل سوي نومونه ولټوي، اړ يو چي په فنکشن کي د نوم مخ او شا کي د ستوري علامه (*) وکاروو، په دغه ډول:

=COUNTIF(A2:A8,”*Ahmad*”)

نتيجه:

د فنکشن تر اجراء وروسته؛  موږ ته يې (۴) د احمد او (۳) د محمد لپاره ښودلي دي، که لسټ کي وګورو نو هلته هم د احمد څخه څلور ځلي او محمد څخه درې ځلي یادونه سوې ده.

دوهم مثال: د ستوري علامه په VLOOKUP  فنکشن کي داسي کاروو:

د لاندي جدول دېټا په نظر کي نیسو، په لومړي کالم کي د کتابونو او په دوهم کالم کي خپرندویو ټولنو نومونه ليکل سوي دي، د VLOOKUP فنکشن په ذريعه غواړو د هغه کتاب خپرندوی  ومومو چي په نوم کي يې (Abdali) کار سوی وي.

د دغه کار لپاره د Vlookup فنکشن داسي کاروو:

=VLOOKUP)”*Abdali”,A2:B8,2,FALSE)

د فنکشن اصلي شکل:

=Vlookup(lookup_value, table_arry,col_index_num,[range_lookup)

د کارول سوي فنکشن توضيح: 

۱- د Vlookup فنکشن پيلوو،   

=Vlookup( )

۲- د Lookup_Value په ځای کي هغه کلمه ورکوو چي پسې ګرځو، دا چي موږ په (Abdali) پسې ګرځو، نو فنکشن داسي شکل نیسي.

=Vlookup(“*Abdali”,…..)

۳- د table_arry په ځای کي ټول جدول انتخابوو، یعني د Lookup_value دي موږ په دغه ټول جدول کي ولټوي.

فنکشن دغه شکل ځان ته نيسي:

=VLOOKUP(“*Abdali”,A1:B8,…..)

دلته A1:B8 د درست جدول ادرس يا پته ده.

۴- د فنکشن په col_index_num کي ۲ ورکوو، یعني کله چي زموږ شرط سم وو، نو د مقابل کالم څخه ماته نتيجه وښييه.

=VLOOKUP(“*Abdali”,A2:B8,2,….)

۵- د فنکشن په وروستي ارګيومینټ کي True او False لرو، چي موږ ورته False غوره کوو، یعني دقيقه نتيجه را وښيه، که Trueانتخاب کړو، فنکشن به موږ ته تقريبي پايله وښيي.

=VLOOKUP(“*Abdali”,A2:B8,2,….)

نتيجه:

3 thoughts on “ستوری* په ايکسيل کې | ت، یوسفزی – هرات”
  1. شکلی مطلب دی ددغو مطالبو سره که یی ویدیویی لارشود هم آبلود کری شه به وی

ځواب ورکول Asbed ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *