دوهمه برخه

درېيم مثال: د ستوري علامه په AVERAGEIF  فنکشن کي داسي کاروو:

په مخکيني مثالونو کي مو د ستوري علامه (*) په COUNTIF او VLOOKUP کي وکاروله، اوس غواړو دا ځل د AVERAGEIF په فنکشن کي يې ورکاروو.

راځئ وګورو چي څنګه په AVERAGEIF فنکشن کي د ستوري وایلډکارډ کارولی سو.

لاندي دېټا په نظر کي نیسو، په لومړي کالم کي د توکو نومونه او په مقابل کې (کي یې) د پلور تعداد ښودل سوی دی.

حل: څنګه چي په دېټا کي ګورو، کريم لرونکي توکي سره توپير لري، بیسکويټ هم پکښي سته، د مېوو اوبه هم پکښي سته؛ نو دلته موږ ټول هغه توکي چي کرِيم لري؛ اوسط يې داسي پیدا کوو.

بشپړ فنکشن:

=AVERAGEIF(A3:A12,” Creamy*“,B3:B12)

د فنکشن توضيح:

د فنکشن جوړښت:

=AVERAGEIF(range, criteria,[averageـrange])

۱:- د AVERAGEIF فنکشن پيلوو.

=AVERAGEIF( )

۲:- د فنکشن د Range  په ساحه کي د جدول د توکو برخه ټوله انتخابوو، چي دلته A3 تر A12 پوري د یاد کالم ادرس دی. فنکشن داسي شکل نیسي.

=AVERAGEIF(A3:A12,…)

۳:- د CRITERIA په ځای کي خپل شرط ورته بیانوو، په شرط کي ورته وایو چي هر هغه توکی چي د Creamy لفظ  پکښې کار سوی، په نظر  کي ونیسه، او راته يې «اوسط» وښييه، البته دلته د Creamy لفظ په ګوټېشن مارک کي نیسو، او په وروستۍ برخه کي یې د ستوري وایلډ کارډ کاروو.

=AVERAGEIF(A3:A12,” Creamy*“,

۴:- د Average_Range ارګيومینټ په ځای کي د توکو مقابل کالم چي ارقام پکښي ذکر سوي، انتخابوو.

=AVERAGEIF(A3:A12,” Creamy*”,B3:B12)

څلورم مثال: دلته به د ستوري وایلډ کارډ د SUMIF فنکشن سره وکاروو.

د مثال لپاره د لاندي جدول دېټا په نظر کي نيسو.

څنګه چي وینئ د جدول په لومړي کالم کي د توکو لیسټ او په دوهم کي يې تعداد ښودل سوی دئ، د SUMIF فنکشن په ذريعه غواړو د هغو توکو ټولټال پيدا کړو چي د Disk لفظ ورسره کار سوی وي.

د فنکشن جوړښت:

=SUMIF(RANGE,CRITERIA,[SUM_RANGE])

حل:

۱:- په لومړي سر کي د SUMIF  فنکشن پيلوو.

=SUMIF( )

۲:- په قوس کي د RANGE په برخه کي د جدول څخه د توکو نوملړ انتخابوو؛ دلته A2:A9 د نوملړ ادرس دی.

=SUMIF(A2:A9,…..)

۳:-  د CRITERIA په برخه کي خپل شرط ته بیانوو،  دلته موږ ورته وایو چي هر هغه توکی چي د DISK لغت مخکي راغلی وي، په نظر کي ونيسه.
فنکشن دغه شکل نيسي:

=SUMIF(A2:A9,”*DISK”,…)

۴:-  اوس د فنکشن په وروستۍ برخه SUM_RANGE د ټولټال لپاره ارقام انتخابوو، چي موږ د QUANTITY خوني انتخابوو، چي له B2 څخه تر B9  پوري در بر نیسي.

=SUMIF(A2:A9,”*DISK”,B2:B9)

په نتيجه کي موږ ۷۵ راکوي

تېره برخه:

ستوری (*) په ايکسيل کي – (۱)

One thought on “ستوری (*) په ايکسِل کي| ت، یوسفزی”

ځواب ورکول W asel ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *