د ناټو سرمنشي ستولتنبرګ

ناټو- د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ نن /پنجشنبه/ په بروکسل کې وویل، د دې تړون غړیو هیوادونو موافقه وکړه چې افغانستان ته نور ځواکونه ولېږي.

ستولتنبرګ، چې د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په پیل کې خبرې کولې، وویل چې د دغه تړون چارواکو د افغانستان د ماموریت لپاره د څو زره نورو ځواکونو غوښتنه کړې ده.

ده وویل د ناټو تړون غواړي چې له خاصو افغان ځواکونو سره زیات کار وکړي، د افغانستان هوايي ځواک پیاوړی کړي او د افغان صاحب منصبانو روزنه ښه کړي.

سرمنشي وویل«موږ د افغان ځواکونو روزنه او پرمختګ باید عملي کړو او څه چې اوس موږ کوو جنګي عملیات نه دي، بلکې په جګړه کې له افغان ځواکونو سره مرسته ده.»

ستولتنبرګ وویل، لا نه شي ویلی چې د نن ورځې په غونډه کې به د ناټو غړي هیوادونه د ځواکونو د شمېر په اړه پرېکړه وکړي خو اټکل کوي چې ځینې غړي هیوادونه به مشخصې ژمنې اعلان کړي.

د ناټو د غوښتنې په ځواب کې بریتانیا وویل چې افغانستان ته به ۸۵ سلاکاران ولېږي.

د بریتانیا دفاع وزیر سر مایکل فالن وویل«زموږ اضافي پروسونل به په غیرجنګي رول ته دوام ورکړي. په افغانستان کې زموږ ۵۰۰ پوځیان له وړاندې څخه شته. هغوی د افغان هوايي ځواک او نورو ځواکونو د وړتیاوو له لوړېدو سره مرسته کوي.»

ناټو د ټرمپ د حکومت پرېکړې ته هم انتظار باسي چې لا یې هم د افغانستان په اړه خپله ستراتیژي بشپړه کړې نه ده.

حاضردمه په افغانستان کې د ناټو ځواکونو شمېر ۱۳۵۰۰ دی چې ۸۳۰۰ یې امریکایان دي.

One thought on “ستولتنبرګ: ناټو افغانستان ته د ځواکونو د لېږلو پرېکړه وکړه”
  1. There will more fighting and killing and no peace, If NATO wants the Afghan Issues to be resolved it should try to negotiate peace with Taliban. I do not thing NATO made wise decision. It will continue war and cause more blood shed and more killings.

ځواب ورکول mha ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *