۲. په پوهنتونونو کې –
الف) په دولتي پوهنتونونو کې: دولتي پوهنتونونه مو د کوریکولم، مسلکونو، کادرونو، عملي کارونو او مونوګرافونو په برخو کې مهمې ستونزې لري.
یو، کوریکولم:
په اکثرو پوهنځیو کې هغه نصاب تطبیقېږي چې لسیزې پخوا برابر شوی و او د نړۍ د پوهنتونونو له نصابه ډېر توپیر لري. همدارنګه په ځینو پوهنځیو کې داسې مضمونونه په تفصیل تدریسېږي چې د هغه مسلک په عملي کار کې هېڅ په درد نه لګېږي مثلاً په طب کې خصوصي پتالوژي داسې مضمون دی چې یوازې د پتالوژۍ د متخصص په کارېږي او بس. ځینې محصلان وايي چې استادان یې د شل – دېرش کالو پخوا چپټرونه تدریسوي حال دا چې هره پوهه ورځ تر بلې نوې کېږي.
حل لاره:
د لوړو زده کړو وزارت باید د نړۍ د معتبرو پوهنتونونو له کوریکولم استفاده وکړي او ټول استادان مکلف کړي چې د خپلو مضمونونو نوي کتابونه د ورځې له علومو سره سم ولیکي.
دوه، مسلکونه:
زموږ په پوهنتونونو کې شته پوهنځي د اوسنۍ زمانې ځینې مهم مسلکونه چې اړتیا ورته لرو او کار په کې پیدا کېږي، نه رانغاړي. مثلاً نن سبا مخابراتي کمپنۍ زیاتې شوې دي چې میلیونونه افغانان د دې شرکتونو له خدماتو استفاده کوي خو موږ په مایکرو وېف، معلوماتي ټکنالوجي او نورو څانګو کې کافي پوهنځي نه لرو نو په دې برخو کې مو بهرني وګړي په کار ګومارلي دي. موږ اوس د طب په برخه کې نسبتاً عصري ماشینونه لرو خو د دې ماشینونو د حفظ او مراقبت او ترمیم لپاره څوک نه لرو، باید د بایومیډیکل انجینیرنګ پوهنځي ولرو.
حل لاره:
دولت باید لومړۍ یوه دقیقه سروې وکړي چې په کومو څانګو کې څومره متخصصان پکار دي. وروسته دې د سروې له پایلې سره سم نوي پوهنځي ایجاد کړي. البته د ځینو مسلکونو لپاره به استادان نه لرو، دولت کولای شي د هند او پاکستان یا نورو ملکونو استادان وګوماري. البته کېدای شي دغه هېوادونه خپل استادان پخپله راولېږي او معاشونه یې پخپله ورکړي. په عین وخت کې دولت باید له ملګرو هېوادونو د دې مسلکونو بورسیې وغواړي او محصلان ورولېږي.
درې، کادرونه: اکثره محصلان شکایت کوي چې استادان یې تکړه نه دي او خپل معلومات نه نوي کوي. ځینې پخواني استادان نویو ځوانو کادرونو ته د کار موقع نه ورکوي او یو ډول انحصارګري کوي. سره له دې چې د پوهنتونونو علمي کادر ته د شمولیت لپاره یو اساسي شرط پر یوې نړېوالې ژبې تسلط ښودل شوی دی خو ډېر داسې استادان لرو چې په هېڅ نړېواله ژبه په کافي اندازه نه پوهېږي. اکثره استادان د تدریس له میتودونو هېڅ نه دي خبر.
حل لاره:
د دې لپاره چې استادان ځانونه تکړه کړي او خپل معلومات نوي کړي، باید هماغسې چې له محصلانو ازموینه اخیستل کېږي، د هر کال په پای کې له استادانو هم ازموینه واخیستل شي. کادر ته د شمولیت اصول دې په جدې توګه مراعات شي او دولت دې د ځوانو ښو استادانو لپاره د کار زمینه برابره کړي. د پوهنتون استادان باید د تدریس د اصولو او میتودونو د زړه کولو لپاره اقلاً یو کال د پیداګوژۍ او تعلیمي ارواپوهنې درسونه ووايي.
څلور، عملي کارونه: د هر پوهنځي فارغانو باید دومره عملي کارونه کړي وي چې تر فراغت وروسته سم له لاسه په خپل مسلک کې کار وکړای شي خو عملاً داسې نه ده. په اکثرو پوهنځیو کې د محصلانو ډېر وخت د تیوریو په زده کولو کې تېرېږي خو عملي کار ته لږ وخت ورکول کېږي.
حل لاره:
د پوهنځیو پر مهالوېش باید له سره غور وشي او د تیوري او عمل تر منځ توازن رامنځته شي. په دې برخه کې د ګاونډیو هېوادونو له تجربو استفاده کولای شو.
پنځه، مونوګراف: د مونوګرافونو موضوعات اکثراً یا تکراري وي، یا داسې څه وي چې د مونوګراف لپاره مناسب نه وي یعنې بې ګټې وي او هسې د محصل وخت ضایع کوي. مونوګرافونه هغسې چې باید نه څارل کېږي، ځینې محصلان پخواني مونوګرافونه کاپي کوي او په خپل نامه یې تېروي، لارښود استاد یې هم هېڅ سر نه پسې ګرځوي. د کابل عامه کتابتون او د پوهنتون کتابتون خو د مونوګرافونو د خرڅولو په بازار بدل شوي دي. اکثره وخت استاد له محصله داسې مونوګراف غواړي چې هره خبره باید له یوه ماخذه راواخلي یعنې له محصله د نوښت او د خپل فکر د کارولو فرصت اخلي. که محصل هماغه خبرې چې نورو کړې دي، بیا کاپي یې کړي نو د مونوګراف د لیکلو منطق به څه وي؟
حل لاره:
د مونوګرافونو لپاره باید د لوړو زده کړو وزارت یو بورډ جوړ کړي. دا بورډ لومړی باید په ټولو مسلکونو کې پخواني مونوګرافونه راجسټر او فهرست یې برابر کړي چې د بې ځایه تکرار مخه ونیول شي. البته که پر یوه موضوع لس کاله مخکې چا مونوګراف لیکلی وي، اوس به په هماغه موضوع کې نوې خبرې پیدا شي چې له سره ولیکل شي خو د تېر کال د مونوګراف تکرار به بې ګټې وي. په دویم ګام کې دې بورډ د هر مسلک مهم موضوعات په نښه کړي او د محصلانو په واک کې ورکړي. د موضوع په انتخاب کې باید دا پوښتنه ځواب شي چې پر دې موضوع د مونوګراف لیکل به څه ګټه ولري او زموږ کوم درد به دوا کړي؟ البته هر محصل باید د خپلې تجربې او علاقې پر اساس د موضوع د انتخاب حق ولري. له لارښودو استادانو سره باید سم حساب وشي او که ثابته شي چې شاګرد یې مونوګراف پخپله نه دی لیکلی، باید دواړه مجازات شي. محصل ته باید فرصت ورکړل شي چې په مونوګراف کې خپلې خبرې وکړې او په هماغه موضوع کې یو څه ورزیات کړي.
ډاکتر زغم سلام
ډير عالي او په زړه پورې مطالب ستا په ليکنه کې ليدل کيږي.
رښتيا خبره داده چې معيار، دسپلين، اخلاق او مسوليت يو تاريخي اصل دې چې هېڅ ډول لاف زني، چل، فريب او فساد نه مني. موږ افغانان لا تر اوسه هم په نومونو او کاغذونو يا قباله روبا پسې منډې وهو خو مهمه نه ده چې عملا څه کولاى شو او څومره ذهنا پوهيږو چې د خپل ملت لپاره يو وړوکى پيټي له ځايه ورسوو. يوه ورځ مې په تلويژن کې د کابل پوهنتون په يوه پوهنځي کې يو استاد ليده چې د الجبر درس ېې ورکاوه نو باور وکړه کومو معادلو باندې چې ده کار کاوه د يوولسم ټولګي معادل وې.څه سر به دې خوږوم نورو هېوادونو سره موږ کله سيالي کولاى شو زموږ احساسات د ژوندانه په ټوله برخو کې دومره لوړ دي چې اصلا کيفيت او کميت، پوهه او ناپوهه،کمال او بې کمال، نداف او ډاکتر، نصاب او مات کپړي هېڅ معنا او مفهوم نه لري که نه ښوونه او روزنه په ټولنه کې ډير ستر مسوليت او تاريخي رسالت دى. لويه بدبختي داده چې هر څوک خپلې ډلې سره همکار او همګام حتي د ويب پاڼو په سويه .
زه تا سره منم که چيرې موږ د ښوونې اوروزنې لپاره يو مطمن نصاب ولرو،بورد ولرو،پو او پاک نيت ښوونکي ولرو .ټول پروګرام وڅېړلاي شو نو طبيعي خبره ده چې ښوونه او روزنه که د ليسو په سطحه وي او يا د پوهنتون حتما به عالي فارغان ورکوي.
زه دعالي تحصيلاتو له وزير سره کوم شخصي ستونزه نه لرم او نه ېې دومره پېژنم خو حيرانتيا داده چې د عالي تحصيلاتو وزير ولې دوه درې ځله يوه کتليست پارلمان چې له بيسوادانو ډک دى د باور او جګړې لپاره لاړ شي. خو وايي چې در شهر کورا يک چشمه پاد شاه است.
په مخه دې ښه الله دې مل شه