د کېلو کراچۍ ته ودرېدم، ښې وې، پوستکي يې سوتره ښکارېدل.

يودم مې له تشي سره څوک ولګېد، مخ مې ور واړاوه، يوه کوچيني هلک مې له څنګه منډه واخيسته، سور، زوړ  پراشوټي جمپر يې په ګڼه ګوڼه کې تر ډېره ښکارېده.

له کېلو ډکه کڅوړه مې را واخيسته، سړک ته ور وګرځېدم، زنګ راغی، کشر ورور مې و، ويل يې چې پنځه دقيقې وروسته در رسېږم.

جړ غږ مې واورېد:

_ها!

مخ مې ور واړاوه، د سره پراشوټي جمپر هلک، قلم راته نيولی و.

هلک په جړ غږ وويل:

_له جېبه دې تليفون را ايست، قلم پر ځمکه ولوېد.

هلک ته مې وکتل، چاودې ، يخ وهلي بغور يې سره ول.

هلک په خواره خوله  وويل:

_ډاکټر يې؟

ومې خندل:

_نه.

_بکس دې د ډاکټرانو غوندې دی، ما وېل چې د ستوني دوا به راته ولېکې!

مخامخ تعمير ته مې ګوته ونېوله:

_هلته ورشه! ټول له ډاکټرانو ډک دی،  له چا پوښتنه وکه، د ستوني ډاکټر به پکې وي.

د هلک سر وځړېد:

_ورغلم، دوه سوه پيس ( فيس) غواړي.

هلک يو دم پورته وکتل، په يوه روان  موټر پسې يې منډه واخيسته.

پياز را په زړه شول، بکس مې کېښود، خو  په جېب کې يواځې  د  موټر کرايه را پاتې وه.

د هلک ستړی غږ مې واورېد:

_په خپله تاواني شو.

ور ومې کتل، ماشوم په غوسه ښکارېده.

ومې ويل:

_په موټرو پسې ولې منډې وهې؟

هلک  پر خپله پزه لستوڼی تېر کړ:

_شخصي موټر دي، خلک وړي، موږ  چيغې وهو، کمپنۍ، کمپنۍ، کمپنۍ…موټروان پنځه اوغانۍ راکوي، خو دا درې ورځې مې کار نه دی کړی.

ومې ويل:

_ولې؟

_ستونی مې خوږېږي، ناست دی، چيغې نه شم وهلی، همدا اوس مې چېغه کړه، خو د موټروان خوښه نه شوه، په بيه کې مې هم کموالی راووست، درې اوغانۍ، بيا يې هم بل هلک ور وغوښت.

ماشوم غلی شو، خلطې ته يې وچې سترګې نيولې وې.

دوې کيلې مې ورکړې. يوه يې جېب ته واچوله، بله يې تر نيمايي  سپينه کړه، خو بېرته يې پوستکی پرې ور ټول کړ.

ومې ويل:

_ولې يې نه خورې؟

هلک وټوخل، په زحمت يې وويل:

_مور ته يې ساتم، ناجوړه ده، له ډېرې  ډنګروالي يې سترګې غټې شوې دي.

د کېلو له درجنه مې دوې نورې کېلې را بېلې کړې، د ماشوم سترګې وځلېدې، پر کېلو يې غوټه کړه.

ومې ويل:

_پلار دې څه کار کوي؟

ماشوم مخکې سپينه کړې کېله خولې ته ونېوله، په ډکه خوله يې وويل:

_د لرګيو په يوه ټال کې جوالي دی، خو څو ورځې مخکې له موټره يو غټ لرګی ور باندې راولوېد، د پښې ګوتې يې تورې شوې  دي، نه شي ولاړېدای.

په خبره کې ېي ور ولوېدم:

_بل څوک نشته چې کار وکړي؟

_نه، مشر زوی يې زه يم، نيمه ورځ مکتب ته ځم، پاتې وخت نارې وهم.

هلک غلی شو، د کيلې پوستکی يې پر سړک واچاوه.

ومې ويل:

_مناسب ځای نه دی!

_پوهېږم، خو دا کار مې له قصده وکړ، هاغه تور مخی هلک وينې چې  دې خوا را روان دی،  بصير نومېږي، بد ستونی لري، ناره يې مه واورې! غوږونه به دې در وخوري، خو  موټروانان  ورته خوشاله وي، ټوله ورځ نارې وهي، تېرې نارې!  خدايه! ته خو يې پښه د کېلې پوستکي ته سيخه کړې!

خندا راغله:

_ښېرا مه کوه!

د ماشوم د تندي نرۍ ګونځې لا پسې ژورې شوې:

_بد مې ايسي،  که مې وس وای، نو ستونی مې ورنه را ايست.

هلک په يوه موټر پسې منډه واخيسته، خو  بېرته لنډ  راوګرځېد.

ويې ويل:

_ګټه نه لري.

غلی شو. سر يې وځړېد، د خپل زاړه بوټ په تېره څوکه يې د کيڼې پښې ښينګری وګراوه، ورو يې وويل:

_کاشکې د بصير ستونی زما وای!

(پای)

١٣٩٢ ل کال، د قوس شپاړسمه

One thought on “ستونی (لنډه کيسه) نصيراحمد احمدي”
  1. په رښتیا سره هم چی دافغان بچی حال دژړا دی خو زه دا په ډاګه ویلای شم چی په افغانستان کی هرسړی له یوه جنجال سره مخ شویدی او کیږی هم الله دی وکړی چی ددوی په حال باندی نورارامتیا راشی .

    امین

ځواب ورکول اجمل شاه اسیر ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *