جانانه سترګو کې دې اور دی

ماته دې وکتل ستي- ستي دې کړمه

موږ په عامو خبرو کې ډېرې کلمې کاروو، چې نه یوازې دا چې پر کلمې مو فکر نه دی کړی، بلکې تر شا له پرتو کیسو یې هم نه یو خبر، په پورته ذکر شوې لنډۍ کې مې موخه د ستي کلمه ده.

له میلاده شا او خوا پنځه زره کاله وړاندې کله چې په هندوستان کې د هندوییزم مذهب د ټوکېدا او پرمختیا په حال کې و، په یوې مذهبي کورنۍ کې یو ځوان د رام په نوم پر یوې جنۍ سهتي میین شو.

د رام پلار د هندوییزم د مذهب یو لوی بنډت او رام یې د یوه سپیڅلي ځوان په توګه د لارې پالوونکی و، رام او سهتي له څه مودې وروسته واده وکړ او د واده به یې کمه موده نه وه شوې، چې رام په مندر کې په خپل مرګ مړ شو.

کله چې د رام جسد سوزول کېده، نو سهتي د خپلې ناپایې مینې له امله د رام له جسد سره خپل ځان وسوزاوه، او د رام پلار چې د وخت مشهور پنډت و، د سهتي په سوزونې چوپتیا غوره کړه، له همدې امله زرګونه کاله په هندوستان کې هرې ځوانې کونډې د خپل مړ شوي خاوند له جسد سره ځان سوزاوه، چې دا چاره تر وروستیو لسیزو پورې په ډېر ندرت سره ترسترګو شوې.

د وخت د ژبو په فرهنګ کې سهتي چې په پښتو ژبه کې یې مفغن شکل ستي دی، د هغه عمل نوم شو، د کوم عمل له مخې چې یوه ښځه د خپل خاوند له جسد سره یو ځای ځان سوزوي.

دغه کلمه په پښتو ژبه کې هم مفغنه شوه او موږ یې د داسې سوزېدا لپاره کاروو، چې بنسټ یې په مینه وي او دا کلمه تر ډېره د دویمې معنا لپاره کارول کیږي.

بې اوره وسومه ستي شوم

ملالو سترګو په ما اور ولګونه

One thought on “ستي( سهتي)/ پوهنیار محبوب شاه محبوب”

ځواب ورکول کرگر ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *