له ګرداب وځپاڼې په مننې

[د اسامه د وژنې په اړه د لومړي لاس معلومات]

ليکوالان: مارک اوون او کېون ماورر

 ژباړه: ص.م

د ژباړن يادښت:

د سپټمبر ١١مه، اسامه بن لادن، طالبان او افغانستان سره تړلي هغه نومونه دي چې په نړيواله کچه په مطبوعاتو کې زيات مطرح شول، افغانستان يې د ټروريزم د ځالې په توګه په ټوله نړۍ کې بدنامه کړ او د تروريستانو اصلي مشر، په پاکستان کې ووژل شو او دا معما لا هم نړۍ ته حل نه ده، چې بن لادن څنګه په ايبت اباد کې څو کاله ژوند کړى و او نړۍ يې په افغانستان کې لټون کاوه.

داسې ښکاري چې پاکستان، امريکا او د ناټو غړي هېوادونه د پردې تر شا د خپلو ګټو د خونديتوب پر سر ځينې موافقې  او د افغانستان په باب جلا پلان لري، خو په تېره لسيزه کې د افغان حکومت بې کفايتي او له فرصتونو څخه ناسمه استفاده د دې سبب شوه چې افغانستان لا هم په ستراتيژيک لحاظ هغو هېوادونو ته بې اهميته شي، چې يو وخت يې د اساسي پروژو د عملي کولو، ظرفيتونو د لوړولو او په نړيواله کچه افغانستان د يوه سيال هېواد په توګه د مطرح کولو ژمنه کړې وه.

د افغانستان په باب اوس هم هر ستراتيژيک پلان له پاکستان څېړل کېږي او افغان حکومت هم د دې ګاونډي خو دوه مخي هېواد په وړاندې غوڅ دريځ نه دى نيولى.

په دې کتاب کې د اسامه بن لادن د وژنې په اړه د امريکا د ځانګړو ځواکونو د ليکوالو د سترګو ليدلى حال لوستلاى شئ، چې دوى څنګه د اسامه د استوګنې سيمه مشخصه کړه او بيا يې د سټلايټ تصويرونه مطالعه کړل او بالاخره پر کور د بريد امر ورباندې وشو.

د اسامه د وژنې ويډيو خپره شوې نه ده، نه يې هم عکسونه په مطبوعاتو کې راغلل، علت دا ښوول شوى چې امريکايي چارواکي وايي نه غواړي په دغو تصويرونو سره د مسلمانانو احساسات وپاروي، دوى وايي چې د اسامه مړى يې په کوم سمندر کې غورځولى دى.

دا چې دا ډرامه ده که رښتيا قضاوت به لوستونکو ته پرېږدو. د کتاب ليکوال هڅه کړې، چې ځانګړي ځواکونه د اتلانو په توګه معرفي کړي، چې تل د سختو شېبو په وخت کې د مرستې غوښتنه ځنې شوې ده.

په هر صورت کې کتاب لوستل سړي ته زيات نور څه په لاس ورکوي، په ځانګړي ډول هغو کسانو ته چې له تاريخ سره مينه لري.

 

په څو دقيقو کې د الوتکې[1] د عملې مشر دروازه ورو خلاصه کړه. ما وپېژاند، شوبينو عينکو يې سترګې پوښلې وې او يوه ګوته يې جګه نيولې وه.

ما شا و خوا ته يو نظر واچاوه او د سمندري ځواکونو خپل ملګري مې وليدل چې پر څرخي الوتکې له راچاپېرې کرښې څخه د تېرېدو په حال کې وو.

کابين د انجن په غرهاري ډک و، د الوتکې له ږغ پرته چې په فضا کې يې څپې وهلې، بل شى نه شواى اورېدل کېداى.

توند باد زما پر مخ رالګېده، زه لږ کړوپ شوم چې ځمکې ته په دې نيت وګورم که وکولاى شم  ايبټ اباد[2] وګورم.

يونيم ساعته مخکې موږ  په MH-60 ډوله څرخي الوتکې ته سپاره شوو. دا يوه تکه توره شپه وه، چې سپوږمۍ هم نه ښکارېده. دا د افغانستان په جلال اباد کې زموږ له پوځي اډې څخه د پاکستان تر پولې پورې لنډه الوتنه وه، بيا له هغه ځايه زموږ تر هدف پورې الوتنې يو ساعت وخت نيوه، موږ له څو اوونيو د دې ځاى عکسونه چې د سټلايټ په مرسته اخيستل شوي وو- ليدلې او څېړلي وو.

کابين په توره تياره کې ډوب و، يوازې د پيلوټانو د ځاى څراغونو لږه رڼا جوړه کړې وه.

زه د کيڼې دروازې په وړاندې کلک ناست وم، د ارام غزېدو لپاره کومه خونه نه وه. موږ د وزن د کمېدو په هدف د الوتکې نورې څوکۍ ليرې کړې وې، يا به د الوتکې په نس کې ناست وو يا به پر وړو څوکيو چې تر الوتنې مخکې مو د سپورټ د سامانونو له يوه دکان څخه رانيولې وې.

زه د کابين کونج ته څېرمه ناست وم، خپلې پښې مې له دروازې لاندې غزولې وې چې وينه په کې جريان پيدا کړي. پښې مې بې حسه او بيدې وې.

زما پر شا و خوا راټول کسان او په دويمه الوتکه کې ٢٣ ملګري مې د سمندري ځواکونو د جنګي پرمختيا د ډلې غړي وو. ما له دغو کسانو سره مخکې په لسګونو ځلې عمليات کړي دي. له ځينو سره مې له لسو کلونو او تر دې لا زياتې مودې پېژندل. پر هر يوه مې پوره باور درلود.

پنځه دقيقې مخکې ټول کابين په جوش راغى، موږ خپلې حفاظتي خولۍ پر سر او خپلې راډيوګانې (مخابرې) چک کړې او بيا مو د وروستي ځل لپاره خپلې وسلې هم وازمويلې. ما د شپېته پونډه وزن په اندازه شيان اغوستي وو، هر ګرام يې په غور سره د ځانګړي هدف لپاره ټاکل شوى و. زما لپاره دغه وزن او سامانونه د څو کلونو په بهير کې د سلګونو عملياتو پر مهال چاڼ شوي وو.

دغې ډلې زموږ د الوتکو په ګروپ کې د ډېرو تجربه لرونکو کسانو ته لومړيتوب ورکړى دى. په تېرو ٤٨ ساعتونو کې چې د ورځې رڼا خپره شوه، بيا تياره راغله او بيا ورځ راغله، موږ خپل وسايل بيا- بيا چک کړل او د دې شپې لپاره نور هم تيار وو.

کله چې ما په اوکوناوا کې د خپل بارک په خونه کې د ٢٠٠١م کال د سپټمبر پر ١١مه پر امريکا د بريد صحنې په ټلويزيون کې وليدې، دا داسې يو ماموريت و، چې ما يې هغه وخت لا خوب ليدلى و. زه له روزنې راستون شوى وم او خپلې کوټې ته ننوتم، ومې ليدل چې د سوداګرۍ د نړيوال مرکز پر دويم برج (ټاور) باندې دويمه الوتکه ولګېده.

په داسې حال کې چې د ودانۍ له بل اړخ څخه لمبې پورته شوې او لوګي څپې وهلې، زه پر خپل ځاى وچ پاتې شوم.

کور ته د مليونونو ستنو شويو امريکايانو په څېر زه هم هلته وچ ودرېدم او دا د نه منلو صحنه مې په عاجزۍ کتله. په پاتې شېبو کې زه د ټلويزيون مخې ته وچ ناست وم، ذهن مې هڅه کوله د هغه څه چې زه شاهد يم صحنې خوندي کړي. له ودانۍ سره د يوې الوتکې ټکر ښايي يوه پېښه وي، په هغه څه چې زه هغه شېبه پوهېدم رسنيو خبرونو هم تاييد کړل، په ټلويزيون کې دويمه الوتکه ښکاره شوه. له ودانۍ سره د هغې لګېدل له شک پرته يوه حمله وه. امکان نه لري چې د دويمې هغې ټکر دې هم يوه تصادفي پېښه وي.

د ٢٠٠١م کال د سپټمبر پر ١١ مه زه د ځانګړو ځواکونو د يوه غړي په توګه په لومړي ماموريت وم، کله چې د اسامه بن لادن نوم واخيستل شو، زه پوه شوم چې زما پر يونټ به ږغ کېږي چې بله ورځ د ماموريت لپاره افغانستان ته لاړ شي.

په تېر يونيم کال کې موږ د ماموريتونو لپاره روزنه وليده. موږ په تېرو څو مياشتو کې په ټايلنډ، فليپين، ختيځ تېمور او اسټراليا کې روزنې بشپړې کړې.

کله چې ما د بريدونو ننداره کوله، دا شوق راپيدا شو چې له اوکيناوا څخه ليرې د افغانستان په غرونو کې واوسم او د القاعده د جنګياليو په تعقيبولو سره خدمت وکړم.

پر موږ داسې ږغ ونه شو. زه مايوس شوى وم. ما دا سخته او اوږدمهالې روزنه د دې لپاره نه وه ليدلې چې د ځانګړو ځواکونو يو غړى واوسم او يوازې پر ټلويزيون د جګړې ننداره وکړم. البته ما نه غوښتل ملګري او کورنۍ مې زما له نهيلۍ خبر شي. دوى ما ته ليکل او دغه پوښتنه يې کوله چې ايا زه افغانستان ته ځم او که څنګه.

زه د دوى لپاره د ځانګړو ځواکونو يو غړى وم، دا خبره په منطق هم برابره وه چې کېدى شواى ژر تر ژره په افغانستان کې په دنده وګمارل شو.

زما په ياد دي چې خپلې ملګرې ته مې هغه وخت يو برېښناليک ولېږه او د يوه بد وضعيت په اړه مې معلومات ورکړل. موږ د دې ماموريت د پاى په اړه خبرې کولې او د بل ماموريت تر پيل مخکې مو په کور کې د اوسېدو لپاره پلانونه طرحه کول.

ما ورته وليکل:

̋د يوې مياشتې لپاره زه لاړم، که اسامه بن لادن مې وواژه ډېر ژر به کور ته راستون شم̋ دا [وروستۍ جمله] يوه ټوکه وه.

اوس چې زموږ الوتکه د هدف پر لوري مخکې روانه ده، ما د تېرو لسو کلونو مودو ته ستون شوم. پر امريکا تر بريدونو وروسته زما د مسلک اړوندو کسانو دا تصور کاوه چې ښايي په داسې يوه ماموريت کې ونډه ولري. د القاعده مشر هر هغه څه ته اهميت په برخه کړى و، چې موږ يې په وړاندې جنګېدو. ده خلکو ته دا الهام ورکړ چې خپلې الوتکې د هغو ودانيو پر لوري بوځي او په داسې حال کې چې بېګناه خلک په کې وو، ويې نړوي.

داسې يو لنډ سوچ وحشتناک دى، ما د نيويارک اسمانڅک برجونه وليدل چې ونړېدل او هغه راپورونه مې هم وليدل چې په واشنګتن ډي سي او پينسلوانيا کې هم د بريدونو په اړه وو، زه پوه شوم چې په موږ په جګړه کې ښکېل شوي يو، داسې يوه جګړه کې زموږ انتخاب نه وه.

په دې څوکلنه جګړه کې ګڼو زړورو کسانو قرباني ورکړه، دوى په دې نه پوهېدل چې په داسې يوه ماموريت کې به برخه ولري.

تر پېښې يوه لسيزه او د القاعده شبکې د مشرانو تر تعقيب اته کاله وروسته موږ د القاعده شبکې د مشر بن لادن له ودانۍ يوازې يو څو دقيقې فاصله درلوده.

د الوتکې په بدنې پورې تړل شوې رسۍ مې په منګولو ټينګې نيولې وې او احساس مې کړه چې د پښو ويدې شوې ګوتې مې راويښېږي.

زما څنګ ته نښه ويشتونکي چې يوه پښه يې تر الوتکې دباندې غزولې وه، تکيه کړې وه.

د ده د ټوپک خولې په حويلۍ کې په هدف پسې لټون کاوه. د ده دنده دا وه کله چې بريد کوونکې ډله په بيړه د رسيو په مرسته سراى ته کښته او د ماموريت له مخې  سره ووېشل شوه، د ودانۍ جنوبي برخه وڅاري.

يوازې يوه ورځ مخکې موږ يوه هم باور نه کاوه چې واشنګټن به دغه ماموريت تصويب کړي. د څو اوونيو تر انتظار وروسته اوس موږ اوس له هغه کور څخه تر يوې دقيقې هم کمه فاصله درلوده. استخباراتو ويلي وو چې زموږ هدف به هغلته وي. زما اټکل هم دغه ويل، خو هېڅ شى به مې حيران نه کړي. ده [اسامه] به هم مخکې څو څو وارې دا فکر کړى وي، چې موږ ورنژدې يو.

په ٢٠٠٧م کال کې د اسامه بن لادن په اړه د اوازو د تعقيب او څار لپاره يوه اوونۍ تېره کړه. داسې راپورونه مو ترلاسه کړل چې دى د وروستي تمځي په توګه له پاکستان څخه بېرته افغانستان ته ځي.

يوې سرچينې وويل، په غرونو کې يې داسې يو سړى ليدلى چى سپين کالي يې اغوستي وو. له لومړنيو څېړنو څخه د څو اوونيو تر تېرېدو وروسته دا اساساً د يوې (وحشي بتې) تعقيبول وو.

دا وخت کې بېلابېل احساسات درلودل، مخکې تر دې چې الوتنه وکړو، د CIA  يوې شنونکې چې د ايبت اباد پر لوري د هدف د موندلو شاته عمده ځواک و، وويل دا سل په سلو يقيني ده، چې [بن لادن] په خپل ځاى کې دى.

هيله مې دا وه چې د هغې خبره رښتيا وي، خو تجربو مې راته ويل، تر هغو چې دغه ماموريت بشپړ شوى نه وي، بايد ځان له قضاوت کولو راوګرځوم.

کور ته يو څو ثانيې پاتې وې، هغه کسان چې هلته ژوند يې کاوه، يوه بده شپه يې په مخکې وه. موږ تر دې مخکې هم بېشماره ورته حملې کړې وو. په تېرو لسو کلونو کې ما په عراق، افغانستان او افريقا کې دندې ترسره کړې، موږ د ريچارد فيليپس[3] د ژغورنې په ماموريت کې هم برخه درلوده، موږ بايد په ٢٠٠٩م کال کې د سوماليا له درېيو سمندري غلو څخه د مېرسک ال اباما بېړۍ کپټان ژغورلاى، ما مخکې په پاکستان کې هم ځينې عملياته کړي دي.

په تاکتيکي لحاظ نننۍ شپې د سلګونو نورو عملياتو سره توپير نه درلود، خو په تاريخي لحاظ ما هيله درلوده چې دا به ډېر مختلف عمليات وي.

په داسې حال کې چې پړى مې ټينګ ونيوه، يوه خاموشي راباندې خپره شوه، په دې ماموريت کې هر يوه شريک کس تر دې مخکې هم د يوې دقيقې دغه خبرتيا په زرګونو ځلې اورېدلې وه، په اوس مهال کې دا تر کوم مخکېني عمليات ډېره بدله نه وه.

د الوتکې له دروازې ما هغه ساحې کتلې چې د څو اوونيو روزنې پر مهال مې د سټلايټ په عکسونو کې د هغو څېړنه کړې وه.

 زه په امنيتي مزي په الوتکې پورې بند شوى نه وم، زما ملګري والټ زما تر شا لاس په نيلوني رسۍ ټينګ نيولى و. ټولو زما څټ ته په راسته خوا کې د دروازې خوا ته ګڼه ګوڼه جوړه کړې وه، ټولو له ما سره يوځاى لاندې کتل.

همدا چې موږ جنوب ختيځ لورى پاک کړ، زموږ څرخي الوتکې زموږ  اټکل شوي ځاى ته نژدې ناستې ته ځان تيار کړ. دېرش فيټه لاندې ما کور ته وکتل، پر تناو مينځل شوي کالي راته ښکارېدل. هغه غالۍ چې د وچېدو لپاره دباندې ځړېدې دوړې او چټلۍ ورباندې ښکارېدې. د سراى په شا وخوا کې کثافات ښکارېدل او نژدې له الوتکې په سختۍ سره د څارويو ډله ښکارېده چې وزې او غويي په کې وو.

کله چې ميدان ته ښه ځير شوم، پام مې شو چې موږ پر مېلمستون يو. الوتکه لړزانده وه، ويلاى شم چې پيلوټ موقعيت ته د الوتکې په رسولو کې ستونزه درلوده. موږ د مېلمستون له بام څخه د سراى د دېوال ترمنځ د موقعيت د بدلون په حال کې وو. د عملې مشر ته مې يو نظر واچاوه، ومې ليدل چې د خپلې خولې په وړاندې يې د خپلې مخابرې مايکروفون کښېکاږه او پيلوټ ته يې لارښوونه مخابره کړه.

په داسې حال کې چې الوتکې هڅه کوله پر يوه مشخص موقعيت د  پاتې کېدو لپاره په کافي اندازه هوا پيدا کړي، کښته- پورته کېدله.

د الوتکې دا بېواکه خوځېدل کومه سرغړونه نه وه، بلکې ويلاى شم چې کوم پلان شوى شى نه و. پيلوټ هڅه کوله چې الوتکه کنټرول او دا تېروتنه سمه کړي. کوم شى سم نه و. پيلوټانو دغه ډول ماموريتونه تر دې مخکې ډېر واره ترسره کړي وو، دوى ته پر هدف د الوتکې برابرول داسې وو، لکه د کوم موټر پارک کول.

سراى ته ځير شوم، پر دې مې غور وکړ چې رسۍ لاندې کښته کړم او له دې بې ثباتې الوتکې څخه ځانونه بېغمه کړو. زه پوهېدم چې دا يو خطرناک کار دى، خو کښته کېدل هم امري او دستوري وو. نور نو د الوتکې په دروازې پورې د ځان د ټينګولو لپاره کوم دليل پاتې نه وو. يوازې مې دېته اړتيا درلوده چې کوم خوندي ځاى پيدا کړم او رسۍ ورکښته کړم.

ما د راډيو ږغ واورېد:

 ̋موږ يوه دوره وهو̋

د دې معنى دا وه چې په بېړۍ د رسۍ په مرسته پر سراى د کښته کېدو اصلي پلان لغو شو، موږ بايد د جنوب خوا ته دوره ووهو او بيا له دېوال څخه هاخوا پر سراى بريد وکړو. دې کار بريد ته قيمتي وخت په برخه کاوه او هغو کسانو ته يې د وسلوال کېدو لپاره زيات وخت ورکاوه، چې په کور کې دننه دي.

زړه مې لاړ. له کله چې مې د يوې دورې وهلو امر واورېد، هرشى له پلان سره سم مخ ته تلل. دې ځاى ته د رسېدو په لار کې مو د پاکستان رادار او د الوتکو ضد ميزايل غافلګيره کړى و، چې موږ يې کشف نه کړو.

موږ دا احتمال څو څو وارې تمرين کړى و، خو اوس دا B پلان و، که چېرې هدف رښتيا هم په کور کې دننه و، ناڅاپي بريد مهم و، چې ممکن په بيړه تمام شي.

په داسې حال کې الوتکې هڅه کوله له خپل بې ثباته حالت څخه ځان خلاص کړي، په ناسم ډول راسته خوا ته تاو شوه، ما احساس کړه چې د الوتکې لکۍ په تېزۍ سره چپې خوا ته وڅرخېده، زه يې ډېر حيران کړم ژر مې هڅه وکړه چې د لاس د ټينګولو لپاره په کابين کې دننه دستګير پيدا کړم، څو بهر ته د ځان د ښويېدو مخه ونيسم.

 احساس مې کړه چې د ټوپک قنداغ مې دباندې وتلى، د يوې ثانيې لپاره مې په خپل ځان کې وارخطايي احساس کړه، چې په زياتېدو وه. د رسۍ په مرسته مخکې لاړم او پر کابين مې تکيه وکړه، خو زما د ډلې ملګري ټول پر دروازې ورټول وو. زما لپاره شا ته د خوځېدو لپاره ځاى نه و.

په داسې حال کې الوتکه د لوېدو په حال کې وه، ما احساس کړه چې زما د ملګري والټ د شا له خوا له زغروالو کاليو کلک نيولى وم. د والټ بل لاس د ټوپک بدنه ټينګه نيولې وه. څومره مې کولاى شواى، ځان مې شا ته کش کړ. والټ د دې لپاره چې ما په الوتکه کې دننه وساتي، تقريباً پر ما پروت و.

په داسې حال کې چې څرخي الوتکې پر بغل حرکت کاوه زما مخامخ پر دروازه برابر شوم. ما سراى ته کتل چې موږ ته په رانژدې کېدو و. ماشين چې ډېر شور يې جوړ کړى و، هڅه يې کوله په هوا کې د پاتې کېدو لپاره هوا ځان ته راکش کړي.

تر ماموريت مخکې موږ ټوکه وکړه، چې زموږ څرخي الوتکه د سقوط لږ چانس لري، ځکه په موږ کې ځينې له مخکنيو ټکرونو او سقوط څخه ژوندې پاتې وو…

په زرګونو څه چې په مليونونو ساعتونه به پر دې لګول شوي وي چې امريکا ته دغه شېبه په برخه شي دا ماموريت مخکې تر دې چې موږ پر ځمکه قدم کښېږدو، د يوه مسير پر لوري د تګ تاکل و.

ما هڅه وکړه چې پښې لوړ او ځان ته ټکان ورکړم، چې کابين کې دننه پاتې شم.

که الوتکه پر يوه بغل غورځېدله، ما به کولاى شواى چې ورغړم يا هم خپلې پښې د الوتکې په بدنې پورې ټينګې کړم. تر وسه- وسه مې شاته زور وکړ، خپلې پښې مې خپلې سينې ته رانژدې کړې. زما څنګ ته نښه ويشتونکي (سنايپر) هڅه کوله چې له دروازې څخه خپلې پښې ليرې کړي، خو ډېر رش و. موږ بل هېڅ هم نه شواى کولاى، يوازې مو هيله دا وه چې الوتکه نسکوره نه شي.

هرڅه کرار شول، ما هڅه کوله د سقوط سوچونه له ذهن څخه وباسم. دا په داسې حال کې ده چې هره شېبه ځمکه رانژدې کېدله. ما احساس کړه چې ټول بدن مې ناارام او يوه ناڅرګندې ضربې ته تيار دى.

 


[1] Black Haw – تور باز – يو ډول څرخي الوتکه ده، چې امريکايي پوځ يې معمولاً کاروي.

[2] ايبټ اباد د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد يوه پوځي ښارګوټي ته نژدې پرته سيمه چې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن په کې څو کاله اوسېدلى و.

[3] تورن ريچارد فيليپس د امريکا د سمندري ځواکونو غړى و، چې د ٢٠٠٩م کال د اپرېل پر ٨مه په سوماليا کې د سمندري غلو له خوا وتښتول شو. وروسته د ٢٠٠٩م کال د اپرېل مياشتې پر ١٢ مه د عملياتو په مرسته ازاد شو.

3 thoughts on “سخته ورځ – لومړۍ برخه”
  1. که د سرای کلمې لپاره چې فکر کوم د انګلیسي د کمپاوند څخه ژباړونکی ترجمه کړی، د مرکز يا احاطې کلمه وکارول شي ښه به وي. دغه راز کور هم ورته ويلی شو. مګرسرای معمولا په بله مانه په افغانستان کې (خاصتا په ننګرهار کې ، دبل ځای حخه پوره معلومات نلرم) استعماليږي. دغه راز وچ ودرېدل هم د پښتو په ادبياتو کې رواج نلري. په ځای يی که بې حرکته، حيران او يا کومه بله کلمه وکارول شي ښه به وي ا

ځواب ورکول م. ننګرهاری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *