تاند- د طالبانو، داعش او نورو وسله والو د خونړۍ جګړې ترڅنګ د طبیعت قار (قهر) هم په لکونو افغانان د خپلو مېنو پرېښودو او حتي د خپلو ګلالیو ماشومانو پلورلو ته اړ ایستلي دي.

د وچکالۍ له لاسه له بادغیس څخه هرات ته کډوال شوي کورنۍ د نس د مړولو لپاره مجبوره شوي چې ماشومان وپلوري.

سي این این تلویزیون په هرات کې د وچکالۍ له کبله د بادغیس له ګڼو بې ځایه شویو کورنیو سره خبرې کړي دي.

د هغوی په منځ کې یوه هم اکیله (عاقله) ده چې یوه سړي د خپل لس کلن زوی لپاره په ۳ زره ډالره اخیستې ده.

د نیویارک پوست ورځپاڼې د راپور له مخې، د بادغیس د بې ځایه شویو په منځ کې یوې بلې مور خپله ۴ کلنه لور پر یوه ۲۰ کلن سړي د دې لپاره پلورلې چې پور پرې کړي.

خو د اکیلې مور مرمرینه وايي چې د خپل زړه ټوټه پلوري.

د دې خپل خاوند په جګړه کې وژل شوی او اوس دا د نورو وچکالي ځپلیو په شان له درو نورو ماشومانو سره په خیمو کې اوسي.

مرمرینې سي این این تلویزیون ته وویل«دلته په دې فکر راغلم چې څه نا څه کومک به راسره وشي، خو هیڅ مرسته مې ونه لیده. نه مې پیسې لرلې، نه ډوډۍ او نه کوم څوک چې کار وکړي او پیسې وګټي.»

د هرات د کورنیو بې ځایه شویو په کمپونو کې مېشتو خلکو تاند ته ویلي چې نړیوالې ټولنې مرستې کوي خو د هغوی مرستې هغه کسان اخلي چې پخوا راغلي او واسطې لري. د دوی په وینا نوي راغلي کډوال له مرستو بې برخې پاتې کېږي.

مرمرینه وايي، لورکۍ یې نه پوهېږي چې پلورل شوې ده:

«دا په ځان خبره نه ده ، څنګه به پوی شي؟ دا ماشومه ده. خو ما بله چاره نه لرله. که ژاړي یا خاندي، باید لاړه شي. څوک به د خپل زړه ټوټه وپلوري مګر دا چې ناچاره وي؟»

ملګري ملتونه اټکل کوي چې تر ۲ لکه ۷۵ زره زیات خلک د سږ کال د وچکالۍ له لاسه بې ځایه شوي چې لویه برخه یې د بادغیس ولایت اوسېدونکي دي.

د دوی مصیبت ته نه نړیوالو ټولنو او نه حکومت زیات پام کړی دی ځکه چې د دوی سختۍ د رسنیو د خاوندانو لپاره اهمیت نه لري. د افغانستان مطرح کورنیو رسنیو ته قومي مسایل لومړیتوب لري؛ که څوک د مالستان یا جاغورو وي، په یوه سترګه ورته کتل کېږي او که څوک د بالامرغاب وي، په بله سترګه ورته کتل کېږي.

4 thoughts on “سختیو د بادغیس بې ځایه شوي د خپلو ماشومانو پلورلو ته اړ ایستلي”
  1. Very disappointing, what happened to the tons of money given to the country?They all went to thee pockets of warlords, corrupt officials and deposited in foreign banks. shame to them.

  2. ستا په خیال به اسلام او مسلم چیری وی
    خو مخکی لدې چه پورته جمله پر خوله راوړو باید ووایو
    چي
    چیری دی هغه د بشری حقوقو د دفاع مدعیان چه یوه سرګردانه او ورَرکه پیشو له لسو غارونو څه راباسی او ژغوری ئې
    او په څنګ کی ئې
    هر کال په زرونو ټنه خوراکی مواد د بازار د نرخ د تعادل د خرابېدو له وجی په سمندرونو کی غورځوی خو افغان او افریقائي انسان د لوږی مری

  3. “هر کال په زرونو ټنه خوراکی مواد د بازار د نرخ د تعادل د خرابېدو له وجی په سمندرونو ‘کی ‘غورځوی خو افغان او افریقائي انسان د لوږی مری ”

    In the US some of the raw-food supply is taken out of circulation, primarily to help Mom and Pop farmers avoid bankruptcy. Such measure enabling farmers to continue farming and as a result unemployment is kept low, plus increasing food production. Most of the farmers have no other skills to be productive otherwise.

ځواب ورکول Babrak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *