تاند- د حقاني شبکې مشر او د طالبانو د ډلې مرستیال سراج الدین حقاني وايي، طالبان خبرو ته تیار دي خو شرط دا دی چې د شریعت پر اساس وي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې سراج الدین حقاني په یوه ثبت شوي صوتي پیغام کې ویلي چې طالبان د خبرو مخالفت نه کوي خو شرط دا دی چې د شریعت خلاف نه وي او نړیواله ټولنه ورسره موافقه وي.
سراج الدین حقاني، چې ډېر لږ په خپل ږغ کې پیغامونه خپروي، دا خبره نه ده واضیح کړې چې د سولې خبرې په څه ډول له شریعت سره په تضاد کې نه وي.
افغان او امریکايي چارواکي د حقاني شبکه، چې ویل کېږي په وزیرستان کې مرکزونه لري، د طالبانو په منځ کې تر ټولو خطرناکه او وحشتناکه ډله ګڼي او وايي چې اکثره پېچلې او خونړۍ ښاري حملې د حقاني شبکې له لوري کېږي.
د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې، چې د سراج الدین حقاني د صوتي پیغام کاپي یې ترلاسه کړې، لیکلي، طالبانو د حقاني د ۴۵ دقیقه يي صوتي پیغام ترڅنګ په یوه لنډه تبصره کې د حقاني څرګندونې د مهمې مسلې په اړه مهمې خبرې بللي دي.
پاکستاني رسنۍ وايي چې سراج الدین په وروستیو ورځو کې د خپلې ډلې د رسنیو له استازو سره خبرې کولې او د دې تاثر په ځواب کې یې، چې طالبان یوازې په جګړه باور لري او سیاسي دیالوګ نه مني، وویل:«زموږ کمیسیون د خبرو اترو له مسلو سره سروکار لري. که موږ د خبرو مخالف وای. دا کمیسیون به مو نه و جوړ کړی. په دې اړه طالبانو په اتفاق پرېکړه کړې ده.»
له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازو ۵ څلوراړخیزې غونډې وکړې او طالبان یې د سولې خبرو ته وبلل خو دې ډلې وویل چې د سولې خبرې نه کوي او تر هغو جګړې ته دوام ورکوي چې ټول بهرني پوځیان له افغانستانه وتلي نه وي.
سراج الدین حقاني د بې پېلوټه الوتکو د حملو د زیاتېدو په باب د امریکا د نوې پالیسۍ په اړه وویل چې دا ډول حملې به ناکامې شي.
ده دا څرګندونې وروسته له دې کړي چې د طالبانو مشر ملااختر محمد منصور د پاکستان د بلوچستان ایالت په نوشکي کې د بې پېلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
له دې بریده وروسته په یو شمېر راپورونو کې وویل شول چې د طالبانو مشران اوس د پخوا په شان ډاډه نه دي او د بې پېلوټه الوتکو له بریدونو ډارېږي.
تر دې پخوا امریکايي الوتکو په بلوچستان کې، چې ویل کېږي د طالبانو شورا هلته مېشته ده، هیڅکله برید نه و کړی.
حقاني د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو او پر ځای یې د ملا هبت الله له ټاکل کېدو وروسته د طالبانو د مشر لومړی مرستیال شو او د طالبانو پر ډله یې کنټرول لا زیات شو.
د کوم شریعت په رڼا کې خبرو ته حاضر دي، ددوی مقصد به د پاکستان د پرنګي شریعت وي. زه نه پوهیږم چې یو وحشي او داړونکی حیوان د کله نه د شریعت خبرې کوي. تا او ستا کورنۍ خو دومره بې ګناه افغانان وژلي چې حتی د روس په جنګ کې هم دومره مړه نه وو. ته ځان ته مسلمان څنګه وايې سراجه، د افغانانو ستا مردار، ناسنته او لګۍ دار ځان مرګي هیریږي.
الله خو شرمولي ياست، ځکه چې د پاکستلن او عربو د غلامۍ نه خو نور لوی شرم نشته.
دا د ای ایس ای د چلوټو یوه برخه ده، حقاني شبکه د ای ایس ای یوه شعبه ده، اوسمهال په پاکستان فشارونه
بیخي زیات شویدي، دا نړیوالې ټولنې ته د دوکې ورکولو یو کوښښ دی، نا تایید شوي راپورونه وايي، چې د امریکا او پاکستان د اړیکو په تاریخ کې ددوی اړیکې پډې اندازه نه وې خرابې شوې، حتی امریکا اوس پدې هڅه کې ده، چې پاکستان د ورته دسیسې ښکار کړي. افغانان باید په یوه خبره ځان قانع کړي، تر څو پورې چې طالب د مذاکراتو په میز باندې ناست ونه ګوري باید باور پرې ونه کړي، پاکستان همیشه د بهرني فشار نه د خلاصون په موخه دا ډول پیشوبازیانې کوي، خو مونږ ته د منلو وړ ندي، افغانان پدې پوهیږي چې طالب د کاغذ تشناب په څیر استعمالیږي، طالب نه افغان دی، نه وو او نه به شي، نه یې مبارزه ملي ده، نه د یو ملي هدف لپاره راپورته شوي او نه کوم سپیڅلی هدف لري.
خلاصه خبره داده چې امریکه په افغانستان کې د جنګ ادامه غواړي، هغه په دې وجه ، که په افغانستان کې کراري راشي نو بیا معلومه ده چې ټول افغانان به ورته وایي چې نور نو ووزه، او امریکه د چین لپاره دلته راغلې ده او په هېڅ ډول نه غواړي چې ووزي، نو د امریکې پاتې کېدلو لپاره غټه پلمه د طالبانو مخالفت دی او امریکاته دغه د طالبانو مخالفت دقیقاً د امریکې په ګټه دی، که یې په ګټه نه وای نو طالبان په یوه اوونۍ کې له منځه وړلای شي
دغه مذهبي سیاسیون چې دي، که هغه طالبان دي، یا داعش، یا بوکو حرام یا نور حرامخیل، دوی بس د اسلام کلمه زده کړې اود هغې په استعمال سره داسې ګومان کوي چې دوی پاک شول او نورو ته هم پاک ښکاري. وه مولوي صاحب سراج الدین خانه، قتل مه کوه، انسان مه وژنه ، وطن مه ورانونه، همدا اسلامیت دی او همدا انسانیت دی او همدا افغانیت دی. ټول عمر مو د خلکو په وژلو تیر کړ او په خبره پوه نه شوۍ چې اسلام څه ته وایي او انسانیت څه ته وایي.