تاند- د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز وايي، مخکې تر دې چې د طالبانو پر ضد اقدام وکړو، باید هغوی ته موقع ورکړو چې خبرې وکړي.
سرتاج عزیز له مشال راډیو سره په مرکه کې په عین حال کې وویل چې که د خبرو د نه کولو په صورت کې د طالبانو پر ضد اقدام کېده، باید د ټولو په مشوره وي.
د ده اشاره څلور اړخیز ګروپ ته وه چې د افغانستان او پاکستان ترڅنګ امریکا او چین پکې غړیتوب لري.
سرتاج عزیز له قطر څخه پاکستان ته د طالبانو د پلاوي د سفر په اړه له څه ویلو ډډه وکړه، ویې ویل چې په راتلونکو څو اوونیو کې به خبرې پیل شي.
سرتاج عزیز له طالبانو سره د پاکستان تماسونه تایید کړل خو ویې ویل چې نه غواړي په اوس وخت کې په دې موضوع ډېرې خبرې وکړي:
«دا محرمې مسلې دي، باید پرې ډېرې خبرې ونه شي، کله چې خبرې قاطع پړاو ته ورسېدې، بیا به ووایو، اما تماسونه شته.»
نن د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وویل چې په افغانستان کې د سولې خبرو ته د طالبانو د نه حاضرېدو مسوولیت یوازې د پاکستان نه دی. (تفصیل)
افعان دښمن خبس دا خوله نېولې ده دا پښتنو دښمن او دې پنجپاېانو پرتوګښ
دا سرګنګس عزیز بیا د پنجاب په اوسنیو ټولواکانو کی لږ ښه دی . کله کله حقایق وایی چې مونږ باید له هغوی نه ښه ګټه واخلو . د ه یو ځل بیا ثابته کړه چې پنجاب د ټالیبانو حامی دی. (مخکې تر دې چې د طالبانو پر ضد اقدام وکړو، باید هغوی ته موقع ورکړو چې خبرې وکړي.)
او یا (سرتاج عزیز له طالبانو سره د پاکستان تماسونه تایید کړل خو ویې ویل چې نه غواړي په اوس وخت کې په دې موضوع ډېرې خبرې وکړي:
«دا محرمې مسلې دي، باید پرې ډېرې خبرې ونه شي، کله چې خبرې قاطع پړاو ته ورسېدې، بیا به ووایو، اما تماسونه شته.»)
او یا د سرګنګس عزیز چې ځان د ټالیبانو ویاند معرفی کوی دا لاندی ویناوی هم د پنجاب د دولت ښه ثبوت کیدای شی:
سرتاج عزیز باید د سولې د خبرو لپاره طالبانو ته مخکې شرطونه ونه ټاکل شي
. طالبانو په چین کې د خبرو په اړه د سرتاج عزیز څرګندونې رد کړې
. سرتاج عزیز د افغان حکومت او بېلابېلو ډلو ترمنځ د سولې د خبرو د ژر پیلېدو هیله لري
سرتاج عزیز: طالبان د افغانستان له حکومت سره خبرې نه کوي
اوس چې معلومه شوه پنجاب په هیڅ صورت په افغانستان کې سوله نه غواړی نو د افغانستان دولت هم باید په خپلو تصامیمو کې جدی وی. که فرضا زمونږ نړیوال متحدین نه غواړی زمونږ اردو تجهیز کړی ، کیدای شی نوری منابع ولټول شی خو مخکی لدی باید خپل بهرنی سیاست فعاله کړو،
د افغانستان ټولو سیاسی نمایندګیو ته دنده وسپارل شی ترڅونړیوال د پنجاب له مداخلو خبر کړل شی.
د ملګرو ملتونو په سازمان او د اروپا په اتحادیې « بلجیم » کې د افغانستان په سیاسی نمایندګیو کې هوښیار ، وطندوسته او پرځان باور لرونکی کسان په دندو و ګمارل شی او زمونږ نړیوال دوستان د پنجاب له مداخلو خبر او هغوی وهڅول شی تر څو پر پنجاب فشار راوړی زمونږ په خاوره کی مداخلی او تجاوز بند کړی.
د افغانستان دولت د ټول ځواک د سرحدونو ساتلو ته تخصیص ورکړی کله چې د ټالیبانو د تمویل او تجهیز یا اکمال لاری بندی شی نور نو په خپله هیواد کې امن او سوله راځی.
د ټالیبانو په مقابل کې قاطع او نه پخلا کیدونکی سیاست غوره شی .
ستا وعده زما توبه دواړه دلبره لکه کرښه د اب نه لری وثوق شرم او حیا ښه نعمت دی خو چی خدای یی چاته ورکړی. پاکستانی سیاستوال لدی نعمته محروم دی