تاند- د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز وايي، د حقاني شبکه اسانه مسله نه ده او کېدای شي منفي پایلې ولري.
سرتاج عزیزد پاکستان د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو او دفاعي کمېټو ګډې غونډې ته په وینا کې وویل، د امریکا کانګریس پر پاکستان د ایف شپاړس الوتکو له پلورلو او پاکستان ته له مرستو سره د دې لپاره مخالفت وکړ چې پاکستان د سختدریځو پر ضد اقدام نه کوي.
ده همداراز وویل، د امریکا د کانګریس پرېکړه دا معنا لري چې پاکستان باید د الوتکو لپاره ۷۰۰ ملیون ډالره، چې د د دغو جنګي الوتکو د اصلي بیې دوه نیم برابره زیاته ده، ورکړي.
د کانګریس د موافقې په صورت کې به پاکستان د الوتکو لپاره امریکا ته ۲۷۰ ملیون ډالره ورکولې.
سرتاج عزیز په عین حال کې وویل، د امریکا د شرطونو په نه منلو کې د حکومت پرېکړه په ځای ده.«که شرطونه زموږ ملي ګټو ته تاوان اړوي، ښه ده چې ویې نه منو. دا د انتخاب مسله ده.»
پاکستان په افغانستان کې د وسله والو طالبانو ملاتړ په دغه هیواد کې د خپل نفوذ د پراختیا او د هند د اغېز د مخنیوي لپاره ګټور بولي او باور لري چې ملي ګټې یې په همدې کې تغښتي دي.
د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار په خپله خاوره کې د حقاني شبکې پر ضد اقدام کولو ته په اشارې وویل، دا داسي مسله ده چې پاکستان ته منفي عواقب لرلی شي.
ده د حقاني شبکې د ځپلو په وړاندې اقدام پر ډیورنډ کرښه له امتیاز غوښتلو سره مشروطه کړه، ویې ویل:«د حقاني شبکې (پر ضد اقدام) مسله له سرحدي ترتیباتو سره ارتباط لري چې د افغانستان حکومت یې په وړاندې مقاومت کوي.»
دا دپاکستان تر ټولو لوی شیطان او رزیل انسان دی ، هره خبره یی له شیطانت ، رزالت او منافقت څخه ډکه ده ، زه فکر کوم چی دا انگلیس لا تر اوسه مسلمان شوی هم ندی ، ځکه چی یو کار یی هم د انساناتو او مسلمانانو کارونو ته ورته ندی ، تباه او برباد دی وی.
عزیز صاحب خلک وایي چې پښتون یې خو د پنجاب اوبو درنه پښتو وړې او اوس دورګ شوی یې. ته اوس هم په پوله امتیاز غواړې، د تورخم شکست خو لا تازه دی، که غیرت درکې وي تور کارغان دې بیا پولې ته راواستوه. پنجابیان خومو په ګونډو کړه بیا مو توره په چنګیزي کوله. تاریخ درنه هیر دی دده نیکونه چنګیز او هلاکو مو لا پخوا مات کړي دي.
ارام کینه او پریږده چې ددواړو ملکونو خلک په ارام ژوند وکړي، چې تر ابده زور ووهۍ نو دا پوله تړلی نشې، ځکه چې دواړو غاړو ته یو قوم پروت دی. که لږ په پښتو پوهیږې دا به دې اوریدلي وي چې اوبه په ډانګ نه بیلیږي.
سرتاج عزيز صيب هم عجيبه ژبه لري چې د ورځې د رنګ سره برابره ېې اړوی را اړوی ، کوم شئ چې ټولو ته پته ده ، او زمونږ ماشومان هم پرې پوهیږي هغه د ډیورنډ لاين ناولې کرښه ده چې د انګریزانو وتلو سره منسوخه شویده ، هغه ډلې چې د پاکستان د ګټو لپاره جنګيږي ، که خدای کول خپل ارمانونه به خاورو ته يوسي ، خو افسوس پدې کوم چې پښتانه ځپل کيږي
daa sar taaj na da,shar taaj da .saheb chaa sara zebe che sarray we,na de englis bachay