سرتاج عزیز

تاند- پاکستان دا انګېرنه رد کړه چې ګنې په افغانستان کې د پاکستان فوبیا یا له پاکستان څخه د افغانانو وحشت مخ پر زیاتېدا دی او دا د افغانانو د ملي کلتور برخه ګرځېدلی دی.

د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو او د دغه هیواد د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز پرون /دوشنبه/ د افغانستان او پاکستان د دوه اړخیز دیالوګ د غونډې په پای کې وویل:«پاکستان د افغانستان د پرمختګ شریک دی. دا خبره چې له پاکستانه وحشت د افغانانو د ملي کلتور برخه ګرځېدلی، ځوروونکې ده، موږ ته پکار ده چې په دې اړه سروې وکړو څو ولیدل شي چې ایا دا خبره رښتیا ده. زه فکر کوم چې د پاکستان فوبیا (وحشت) د ځینو کسانو له لوري مطرح شوې خو حقیقت نه ده.»

ده د خبرو په مهال د افغانستان سفیر جانان موسي زي او د هند سفیر ډاکتر آر سي اې رګهوان ته کتل خو هغوی په غونډه کې خبرې ونه کړې.

د افغانستان او پاکستان د دیالوګ غونډه په اسلام اباد کې د سیمه ییزې سولې د انستیتیوت او په دغه ښار کې د هنس سیدال فونډېشن په ملاتړ د ستراتیژیکو مطالعاتو د افغان انستیتیوت له لوري په ګډه جوړه شوه.

په غونډه کې ډېرو وویل چې په افغانستان کې په دې باب ډېره خوابدي او نهیلي موجوده ده چې د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو د مخنیوي په برخه کې پاکستان خپلې ژمنې عملي نه کړې. او د افغانستان نه یوازې په لویو ښارونو بلکې کلیو کې هم خلک احساس کوي چې پاکستان طالبان پرېښودل چې جګړې ته دوام ورکړي او اوس طالبانو د لومړي ځل لپاره د افغانستان شمال ته هم تروریستي فعالیتونه غځولي دي.

خو سرتاج عزیز وویل:«پاکستان افغان طالبانو ته روزنه نه ورکوي. زموږ پالیسي حتي مخکې تر دې چې د اشرف غني حکومت جوړ شي بدله شوې وه. موږ دا کار (د طالبانو له ملاتړه لاس اخیستل) د خپل ځان لپاره وکړ. حقیقت دا دی کله چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی پاکستان ته راغی، ما ورته وویل چې پاکستان دوی (طالبانو) ته تریننګ نه ورکوي، کرزی په دې خوښ ښکاره شو.»

سرتاج عزیز تاکید وکاوه چې «د پاکستان پالیسي عملاً بدله شوې، نن د پاکستان پوځ له ولسمشر غني سره خبرې کوي، د پوځ لوی درستیز پنځه ځلي کابل ته لاړ چې دا له پخوا سره مخه ښه وه او دا معنا لري چې تېر هېر شول.»

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار د خپلو خبرو په دوام کې وویل:«پاکستان د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو ملاتړ نه کوي. پسرلني عملیات ځوروونکي دي خو په مجموع کې په افغانستان کې انتقال سوله ییز و. دا د ایساف له وتلو وروسته لومړنی دوبی دی. دا به حقیقت نه وي چې فکر وشي چې طالبان به هیڅ فعالیت نه کوي. په پسرلنیو عملیاتو کې ښکېل کسان ازبکان، تاجکان او چیچنایان دي چې حالات پېچلي کوي.»

ده وویل ګڼو هیوادونو په دې برخه کې همکاري نه ده کړې خو چین همکاري کوي. باید ټول هیوادونه یو بل ته لاس ورکړي. یو اسلامي هیواد هم د طالبانو ملاتړ نه کوي.

سرتاج عزیز د عراق په پرتله په افغانستان ��ې د انتقال پروسه خورا ښه وبلله، ویې ویل:«که د افغانستان او عراق د انتقال پروسې سره پرتله کړو. توپیر یې له ورایه ښکاري. په افغانستان کې د انتخاباتو له ستونزو سره سره، نه نظام ونړېد نه کوم سیستم ګډوډ شو. »

د پاکستان د صدراعظم سلاکار په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د افغانانو له لوري د پرمختیايي پروژو د طرحه کېدو وړاندیز وکړ، ویې ویل چې لوېدیځ مرستندویان د افغانستان پروژې تمویلوي.

د ده په نظر کېدای شي افغانان د اسلام اباد – کابل ترمنځ د موټر وې (لویې لارې) او د اورګاډي د پټلۍ، د کندهار او چمن ترمنځ او د کشک (د ترکمنستان پولې) او کندهار ترمنځ د اورګاډي د پټلیو پروژې جوړې کړي څو افغانستان له کراچۍ بندر او منځنۍ اسیا سره اسانه او ارزانه ترانسپورتي اړیکې ومومي.

14 thoughts on “سرتاج عزیز: د طالبانو ملاتړ مو بس کړی، له پاکستانه د افغانانو وېره ناسمه ده”
  1. داعزيز دی چی طالبان جګړی ته هڅوی دشيطانی کړی دده په لاس کی دی،چيچينيانو،اوزبکانو، اوتاجکانو چيرته ژوند کاوه اوکوی يي دغه اوس هم دنورهيوادونو څخه داسلام اباد دهوايي ډګرله لاری تګ راتګ کوی ولی دپاکستان مشران په دروغ ويلو نه شرميږی دوی خو ځانته مسلمانان وايي نو په اسلام کی خودروغ ويل ستره ګناه ده.څرنګه چی پاکستانی واکدارانو ستر .دروغونه ويلی او دخپلو ورکړل شویو وعدو څخه يي سرغړونه کړی نو ځکه موږ پری باور نلرو

  2. ره دی سرتاج عزیز ته وایم چه دا چا درته ویلی چه افغانان له پاکستانه داریزی او دی وایی چه له پاکستانه وحشت مه کوی اوس پالیسی بدله شوی ده دا په دی معنی چه پخوا داسی نه وه دا دیرش کاله چه هر بدبختی راغله خیر دی هیر یی کرو. نه داسی نده دوی باید د هر افغان د وینی توییدلو جواب ووایی او ددی وطن د زیربناوو د بربادی مسوولیت واخلی.

  3. الله تعالی مو هلاک کړه. الله تعالی مو داسې هلاک کړه لکه عادیان او ثمودیان چې هلاک شول. داسې هلاک شئ چې له پنجاب نه مو بوینه ټول هند ونیسي. نه یوازې د پسکیو بلکه د چټلوغوښو بویونه مو پورته شه. توف او لعنت دې وي په داسې ګاونډیتوب او داسې مسلمانۍ چې تاسو یې له افغانستان سره کوئ.

  4. متل دی چی وایی : کوږ بار منزل ته نه رسیږی .الله ج څه مختورن پیداکړی یاست دروغجنو په خولی خوږی خبری خو په زړه کی کاږه

  5. سرتاج عزیزه چی په قران کی مالګه وڅټی بیا هم ستاسو دروغجنو، مکارو او مردارو خبری افغانانو نه منیلی دی او نه به یی ومنی.
    لعنت شه ستاسو پر شان پر دوه مخیو شیطنانو.شه

  6. هغه متل دي چه وايي هندو زوړ شو خو اصلاح نشو.
    داکس هم داسی یو مداری دی چه په دنیا کی به بل مور داسی مدری نه وی زیگولی.زه فقط ده ته دا وایم چه(( خایین خو دازل خایین یی خدای را اصلاح کره)).

  7. که سوک فکر کوی چه پاکستان دافغانستان په باره کی صادق دی,,..!! نو داداسی معنی لری چه ((اسراییل هم دفلسطین دیرخه دوست دی)).

  8. نو چي دا تالبان ندي او ازبكان چيچنيايان دي بيا تالبان ولي پخپلي رسمي پاڼي كي د عملياتو او حملو او ورانكاريو ننگه كوي او خپل تازه خبرونه نشروي ؟؟

  9. سرتاج غزيز په خپله اقرار كوى چى په خوا مولاسوهنه كوله خواوس مو پالسي بدله شوى او دغني دحكومت له راتلو مخكى موژ پالسي بدله كره په داسى حال چى نوازشريف وايي چى دطالبانو حمله په نظامى شونحًى باندى په پيشوركى دپاكستان لپاره يولسم سپتمبرده او موژ نور له طالبانو سره كارنه لرو شه او بد طالب نشته تول يودى خو داحمله دغنى دحكومت له جوريدو حًو مياشتى ورسته وشوه خو سرتاج عزىز لكه چى وده ده متل ده چى دروغجن حافظه نه لرى
    پاكستان اصلاً دجنجالونو لپاره جور شوى نه داسلام لپاره

  10. د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې اصلا سوله یو بې مانا بې ارزښته کار دی…سوله له چا سره کوي، اصلا لا تر اوسه مقابل لوری، د دښمن کره تعریف نه دی موجود. بل تر ټولو ستره ننګونه د پاکستان شتون دی، وایی څو چې پاکستان وي نو هیڅکله دا وطن د جوړیدو نه دی…. دا هغه څه دي چې لوړ پوړو امریکایي چارواکو هم ثابته کړې. زما په آند که چیرې پاکستان د هند سره د سیالۍ او د خپل ستراتیژیک عمق د ساتلو لپاره هر کار کولای شي، تروریستي ډلې روزلی، پاللی او دوستي کولای شي… افغانستان ته هم په کار دي چې په دې اړه له سره او ستراتیژیک فکر وکړي…. مغرضه ګاونډي هیوادونه په هیواد کې د نا امنۍ، بد مرغیو او ډول ډول ناخوالو اصلي عاملین دي…

  11. افغانان له پنجابي حکومت څخه کله هم ویره نه لري .بلکه دا پنجابیان دي چی دیو با ثباته او پرمختللی افغانستان څخه ویره لري. ویره د افغاني کلتور برخه نه ده ګرځیدلي بلکه د پنجابي کلتور برخه وه، ده او وي به.
    پنجابیان د وسله والو مخالفینو سره مرسته بنده کړي نه ده بلکه دهغوي سره مرسته کړي نه ده بلکه دافغاني ویاړونو تر شاه یی ځان پټ کړي دي خو دا چی دوی وایی پخوا مونږه مرسته کړي ده ددی دپاره چی که اوسنی واکدران وډار کړي او د افغانستان په راتلونکي کی غښتلی رول ولری او خپل اثر تضمین کړي. د پاکستان وحشت دځینو کسانو له لوري مطرح شوي او یایی اوس یی ځکه لا پسی مطرح کوي چي کیدای شي ځینی اوسني ډارن او ّځان غوښتونکي افغان واکمن سیاستوال دخپلو ګټو د ساتلو په خاطر ددوي په خیرو وغولیږي. پنجابیان دا نه هیروی چی د افغان زړور ولس په کلتور کي ویره ځای نه لري.

  12. نو خو سمه وايي! دتالیبانو ملاتړ یې پرېښودی اود داعش ملاتړ یې شروع کړی دی ځکه چې اوس د تالیب د خرڅولو وخت رارسېدلی دی.

  13. سرتاج عزیز که دا وینې یا یې اوري، نو زما وینا به ورته دا وي، چې اوس مو دطالبانو له ملاتړه لاس اخیستی، نو په دا تېرو څوارلسو کلونو کې مو چې دخپلو بړېڅو په لاسونو په پاکستانیو وسلو کوم افغانان وژلي، دهغو تاوان نو واچوه.

ځواب ورکول pashtom ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *