سرتاج عزیز

تاند- د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز وايي چې د دغه هیواد په خاوره کې د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور وژل کېدو د افغاتنستان د سولې پروسه سخته اغېزمن کړې ده.

سرتاج عزیز نن /پنجشنبه/ په اسلام اباد کې د پاکستان په بهرنیو چارو وزارت کې خبریالانو ته وویل، د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې د ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو وروسته د دې تضمین نه شي ورکول کېدای چې د افغانستان د سولې لپاره خبرې اترې به بیا کله پیل شي.

ده وویل، د معلوماتو له مخې اختر محمد منصور د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړی و، او د دې څرګنده بېلګه دا ده چې د افغانستان د سولې د پروسې په څلور اړخیز ګروپ کې د ده پلویان شریک ول.

دا په داسي حال کې ده چې امریکا او افغانستان ویلي چې ملا اختر محمد منصور د سولې د لارې خنډ و.

سرتاج عزیز زیاته کړه، د مې په اتلسمه د څلورو هیوادونو په غونډه کې پرېکړه وشوه چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره به په قضیه کې له نفوذ لرونکو (طالبانو) سره سیاسي خبرو اترو ته اهمیت ورکول کېږي.

د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار تاکید وکړ چې په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره یوازینۍ لار خبرې دي، په تېرو ۱۵ کلونو کې جګړه وشوه خو امنیت یې رانه وړلی شو.

پاکستان په څلور اړخیزه غونډه کې ژمنه کړې وه چې طالبان به د سولې خبرو ته حاضروي او که طالبان حاضر نه شول پر ضد به یې اقدام کوي.

خو سرتاج عزیز چې پخوا یې ویلي و چې د طالبانو پر ضد به د پاکستان لږترلږه اقدام دا وي چې د دې ډلې مشران او د کورنیو غړي به له پاکستانه وباسي، نن وویل چې له قوې څخه کار اخیستل به د افغانستان حالات لا ډېر بې ثباته کړي او په تېره بیا په داسي حال کې چې په دغه هیواد کې ډېر ستخدریځي موجود دي.

ده دا هم وویل چې له ټولو نښو نښانو داسي ښکاري چې ملا اختر محمد منصور وژل شوی دی خو د پاکستان حکومت به د نوموړي مرګ هغه وخت تایید کړي چې د منصور د ډي این اې د معاینې نتیجه څرګنده شي.

د منصور مړی لا هم د پاکستان د حکومت په کنټرول کې دی.

سرتاج عزیز وویل چې د منصور مړی به تر هغو چا ته ونه سپارل شي چې د ډي این اې د معاینې نتیجه معلومه شوې نه وي.

3 thoughts on “سرتاج عزیز: د منصور وژل کېدو د سولې پروسه زیانمنه کړه”
  1. د سرتاج عزیز حافظه نوره له کاره لویدلی او هره ورز ضدو نقیض خبر ی کوی

  2. د خوشحال وینا خو اوس راته ثبوت شوه
    چی خټک د پنجابیانو غلامان شو
    اوس چواړی تاج په سرکړی چې پښتون یم
    دا همه واړه په قوم دی انګریزان
    تو لعنت دی د هغ پشتون په رنګ شي
    چی له ځانه ورته ګران دي پنجابیان

ځواب ورکول عبدالرحيمزى ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *