سرتاج عزیز

تاند- د پاکستان د ملي امنیت او د صدراعظم سلاکار سرتارج عزیز وايي، د افغانستان د سولې د عالي شورا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو لپاره د پاکستان له هڅو سره سره وسله وال طالبان نه غواړي چې خبرې پیل کړي.

سرتاج عزیز پرون /شنبه/ د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل:«د افغان طالبانو اساسي دریځ دا دی چې دوی د کابل حکومت او اساسي قانون په رسمیت نه پېژني.»

سرتاج عزیز په اسلام اباد کې د (افغانستان – پاکستان) د کنفرانس په پای کې ایکسپریس تریبیون ته همداراز وویل:«پکار ده چې له دوی (طالبانو) سره، چې اکثره مشران یې په افغانستان او یا قطر کې دي، غیررسمي تماسونه ونیول شي، د افغانستان حکومت دا کار کولی شي. موږ پر افغان طالبانو کنټرول نه لرو. موږ له دوی څخه له اوږدې مودې راهیسي غوښتنې کوو چې د سولې له عالي شورا سره خبرې وکړي خو دوی دا غوښتنې نه مني.»

سرتاج عزیز دا څرګندونې په داسي وخت کې کړي چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د پاکستان تاریخي سیال هند ته تللی او هندي چارواکو د امنیتي او دفاعي مرستو ژمنې ورکړي دي.

سرتاج عزیز او نورو پاکستاني چارواکو تر دې مخکې په ځلونو ویلي چې پاکستان د افغانستان د سولې په بهیر کې مهم رول لوبولی شي او حاضر دی چې د افغانستان د سولې له عالي شورا سره د طالبانو د خبرواترو زمینه برابره کړي.

سرتاج عزیز وویل چې د افغانستان د سولې د عالي شورا غړیو تېره میاشت په پاکستان کې د طالبانو له پخواني مرستیال ملاعبدالغني برادر سره ولیدل.

«افغانانو له ملابرادر سره ولیدل خو خبرې یې ورسره ونه کړې ځکه چې د ملابرادر وضعیت ښه نه و. او مفصلې خبرې یې نه شوای کولی.»

تر دې مخکې د افغانستان د سولې د عالي شورا یوه غړي رویټرز خبري اژانس ته ویلي و چې د پاکستان استخباراتي مامورینو ملابرادر ته داسي مخدر مواد ورکړي و چې هغه خبرې نه شوای کولی.

سرتاج عزیز د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا له قطره بل هیواد ته د طالبانو دفتر لېږدول کېږي، وویل:«مهمه نه ده چې د طالبانو نوی دفتر چیري وي. کېدای شي په ترکیه یا سعودي عربستان کې وي، مهمه خبره دا ده چې دوی خبرو ته حاضر شي.»

له سرتاج عزیز څخه وپوښتل شول چې ولي ملابرادر هماغسي نه دی خلاص شوی لکه څرنګه چې پنځوس نور طالب بندیان خوشي شوي. او حتي ده ته د خپلې کورنۍ غړي نه دي ورپرېښودل شوي، نو سرتاج عزیز وویل:«که څوک له ملابرادر سره کتلی نه شي دا کار موږ د افغانستان د حکومت له توقع سره سم کړی دی.»

سرتاج عزیز وویل چې د افغانستان د سولې د عالي شورا غړي له ملابرادر سره کتلی شي.

4 thoughts on “سرتاج عزیز: طالبان د افغانستان له حکومت سره خبرې نه کوي”
  1. شف شف نه شفتالو . سرتاج عزیز دا واضیح کړه چی د دوی له اجازی پرته په افغانستان کی سوله نشی راتلای. طالبان د دوی ګوش په فرمان یا په ځنځیرتړلی مزدوران دی. که د پاکستان خوښه نه وی دوی نشی کولای له ملا برادر سره وګوری او که فشار پری راوستل شی نو بیا مخدره مواد ورکوی چی له خبرو یی وغورځوی.
    ګومان نه کوم چی دا وړۍ شړۍ شی. له طالب مالب نه څه نه جوړیږی. خپل کار به کوو او خپل به کوی.

  2. کباب سوم کباب زره می غواری چی انترنت هیچ ونه کاره وم الله دی هغه چوک خپل په غضب اخته چی دافغانستان جوریده نه غواری

    امین. ،، تاسو هم ووایاست

  3. طالبان د خدای قهر او غضب دی چې لمړی په پښتنو او بیا په افغانستان مسلط کړل شویدی.

    خدای د موږ لدې غضبه پخیر خلاص کړي

  4. Afghanano roonro che tar so pore taliban da khabaro maiz la na wee raghalee aghoi barkhilaf jang kha pa zor sara jaree wasatai.Zma yaqeen dai che da dee gham na ba taso pa wach zor khlas shae.Bala lar nashta.

ځواب ورکول Alamoona gharkaweena ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *