تاند- د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز وايي، د افغانستان حکومت باید له وسله والو طالبانو سره د خبرو لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

سرتاج عزیز چې نن /پنجشنبه/ د پاکستان د مشرانو جرګې د بهرنیو چارو او دفاعي چارو ګډو کمېټو ته خبرې کولې، وویل«کابل ته ویل شوي چې له طالبانو سره د خبرو لپاره جدي اقدام وکړي»

ده همداراز وویل، د افغانستان مسله د خبرو له لارې حل کېدای شي نه په پوځي قوت.

سرتاج عزیز همداراز وویل چې نور افغانانو ته اجازه نه ورکول کېږي چې پاکستان ته بې وېزې راشي.

ده وویل چې د پولې د اغېزمن کنټرول لپاره د پاکستان په خاوره کې تاسیسات جوړېږي او تراوسه پوري ۴ دروازې جوړې شوي دي.

3 thoughts on “سرتاج عزیز: له افغانستانه غوښتل شوي چې له طالبانو سره خبرې وکړي”
  1. له جنرال حمیدغول او کرنیل امام نه وروسته د طالبانو سرپرستی سرتاج عزیز ته ورپاته شویده نو ځکه وخت ناوخت له طالبانو سره د خبرو ملاتړ کوی. که طالبان رښتیا د خبرو شوقیان وی نو خپله د میدان ته شی او لکه حکمتیار صاحب خپل پلاوی د کابل ته را ولیږی ، خپل شرایط اوغوښتنی د مطرح کړی . هغه غوټه چې په لاس خلاصیږی د سرتاج عزیز کشړوپی خولی ته حاجت نشته.

  2. طالبان چى د پاکستان ډول ته ګډيژې نو دوى ورته نه واى زمونږ سره يې چى دسپي او د پيشوده نو مونږ ورسره کيني باىد دپاکستان نوازشريفان زيات دې ېو دى ورسره خبر اترى وکړي خو پاکستان نه غواړي چي په افغانستان کي سوله او آرآمې راشې

ځواب ورکول طالب ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *