تاند- پاکستان به ښايي افغانستان وهڅوي چې له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې بیا پیل کړي ځکه چې د ملا عمر د مړینې له اعلانه وروسته د طالبانو په منځ کې د قدرت پر سر مبارزه پای ته نه ده رسېدلې.
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز غواړي چې نن /جمعه/ د افغانستان د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ په کنفرانس یا ریکا کې د ګډن لپاره کابل ته لاړشي.
دا کنفرانس پرون /پنجشنبه/ پیل شو.
په دغه کنفرانس کې د ۳۰ هیوادونو او ۴۰ نړیوالو موسسو استازي ګډون لري.
پاکستاني رسنۍ وايي چې سرتاج عزیز به له افغان چارواکو وغواړي چې په افغانستان کې د پاکستان خلاف د تبلیغاتو مخه ونیسي.
دیپلوماتیکې سرچینې وايي چې سرتاج عزیز به د ریکا کنفرانس ترڅنګ د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په شمول له یو شمېر افغان چارواکو سره وویني.
د سیاسي چارو کارپوه او ژورنالیست رحیم الله یوسفزی وايي چې سرتاج عزیز به د دې سفر په لړ کې هڅه وکړي چې د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې وروستۍ ترینګلتیا کمه کړي.
««په ملاقاتونو کې چې څومره ډېر کېږي، په هغو کې شکایتونه او ګیلې مطرح کېږي. داسي نه ده چې له دې سفر یا ملاقاتونو سره به ټولې مسلې حل شي خو یوه موقع ده چې د دوو هیوادونو په اړیکو کې رامنځته شويو مشکلاتو ته توجه وشي او د هغو د حل کولو لپاره څه نا څه ګامونه پورته شي.»
د افغانستان ولسمشر د کابل له وروستیو بمي حملو وروسته ویلي و چې نور له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د پاکستان مرسته نه غواړي.
د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ لومړنۍ رسمي مخامخ خبرې د جولای په اوومه د پاکستان په مري ښارګي کې د پاکستان په مرسته ممکنې شوې وې.
د لوېدیځو رسنیو د راپور له مخې دیپلوماتیکې سرچینې وايي چې خبرې اترې د افغانستان د مسلې د حل کولو یوازینۍ لار ده او افغانستان باید له طالبانو سره خبرې بیا پیل کړي.
په همدې منځ کې د پاکستان ایکسپریس تریبیون نن په یوه راپور کې ویلي چې د افغان طالبانو مشرانو په ضمني ډول د سولې د خبرو بیا پیلولو ته تیاري ښوولې ده.
د ورځپاڼې له مخې پاکستاني او چینايي چارواکو د افغانستان په غوښتنه پر طالبانو فشار راوړی چې د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته کښېني.
خبري اتري او مصالحه بايد شروع شي او عملي شي فه دي كار كي بايد دير زند ونه شي اما طالبان بايد خفلي قربانيو ته متوجه وي جه دوي وكولاي شول امريكايانو ته جهاني شكست وركري أوله بلي خوا حاكمه اداره دكابل يوه مفسده اداره ده هسي نه جه ددوي نوم حيثيت اوجهادي كارنامي دمفسيدي اداري دفساد قرباني شي
دپنجاب عزیز په خبرو هیڅ باور ندی پکار , دی لکه زوړ سپی د غپا نه یی ګوزونه زیاد دی , دا دفاسد قوم فقط دزور په ژبه پوهیږی او بس , ددوۍ سره خبری کول دوخت ضیاع ده.
د سرتاج عزیز په خبرو نور باور پکار نه دی
ولسمشره
تا ويلي وه چه نور دطالبانو سره دخبرو د پ اره دبلاكستان مر سته نه غوا ړم.
ولسمشره؟
كوم هو ډ چه دي كړي په هغه ديو افغان او ديو ولسمشر په تو ګه ولا ړ اوسه دي كي دي قدر أوعزت دي سر تاج عزيز سره ملا قات ونه كړ ي؟)دي كه ستا او دافغانانو عزت پر وت دي .
دا هسی د وخت ضا یع ددی خبرو نه هیځ نه جوړیزی بیا طالبان خو ددوی غلامان دی هر څه چی دوی ورته وایی هغسی کوی
په یوه فاحشه اعتبار وکوی خو په دی بیناموسه اعتبار مکوی تاسو یی شکل ته متوجه شی د انسان همداسی شکل وی
که چیری دطالبانو سره خبریه هم کیزی خو باید په کوم بل دریم هیواد کی وی بیا نو ممکن نتیجه ورکری په غیر دهغه نه د وقت صایع کول دی او لکه چه ولسمشر ویلی چه نه غواری پاکستان دی دوی خبرو ته کشینوی باید خپل پر خبره ولار وی نو که نوی دادولسمشر خبری به ارزشه شی چه یوه روز یو شی وایی بله ورز بل شی وایی.
وایی « هرشی چی خام شی پخیږی ، مګر د پنجاب عزیز نور نه پخیږی».
که ملایانو او طالبانو سره خبری او مذاکرات بیرته شروع کیږی نو ضرور نه ده هلته پنجابیان هم ناست وی . طالبان د مستقله حاضر شی او خپلی غوښتنی د مطرح کړی. پنجابیان نه غواړی د دو ورونو او مسلمانانو ترمنځ سوله راشی. پنجابیان فقط پدی فکر کی دی چی څنګه د افغانستان د اسلامی جمهوریت او د طالبانو ترمنځ جګړه اوږده کړی ، دوی «غله ته وایی چی غلا کوه او د کور څښتن ته وایی چی غل درغی. » شاید افغان طالبان څه مجبوریتونه ولری او خپلی غوښتنی مخامخ مطرح نشی کړی نو دوی ته لازمه ده له مستقلی دیپلوماسی نه کار واخلی مثلا په افغانستان کی له ملا عبدالوکیل متوکل ، ملا عبدالسلام ضعیف ، سید طیب آغا په شان کسانو ته واک ورکړی او د دواړو لوریو ترمنځ د سولی او جوړجاړی خبری بریالیتوب ته ورسوی.