سرتاج عزیز

تاند- د پاکستان د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ سلاکار سرتاج عزیز د جمعې په ورځ وویل چې پاکستان او افغانستان موافقه وکړه خپل منځي اعتماد بېرته رامنځته کړي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې سرتاج عزیز له کابله اسلام اباد ته تر رسېدو وروسته د پاکستان دولتي تلویزیون (پي ټي وي) ته وویل، دواړو خواوو دغه راز موافقه وکړه چې د یو بل پر خلاف به تورونه نه لګوي.

ده همداراز وویل چې په کابل کې یې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني او بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني سره وکتل.

سرتاج عزیز وویل، د افغانستان د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ د شپږمې غونډې ترڅنګ یې له ولسمشر غني سره په کتنه کې د پاکستان اندېښنه هغه ته څرګنده کړه.

ده دا هم وویل چې د افغانستان چارواکو ته یې په کابل کې د پاکستان د سفارت د امنیت موضوع هم یاده کړه.

تېره اوونۍ پاکستاني رسنیو ادعا وکړه چې په کابل کې د پاکستان د سفارت کارکوونکي او دیپلوماتان د ناپېژندویو کسانو له لوري تعقیب کېږي.

سرتاج عزیز دا هم وویل چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر به د راتلونکي نوومبر په لومړۍ نېټه پاکستان ته سفر وکړي.

One thought on “سرتاج عزیز وايي، افغانستان او پاکستان د خپلمنځي اعتماد پر رامنځته کولو سلا وکړه”
  1. له نواز مردار یی رانیولی تر رشید او سرتاج عزیز پوری دا ټول دوه مخی منافقین دی ؛ افغانانو ښه پیژندلی دی د دوی یوی خبری ته هم اهمیت نه ورکوی او باید چی په دوی اعتماد ونه شی

ځواب ورکول shakir ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *