سرتاج عزیز

تاند- یوه جګپوړي پاکستاني چارواکي وویل، باور لري چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ سولې ممکنه ده خو شرط دا دی چې د افغانستان حکومت یو څه نرمښت (انعطاف) وښيي.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز د یکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې وویل، په افغانستان کې لا هم د سولې امکان له ګوتو نه دی وتلی.

سرتاج عزیز تر دې پخوا په واشنګټن کې د افغانستان له اوسني حکومت سره د سولې امکان په ضمني ډول رد کړی و او ویلي یې و چې ممکن افغان طالبان له کرزي وروسته د راتلونکو انتخاباتو په نتیجه کې له واک ته رسېدونکي حکومت سره سولې ته راضي شي.

د ښاغلي عزیز دا څرګندونې د افغانستان له توند غبرګون سره مخامخ شوې وې.

سرتاج عزیز، چې هیواد یې د طالبانو په ملاتړ تورن کېږي، وویل، طالبان د افغانستان پر ځینو ولسوالیو واکمن دي، خو د پاکستان له ارزونو سره سم دا ډله به له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته پر ټول هیواد کنټرول ترلاسه نه کړای شي.

سرتاج عزیز دا خبره په داسي حال کې وکړه چې د ځینو راپورونو پر اساس پاکستان اوس غوره بولي چې که طالبان ټول افغانستان نه شي نیولی نو لږترلږه جنوبي او شرقي ولایتونه ونیسي او په دغو ولایتونو کې د یوه جلا طالب دولت په جوړولو سره په خپل ګاونډ کې د هند د حضور مخه ونیسي.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار، چې په عین وخت کې د نوازشریف د بهرنۍ پالیسۍ سلاکار هم دی، وویل، د افغانستان درې نیم لکه امنیتي ځواکونه او د طالبانو مخالف د شمال ايتلاف هم پیاوړي شوي، نو پر دې اساس به طالبان هم په دې غور وکړي چې د سیاسي پخلاینې د بهیر په وسیله د شخړې د پای ته رسولو د یوې لارې لټه وکړي.

سرتاج عزیز د افغانستان پر حکومت ږغ وکړ چې خپل دریځ نرم کړي او داسي لارې چارې غوره کړي چې طالبان د سولې او پخلاینې له بهیر سره یوځای شي.

سرتاج عزیز په پاکستان کې دننه د پاکستاني طالبانو په وړاندې له قوې څخه د کار اخیستلو احتمال رد نه کړ، ویې ویل چې افراطیت د پاکستان لپاره په یوه جدي خطر بدل شوی دی.

9 thoughts on “سرتاج عزیز وايي، افغانستان دې د طالبانو په وړاندې له نرمښته کار واخلي”
  1. السلام علیکم ورحمت الله وبر کاته ۰۰۰/دسر تاج عزیز له معلو ماتو داسی معلو میږی چی دافغا نستان ددولت چارواکی له جدیت کبر غرور او نه اخلاص کوولو سره صلحه غواړی ۰۰۰ خو زه دیوه افغان فه صفت داسی ویلی شم چی دافغانستان حکومت نه صلحه غواړی او نه یی نیت لری دا ځکه چی ددوی شخصی مفا دات چی ددوی جبو ته ځی له خطر سره مخ کیږی ۰۰۰ دوی وایی چی مجاهدینو حکومت وکړ او طالبانو هم وکړ اوس زموږ غر بیانو وار ده نو خکه غربیان هم داهیله لری څه چی شو وی هغه دوی هم تکرار کړی او دا به کیږی ځکه دوی صلحه نه غواړی او لکه دچا خبره کرزی ملنډی وهی او ان شاالله فه دی لومه کی به ګیر شی او د ډاکټر نجیب غو نته حساب به ورسره وشی خکه دوی صلحه نه غواړی او که صلحه یی غوشتی نو صلاح الدین غونته بی تجربی کس به دوی نه غوره کا وه

  2. سر تاج عزیز هو شیار او زیرک کس ده فه ځای خبره یی کړی دکابل حکومت اخلاص مندا نه قدم نه اخلی او نه هم داسی یوه طرحه وړا ندی کوی چی فه هغه کی صلحه پیچل شو وی وی دوی در واغ وای او همد غه حال غواړی دا کوم چی روان ده دکرزی طرحی ټولی دچرسو فه چیلم فوری تړلی ده او بس ۰۰۰

  3. دادپاکستان اختیار دی چی دافغانستان په داخلی چارو کی مستقیم لاس وهی او دطالب په نوم افغانستان کی دوی جنگیژی اوهیچ وقت نغواری چی افغانستان آباد وی

  4. سرتاج عزیز خو د طالبانو دریم ترجمان دی ورسته د قاری یوسف او زبیح الله مجاهد خو فرق پکی دادی چې هغوی دواړو مخونه پټ کړی دی او دا د لنډغر بچی لوڅ مخ او سوټا سر په سپینو سترګو د افغان بوزدل ولس او دوه مخی نړیوال ټولنی په سترګو کې خاوری اچوی.

  5. دسرتاج عزیز خبری ترډیره بریده سمی دی که چیری افغان دولت لادمخه دسولی عالی شورا مشرتابه کی داسی یو بی غرضه شخص ټاکلی وای نوترډیره به څه ناڅه دطالبانو پری باور راغلی ؤ خوکله چی دوی دطالبانو سخت دښمن لکه ربانی ته دسولی شورا واګی وسپارلی نوله همهاغه پیل څخه دغه تش په نامه شورا دطالبانو خولاڅه چی دعاموخلکو هم دسولی له راتګ څخه تمه وشلیده خواوس هم که خدای مکړه یوځل بیا دجګړه مارو ډلو استازی داکتر عبدالله راتلونکو ټاکنوکی بریالی شی نودطالبانوقوت به څوچنده شی ځکه شمالی ټلواله په هیڅ ډول خلکوته دمنلو نده او له راتلونکی دولت سره به دمخالفت کچه تردی هم زیاته شی او که چیری راتلونکی دولت چی زه یقین لرم پرته له عبدالله څخه بل څوک به بریالی شی دسولی اوپخلاینی پروسی ته قوت ورکړی اوبی غرضه اشخاص دسولی عالی شورا کی وګوماری شونی دی چی طالبان دسولی پروسی ته غاړه کیږدی اولدی سره جوخت باید راتلونکی دولت دینی عالمانوڅخه لویه کمیټه جوړه کړی ترڅوهغوی له دینی پلوه طالبان دی ته متقاعد کړی چی ترڅودپاکستان په لمسونه ونه غولیږی

  6. سرتاج عزیز وایی: « په پاکستان کې دننه د پاکستاني طالبانو په وړاندې له قوې څخه د کار اخیستلو احتمال نه ردوی او وایی چې افراطیت د پاکستان لپاره په یوه جدي خطر بدل شوی دی.» اما د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ سولې ممکنه ده خو شرط دا دی چې د افغانستان حکومت یو څه نرمښت (انعطاف) وښيي.
    دی ته وایی یو بام او دوه هواوی. د منافق د زړه او خولی خبره یوه نه وی ، دا د پاکستان د دولت رسمی منافقت دی.

  7. نورمحمد ثاقب او یو شمېر نورو ته،
    که تاسو دا خپلې خبرې یو ځل بیا ولولئ او لږ حقایقو ته بېرته رجوع کړئ، نو تاسو به پوه شئ چې پاکستان له ابتدا نه تر ننه پورې حتی د ملا ړانده په وخت کې چې هغه یې په سلو کې سل ګوډاګی وه هم د افغانستان دښمن وه او دی. ملا ضعیف یې خرڅ کړ، غیرت بهیر یې خرڅ کړ، عبدالرحیم مسلم دوست یې خرڅ کړ، عبیدالله یې وواژه، معتصم اغاجان یې وواژه، ……ملا نصیرالدین او دا اوس اوس ملا ذاکري. افسوس ستاسو پر حال چې کاشکې تاسو یوه ورځ د هغو میندو او خویندو له درده خبر شوی وئ چې ستاسو د خرمرګو په حملو کې وژل کیږي یا په هغو بمباریو کې وژل کیږی چې د هغو په واسطه ترسره کیږي چې ستاسو د عرب پالنې او ترهګرپالنې په نتیجه کې افغانستان ته راغلل.

  8. ملاثاقب صیب او ملا شمس الدین صیب د دومره پوهی سره سره تاسو داسی د جاهلیت حبری کوی چه زما په نظر لکه سرتاج عزیز مو چه د پلار ځوی وی او وطن مو پاکستان وی هو یو حبره یاد لری د ټولو نه به محکی جهنم ته ملا صیب ځی انشاالله

ځواب ورکول اوشتون ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *