تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز وايي، طالبان د ډېرې اوږدې مودې لپاره جګړې ته دوام ورکولی شي.
سرتاج عزیز د افغانستان له چارواکو وغوښتل چې په خپل هیواد کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه پر خپل دریځ بیاکتنه وکړي.
ده دا خبره له امریکا ږغ سره په مرکه کې وکړه.
د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز وویل، طالبان به ممکن دا توان ونه لري چې د افغانستان یوه برخه یا پلازمېنه یا کوم لوی ښار ونیسي.
«له طالبانو سره د خبرو په برخه کې د دوی (افغان چارواکو) دریځ ډېر ماتېدونکی دی. موږ غواړو چې د افغانستان د ملي یووالي حکومت بریالی شي چې خپل حاکمیت پر ټوله خاوره ټینګ کړي، له دوی غواړو چې طالبانو او نورو ډلو ته په زغرده ووايي چې ټوله نړۍ غواړي چې له کابل سره خبرې وکړي او مسله حل کړي ځکه چې هیڅوک نه غواړي چې په افغانستان کې جګړه دوام وکړي.»
عزیز همداراز وویل«فکر کوم دوی به تر سخت فشار لاندې راشي او که په ۲۰۱۷ کې جدي خبرې پیل شي دا به په افغانستان کې د سولې لپاره ښه هیله وي.»
د افغانستان حکومت تل له طالبانو سره خبرو ته چمتووالی اعلان کړی خو په وروستیو ورځو کې د طالبانو له لوري له خونړیو حملو وروسته ځینو افغان چارواکو وویل چې نور هغو طالبانو ته د سولې د خبرو بلنه نه ورکوي چې د جګړې پر دوام باور لري.
وسله والو طالبانو تراوسه پوري رسماً سولې ته لېوالتیا نه ده ښودلې.
افغان حکومت څنګه طالبانو ته ووایی چې سوله وکړئ
خو هره ورځ چیغې وهي چې سوله وکړئ
طالبان که د حکومت چیغه نه اوري نو د افغان بیوله او مظلوم ولس غږ او چیغې خو دې واوري چې سوله وکړئ
سوله وکړئ
او سوله وکړئ
سر تاج عزیز ډیر یو منافق سړی دی
How does Sartaj Aziz knows that Taliban can fight for long time. Is he the leader of Taliban? I think he is the supreme leader of them and that is why Taliban are very very intensive in Killing Afghans.