مدرسه

تاند- د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز د افغانستان پولې ته څېرمه مدرسې د تروریزم زېږنځایونه بولي.

سرتاج عزیز وویل، کله چې د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر د یوولسمې نېټې له تروریستي حملو وروسته امریکا د طالبانو رژیم وپرزاوه افغان کډوال پاکستان ته ورغلل او په قبایلي سیمو، په تېره بیا په شمالي وزیرستان کې یې مدرسې جوړې کړې چې د تروریستي فعالیتونو په مرکزونو بدلې شوې.

سرتاج عزیز په واشنګټن کې د دفاعي لیکوالو یوې ډلې ته په وینا کې وویل، دغو مدرسو د تروریستانو ملا تر تصور ورپورته ټینګه کړه. دا مدرسې او جوماتونه د بم جوړولو په فابریکو، د تروریستانو د روزنې په مرکزونو او د انتحاریانو د چمتو کولو پر ځایونو بدلې شوې.

سرتاج عزیز په وزیرستان کې د ترهګرو مجهزو مرکزونو ته د اشارې په ترڅ کې وویل:«په یاد مې دي په میرانشاه کې یوه جومات ته لاړم، له بهره مو هیڅ شی ونه لیدل، خو په جومات کې دننه تر مځکې لاندې۷۰ خونې وې، په دې درې پوړیز جومات کې د بم جوړولو ۴ یا ۵ فابریکې وې، د انتحاري حملو څلور مرکزونه ول، مخابراتي شبکه یې لرله، وي آی پي روم، د کنفرانسونو خونې پکې وې.»

سرتاج عزیز وویل چې په شمالي وزیرستان کې، چې د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ کال په جون کې عملیات پیل کړل، داسي ۳۰ یا ۴۰ جوماتونه موجود ول.

د ۲۰۱۴ کال جون دقیاً هغه وخت دی چې له افغانستانه په لسګونو زره بهرني پوځیان ووتل او د امنیتي چارو مسوولیت افغان ځواکونو ته سپارل کېده.

سرتاج عزیز، چې د امریکا او پاکستان د ستراتیژیک دیالوګ په شپږمه غونډه کې د ګډون لپاره واشنګټن ته تللی دی، د ترهګرو پر ضد د پاکستان د پوځ د اقداماتو په اړه توضیحات ورکړل.

ده وویل، که د پاکستان پوځ د ترهګرو چاودېدونکي مواد او بمونه نه وای ویجاړ کړي، هغوی د راتلونکو شلو کلونو لپاره کافي مواد لرل خو اوس له منځه وړل شوي او ارتباطي سیستم یې هم ویجاړ شوی دی.

3 thoughts on “سرتاج عزیز وايي د قبایلي سیمو مدرسې او جوماتونه د ترهګرو مرکزونه دي”
  1. سلامونه عزیز خانه
    که تاسوو ددنیاوالو په سترگوو کی هر خومره خاوری واچوی مگر هغه رانده نه دی.
    د اسامه کور په هیبت آباد کی وو نه په قبایلو کی.
    د مدارسو تعداد په پنجاب او کراچی تر هر خای دیر دی.

  2. داتورمخی پنجابيان هيڅ شرم نلری دوزيرستان اوسيدونکی کوچنيان اوښځی به هيڅکله تاسی تورمخی اوستاسی باداران ونه بښی که سل ځله تاسی تورمخی خپل انګريزی بادارنو ته منډی وهی اودهغواودنړی دخلکو په سترګو کی خاوری و شيندی ،بيابه هم تاسی ددی جواب ورکړی چی ولی مو دپښتنو ټاټوبی په بيلری بمونو ويشتی اوورانکړی . ددو ی بادرانو ته وايم چی نوردافغانانو دوژلو لپاره دی تورمخو ته پيسی اوسلا مه ورنکړی ، هيره دی نوی چی تاسی هم ددی جنايت يوه ستره برخه ياست

  3. Extremism and Fundamentalism did not begin after2001 Afghan migration around Durand Line, but it have been established, utilized and enforced by Pakistan as principle foreign policy tool vis-a-vis Afghanistan and India since 1947.

    What will be the need for well over couple of thousands of Madrassas allover Pakistan, brainwashing kids to become fanatics?

    Such huge number of Madrassa may have a cover as school but definitely the purpose isn’t curriculum based modern education.

ځواب ورکول A.Halim Hakimi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *