تاند- د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز نن په کابل کې وویل، که له پاکستان څخه وغوښتل شي لېواله دی چې له طالبانو سره د سولې د خبرو په پیلولو کې مرسته وکړي.

ښاغلي عزیز، چې د پاکستان د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر جلیل عباس ګیلاني او څو نورو چارواکو په ګډون د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی، وايي چې د دې یو ورځني سفر هدف یې دا دی چې له افغانستان سره د پاکستان دیپلوماتیکې اړیکې ښې کړي.

تېره میاشت د قطر په دوحه کې د طالبانو د دفتر له پرانستلو سره د سولې د خبرو پیلېدو ته هیلې وغوړېدې خو د دغه دفتر د پرانستنې پر څرنګوالي او یو شمېر نورو موضوعاتو د افغانستان د حکومت اعتراضونه او شکونه سبب شول چې د قطر بهیر په ټپه ودرېږي.

پاکستان وايي چې د قطر د بهیر په پیلولو کې یې اساسي رول لوبولی ځکه غواړي چې دا بهیر بېرته پیل شي.

ده په کابل کې د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول سره له کتنې وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل:« اسلام اباد هڅه کوي چې د سولې د بهیر له ژر پیلېدو سره مرسته وکړي ځکه چې ثبات لرونکی او امن افغانستان د پاکستان په ګټه دی.»

سرتاج عزیرهمداراز وویل:«د سولې د هر راز خبرو مالکیت باید د افغانانو وي.»

سرتاج عزیز په کابل کې خبریالانو ته وویل:«ما د افغانستان لپاره د ښه نیت او نېکو هیلو پیغام راوړی دی. زما د دې سفر اصلي هدف، هماغسي چې ستاسو له منځه به ځیني خبر وي، دا دی چې د افغانستان ولسمشر ته د اسلام اباد د سفر لپاره د پاکستان د صدراعظم نوازشریف رسمي بلنلیک وسپارم.»

ده تاکید وکاوه چې سوله ییز، امن او متحد افغانستان د پاکستان په ګټه دی او هیواد یې له افغانستان سره د نژدې اړیکو غوښتونکی دی.

د افغانستان ولسمشر ویلي و چې د قطر د دفتر په پرانستلو کې، چې پاکستان وايي د دغه هیواد په هڅو پرانستل شو، د افغانستان د وېشلو دسیسه نغښتې وه.

سرتاج عزیز د نوازشریف د نوي حکومت لومړنی چارواکی دی چې په مې میاشت کې د مسلم لیګ نون ډلې له واک ته رسېدو وروسته افغانستان ته سفر کوي.

پرون د پاکستان صدراعظم نوازشریف د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له غړیو او سرتاج عزیز سره په کتنه کې وویل چې د ده حکومت په هیڅ صورت نه غواړي چې له افغانستان سره د پاکستان اړیکې خرابې وي.

سرتاج عزیز کابل ته ترراروانېدو مخکې په یوه مرکه کې ویلي و چې د افغانستان د سفر په ترڅ کې به هڅه وکړي چې د دوو ګاونډیو هیوادونو ترینګلې اړیکې ښې کړي او ولسمشر کرزي ته د اسلام اباد د سفر بلنه ورکړي.

سرتاج عزیر له زلمي رسول سره په خبري غونډه کې

سرتاج عزیز د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، پاکستان د افغانانو د سولې د بهیر ملاتړ کوي خو دا مسله نه تاییدوي چې طالبان د پاکستان له لوري کنټرولېږي خو ده په عین حال کې ومنله چې هیواد یې په طالبانو کې له خپل نفوذه په استفادې د افغانستان د سولې په بهیر کې رول لوبولی شي.

ښاغلي عزیز زیاته کړه:«موږ د هغو اړیکو له کبله چې له پخوا وختونو څخه مو له طالبانو سره لرل، اوس هم له دوی سره تماسونه لرو خو هغوی کنټرولولی نه شو. کله چې د افغانستان د سولې عالي شورا زموږ څخه وغوښتل چې له طالبانو سره د خبرو زمینه برابره کړو او د هغوی د ستنېدو خوندي لاره برابره کړو، هغه مهال موږ دا کار وکړ او هغوی وتوانېدل چې دې هدف ته ورسېږي.»

ده دا هم وویل چې افغانستان په یوه خورا حساسه تاریخي مرحله کې دی، په تېره بیا چې نړیوال ځواکونه له افغانستانه د وتلو په حال کې دي او د سیاسي انتقال بهیر هم په مخکې دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول هیله څرګنده کړه چې د پاکستان د نوي حکومت له واک ته رسېدو سره به د دوو هیوادونو اړیکې ښې شي.

له انوار الحق احدي سره کتنه

ښاغلي عزیز د افغانستان د سوداګرۍ له وزیر انوارالحق احدي سره هم ولیدل او د دوو هیوادونو د سوداګري اړیکو په اړه یې خبرې ورسره وکړې.

پاکستان په ځلونو د دوو هیوادونو ترمنځ د سوداګري موافقې سرغړونه کړې ده او افغان سوداګر تل د پاکستان له سرغړونو شکایت کړی دی.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار روژه ماتی له ولسمشر کرزي سره په ارګ کې وکړ.

له ولسمشر کرزي سره د سرتاج عزیز کتنه

د ارګ خبرپاڼه2

حامدکرزي د ملي امنیت او په بهرنیو چاروکې د پاکستان د صدراعظم له سلاکار سره وکتل

د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي، د ملي امنیت او په بهرنیو چاروکې د پاکستان د صدراعظم میا نواز شریف له سلاکار سرتاج عزیز سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې نن ماښام په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو، د سولې د بهیر او له تروریزم سره د موثرې او جدي مبارزې په اړه خبرې وکړې.

په دغه کتنه کې سرتاج عزیز حامدکرزي ته د پاکستان د صدراعظم هغه رسمي بلنلیک وړاندې کړ چې له هغه څخه یې غوښتي دي چې پاکستان ته سفر وکړي.

د هېواد جمهوررئیس پاکستان ته د سفر لپاره د میا نواز شریف د رسمي بلنې له امله مننه وکړه او دغه بلنه یې په اصولو کې ومنله خو ټینګار یې وکړ چې افغان لوړ رتبه هیات به هغه مهال پاکستان ته سفر وکړي چې د سفر اجندا مشخصه، د دغه سفر ابتدایي کارونه ترسره او د سفر د اجندا په سرکې له تروریزم سره د موثرې او جدي مبارزې او د سولې د پروسې په اړه خبرې شاملې وي.

 

4 thoughts on “سرتاج عزیز: پاکستان لېواله دی چې له طالبانو سره د سولې خبرې ژر پیل شي”
  1. دا منافقین دي. د دوی له کلیمې پرته نور په هېڅ خبره باور مه کوئ. الله تعالی دې دوی د دې مقدسې میاشتې په برکت داسې هلاک کړي لکه عادیان او ثمودیان یې چې هلاک کړل.

  2. پاکستان د انګریز پیداوار ده په خوله ډیر پوست او نرم ده ددوی په یوه خبره هم اعتبار نه ده په کار دا خو افغانان دی چی سپین زړی دی څه یی چي په خوله په زړه یی هم هغه وی پاکستان داسی ډیری ژمنی کړیدی او وروسته یی په لغته وهلی دی پاتی شوه د طالبانو خبره طالبان مستقما د امریکا خلک دی یواځی او یواځی د پاکستان لخوا دغه پروسه په مخ وړل کیږي چي په طالبانو کی د امریکا او پاکستان دواړو ګټی نښغتی دی او د خپلو ګټو لپاره تری کار اخلی یو خو باید نور د افغانستان دولت هم په دی بوهه شی چی دا نه طالبان دی او نه ملایان دی باید دوی ته یو داسی نوم غوره کړی چی ددوی د کړو وړو سره برابر وی او نور دی ورته طالبان نه وایی چي ددی سره د خلکو زوړنه د طالب او ملا نه توریږي او د طالب نوم دغی ډلی ته نور قوت هم ورکوی او مفته عسکر یواځی او یواځی د همدی نوم نه ورته پیدا کیږی

  3. Karzai government lost all the chances of combating terrorism, good governance, development, counter narcotics. For this reason the US turned to the Taliban talks.

ځواب ورکول سعدالله دیدن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *