سرتاج عزیز

تاند- کابل ته د پاکستان د صدراعظم محمد نوازشریف د سفر په درشل کې د دغه هیواد د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز نن /جمعه/ د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د شانګهای د همکارۍ ټولنې غونډې ته وویل: پاکستان په افغانستان کې د چا ملاتړ نه کوي خو د افغانستان د سولې د بهیر ننګه کوي.

سرتاج عزیز وویل:«موږ د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د افغانستان د سولې او پخلاینې په بهیر کې د اسانتیا له راوستلو سره تر وسه وسه مرسته کوو. خو په افغانستان کې د کومې ډلې ملاتړ نه کوو.»

سرتاج عزیز دا څرګندونې کابل ته د نوازشریف له سفره یوه ورځ مخکې وکړي. ټاکل شوې ده چې نوازشریف د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره د افغانستان او سیمې د سولې پر امکاناتو خبرې وکړي.

د صدراعظم نوازشریف سلاکار د شانګهای د همکارۍ ټولنې له غړیو وغوښتل چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو له کبله د دغه هیواد په چارو کې ښکېلتیا زیاته کړي.

پاکستان حاضردمه د شانګهای د همکارۍ ټولنې څارونکی دی خو د بشپړ غړیتوب غوښتنه یې کړې ده.

سرتاج عزیز وویل:«موږ هم احساس کوو چې د پاکستان بشبړ غړیتوب به د دواړو خواوو په ګټه وي او د سختو هدفونو ترلاسه کول به ممکن کړي.»

3 thoughts on “سرتاج عزیز: پاکستان په افغانستان کې د چا ملاتړ نه کوي”
  1. که تاند دغه خبره چې لیکلي يي دي«د صدراعظم نوازشریف سلاکار د شانګهای د همکارۍ ټولنې له غړیو وغوښتل چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو له کبله د دغه هیواد په چارو کې ښکېلتیا زیاته کړي.»په همداسې بڼه شوې وي، دا به په دې مانا وي چې همدا اوس پاکستان په افغانستان کې د خپلې لا نورې ښکېلتیا لپاره په ډاګه خبرې کوي او چمتووالی نیسي او د نورو هیوادو د ښکېلتیا خبره په حقیقت کې د خپلې ښکېلتیا لپاره د یوې پلمې پتوګه یادوي

    1. باچا صاحب په انګلیسي کې یوه اصطلاح ده (لاندې لیکل شوې) د دې معنا خامخا مداخله نه ده.. مثبته مداخله یا دخیل اوسېدل دي. ښه معادل مو ورته پیدا نه کړ بناً منفي یې مه ګڼئ،.
      تاند
      Engagement

  2. رښتیا به هم وایی چی دچا ملاتړ نکوی ځکه پاکستانیان ډیر هوښیار دی داچی مونږ خپله خپل وطن ورانوو اویو بل په یونوم او بل نوم ختموو نونه هم پاکستان ملامت دی اونه هم ایران اوکه احیانا هغوی یی ملاتړ هم کوی نوبیاهم هوښیاردی ځکه خپله نه وژل کیږی اومونږ یی په خپلو مینځونو کی سره اچولی یو تاسی که محاسبه کړی چی یوازی په یوه کال کی به څومره دینی عالمان وژل شوی وی اویابه هم څومره انجینران چی هر انجینر کم ترکمه شل کاله زیارباسی اوپه تش نوم وژل کیږی او دی ته ورته نورمخه ور چی هره ورځ وژل کیږی ددی ګټه یوازی اویوازی پاکستان اوایران ته رسیږی اوزیان یی زمونږ خوار اوغریب ولس ته پاتی کیږی ،چی دتاریخ یا لرغونتوب خبره شی نووایو چی مونږ تاریخ لرو زمونږ پلرونه داسی ؤ یا هم هسی ؤ خوبیا په یونوم یا هم په بل نوم خپل ورونه وژنوپه هیچا هم رحم نکوو ټول فکرونه مو په دی کی مصروف کړی چی دا کافردی یا هغه مسلمان دی یاهغه دینی عالم دی یاهغه ددولت کارکونکی دی داباید وی دا نه وی تاسی یی ښه بیلګه هلته لیدلای شی چی څوکوره پښتانه وی نوچی اختر پری راشی په هر کورکی ژړا اوانګولا وی ځکه دچا زوی طالب وی وژل شوی وی اودچا هم زوی پولیس وی وژل شوی وی اودچاهم همدغسی دکور مشر انجینر،دینی عالم،ښوونکی ،ډاکتر اویاهم دمدرسی طالب وی چی دځای تش لیدو په صورت کی یی پاتی شوی دکورنی غړی ویرونه کوی

ځواب ورکول تمیم شاهد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *