سرتاج عزیز

تاند- د پاکستان د ملي امنیت سلاکار افشا کړه چې چین د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د کوربه توب وړاندیز کړی دی.

د پاکستان ابزرور ورځپاڼې د راپور له مخې سرتاج عزیز چې په عین وخت کې د صدراعظم نوازشریف د بهرنیو اړیکو سلاکار دی، د سې شنبې په ورځ په یوه مرکه کې وویل چې اصلي پرېکړه به د افغانستان د حکومت له لوري کېږي او پاکستان هم د افغانستان د سولې په بهیر کې د اسانتیا برابروونکي رول لوبولو ته تیار دی.

ورځپاڼه وايي چې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د سولې خبرې د وخت اړتیا ده. پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ډېرې هلې ځلې وکړې او د هغو په نتیجه کې د طالبانو لپاره د قطر دفتر پرانستل شو خو د سولې خبرې ونه شوې.

د ورځپاڼې په باور له افغانستانه اکثره بهرني پوځیان وتلي او هغوی چې پاتې دي په جګړه کې ګډون نه کوي.

پاکستان ابزرور وايي، چین د نورو هیوادونو خلاف په افغانستان او سیمه کې له سولې او پخلاینې پرته کوم ځانګړي هدف یا ډله نه لري او همدا مسله کېدای شي د چین د هڅو د بري سبب شي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له واک ته رسېدو وروسته سعودي عربستان او ورپسې چین ته لاړ چې دواړه پر پاکستان اغېز لري. ده نه یوازې دواړه هیوادونه وهڅول چې پر پاکستان له خپله نفوذه په استفادې دا هیواد په جګړې کې د طالبانو د ملاتړ پر ځای هغوی سولې ته حاضر کړي، بلکې دا ډاډ یې هم ورکړ چې افغانستان به چا ته اجازه ورنه کړي چې د پاکستان ګټې وګواښي.

له هغه وروسته پاکستان ظاهراً په افغانستان کې د سولې ملاتړ ښوولی خو عملي ګامونه یې لا نه دي اخیستي. که د چین وړاندیز ته طالبانو مثبت ځواب ووایه کېدای شي د پاکستان د عملي ملاتړ لومړنۍ نښه وګڼل شي.

5 thoughts on “سرتاج عزیز: چین د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو کوربه توب کوي”
  1. كرانو دوستانو مه غو ليزي تاسي خو افغانان او بنجابيان شه بيزني به خبل عمر كي كومه رشتيا خبره تاسي دبنجابينو خخه أور يدلي تل ءي د دنيا خلك دخبلو كتو قرباني كري.
    خومره افغانان دوي دجهاد به نامه و وزل.خومره افغاني مغزو نه دوي دوطن خخه تشيتي ته مجبور او كدوال ءي كره.خه شو ستاسي هغه به بشو ولار اقتصاد دافغانانو .خه شو هغه مجهزه خمكني او هواءي فوخ او أمنيتي قواوي ايا همدغو دبشو لاندي نه كرل دغه نني ببولالي جه به وطن كي رواني دي دا دجا دلاسه دي جه به خبل كي به جنجال اخته يو .
    جه خيري نه رسيزي شرءي همدوره بس دي دخداي به لحاظ دباكستان به دوستي او دشمني مه غوليزي
    صرف باكستان ديو واقعي دشمن به توكه وبيزني أوبس .

  2. Sartaj Aziz
    From Wikipedia, the FREE encyclopedia
    Sartaj Aziz
    Sartaj Aziz (cropped).jpg
    National Security and Foreign Affairs Adviser
    Incumbent
    Assumed office
    7 June 2013
    Serving with Tariq Fatemi
    (Special Assistant to the Prime Minister on Foreign Affairs)
    Prime Minister Nawaz Sharif
    Preceded by Mahmud Ali Durrani
    (as NSA)
    Hina Rabbani
    (as Foreign Minister)
    In office
    7 August 1998 – 12 October 1999
    Prime Minister Nawaz Sharif
    Preceded by Gohar Ayub Khan
    Succeeded by Abdul Sattar
    Minister of Finance
    In office
    25 February 1997 – 6 August 1998
    Prime Minister Nawaz Sharif
    Preceded by Shahid Javed Burki (Acting)
    Succeeded by Nawaz Sharif (Acting)
    In office
    26 May 1993 – 18 July 1993
    Prime Minister Nawaz Sharif
    Preceded by Farooq Leghari
    Succeeded by Syed Babar Ali
    In office
    7 August 1990 – 18 April 1993
    Prime Minister Ghulam Mustafa Jatoi (Acting)
    Nawaz Sharif
    Preceded by Ehsan-ul-Haq Piracha (Acting)
    Succeeded by Farooq Leghari
    Personal details
    Born 7 February 1929 (age 85)
    Mardan, British Raj
    (now Pakistan)
    Political party Pakistan Muslim League (N)
    Alma mater University of the Punjab
    Harvard University
    Religion Islam
    Sartaj Aziz (Urdu: سرتاج عزيز‎; b. 7 February 1929)TPk, is a Pakistani economist, statesman, strategist, and the current National Security Advisor (NSA) as well as key adviser on the foreign policy at the Ministry of Foreign Affairs, to Prime Minister Nawaz Sharif.[1] He is a veteran Pakistan Movement activist, and a former professor of macroeconomics at the Beaconhouse National University (BNU). Prior to that, he also served as Foreign Minister in a previous term of the Sharif government from 1990–1993 and as well as Finance Minister in 1997 until being reassigned as Foreign Minister in 1999.
    Aziz is noted for driving the Pakistan’s national economy on free-market economics principle and initiated the economic liberalization and privatization programmes. In addition, he served as an adviser to the Foreign ministry while he helped implementing the economic policy through Economic Coordination Committee (ECC). He is renowned for his peace activism and was the only senior minister opposing the decision of conducting nuclear tests in response to India, but LATER retraced his position in 2002. As of current, Aziz is serving as the vice-chancellor of the Beaconhouse National University (BNU) as well as the visiting professor of economics and management sciences

  3. دا چغال هم دملا فضلو په شان دیر منافق او بی دینه انسان دی، او بله داچی عمران خان هم ددغو بیغرتو نظر لری دافغانانو پر ضد.

  4. پنجاب بیا بیا له ژینو تر قطر او تر دې دمه له رنګ رنګ نیرنګونو کار اخیستی چې افغان وطن کې سوله رانشي. کله چې د مجاهدین وفد امریکا ته لاړ حکمتیار صیب یی داسې پوه کړی وو چې ته به له ریګن سره نه ګورې!!! هماغسې وشول او پنجاب دنیاوالو ته وښوده چې دا خلک د سیاسی درک خاوندان نه دي نو د دوی واک به موږ سره وي….. بیا د څمکنیو له حکومته نیولې تر جبل السراج او چهار اسیاب …. بیا د طالبانو راوستل بالاخره د قطر دفتر چې هلته یی طالب ته غوږ کې وڅڅول چې ته به امارت لیکې! هغو لوحه پورته کړه او حکومت د احتجاج په شکل خبرې رد کړې…. اوس به بیا په یو شکل نه یو شکل د خبرو د سبوتاژ کولو دسیسې روانې وي خو دواړو خواوو )حکومت او طالب ته په کار ده چې له پوره درایته کار واخلی کنه نور د ولس حوصله ختمه ده بیا به داسې وضعیت وي چې د کنټرول وس به یی له هیڅ قوت سره نه وي ګاونډیان به په کې خامخا سوزوي…. نړیوالې حلقې د داعش داعش په نامه کیسې روانې کړي …. داعش خو دې سیمه کې نه شي کامیابیدای خو د طالب د ورکاوي لامل ګرځېدای شي….د سر لوړي افغانستان په هیله

  5. دپاکستان دپختنو نه دبلوچ قوم دیر زیات غیرتی دی.تاسی وگوری دپورکستان دپیدایخت نه بیا تر اوسه دپنجاب دسپو سره په جنگ دی خو زمونگه بیغرته پختانه همیش دتور مخی پنجابی خدمت کوی ،،.چی خه مثال یی همدایملا فضلو دووس خرتاج خبیث ، عمران بی ایمان اودیر زیات نور چه نومونه زه دلته ولیکم داصفحه به توله دکه شی .

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *