سرتاج عزیز

تاند- پاکستان رسماً ومنله چې تر هغو له افغانستانه لاس نه اخلي چې هند له افغانستانه په شا شوی نه وي.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار او د دغه هیواد د صدراعظم محمد نوازشریف د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز د پاکستان یوه خصوصي تلویزیون ته په مرکه کې په زغرده وویل چې که هند په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د تشې د ډکولو هڅه ونه کړه، پاکستان به له ۲۰۱۴ وروسته افغانان په خپل حال پرېږدي او مداخله به بنده کړي.

سرتاج عزیز وویل چې د دغه هیواد چارواکو د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ته وویل چې پاکستان له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې په دې شرط مداخله بس کوي چې هند هم د لوېدیځو پوځیانو د خلا د ډکولو هڅه ونه کړي.

امریکا په ځلونو له هنده غوښتنه کړې چې له افغانستانه د ناټو پوځیانو له وتلو وروسته د رامنځته کېدونکې تشې د ډکولو لپاره اقدام وکړي.

سرتاج عزیز وویل:« د اګست په شپږویشتمه نېټه مو له ښاغلي کرزي سره مهمې خبرې وکړې. موږ ورته وويل چې دلته خو بهرني خلک ځي او راځي، لومړى انګرېزان راغلل، بيا روسان راغلل او لاړل، اوس امريکايان راغلي دى، دوی به هم لاړ شي، موږ خو د ټول عمر لپاره ګاونډيان يو او يوځاى اوسېږو، موږ بايد له يو بل سره ښې اړيکې ولرو».

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار وویل، هیواد به یې  تر ٢٠١٤ م کال وروسته په افغانستان کې په دې شرط لاسوهنه ونه کړي، چې هندوستان هم په دغه هېواد کې د کومې ډلې ملاتړ او د ځواک د خلا ډکولو هڅه ونه کړي.

سرتاج عزیز لومړنی پاکستانی چارواکی دی چې په افغانستان کې د پاکستان مداخله په دومره صراحت تاییدوي، وايي:

“زما په خيال زموږ لپاره همدا شرط دى، که هند په افغانستان کې د ځواک د خلا د ډکولو هڅه وکړه، نو بيا ښکاره خبره ده چې موږ به هم هڅه کوو، خو زه هيله من يم، چې بهرني قوتونه او د افغانستان ګاونډي هېوادونه به په افغانستان کې لاسوهنه ونه کړي او په  ٢٠١٤م کال چې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته د ځواک خلا رامنځته کېږي، د هغې ډکولو هڅه به ونه کړي. افغانان دې پرېښودل شي، چې خپله لار پخپله غوره کړي.”

د سیاسي چارو د ډېرو افغان کارپوهانو په نظر که په افغانستان کې د پاکستان ګټې په دې تامین کېدای شي چې په افغانستان کې دې د هند نفوذ محدود شي، د افغانستان لپاره د دې غوښتنې منل ګرانه کار نه دی خو ډېری افغان کارپوهان شک لري چې پاکستان دې په دې قناعت وکړي.

2 thoughts on “سرتاج عزیز: که هند نفوذ د کم شي له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې لاسوهنه نه کوو”
  1. سلامونه هيوادوالو
    زما په اند افغان دولت جمع افغانان بايد جدي تصميم ونيسي د پاكستان په اره، پاكستان چه تر هغه د نقشي په سر دي افغانان به شه ورز ونه ويني دا خوشي بهاني دي چه دوي يي كوي، د پاكستان اجينتان بايد روزانه په دار شي تر سو نور هغه كوچني طبقه خلك په افغانستان كي د پاكستان له مزدوري نه لاس واخلي او كه دا كار ونشي همدا به ورز وي، افغانستان يو مثبت ديكتاتور ته ضرورت لري.
    وسلام

  2. تر هغه چې د افغا نیستان حکومت خپل دريځ بدل نه کړي افغانان به شه ورځ ونه ویني ټول افغانان خبر دي چې طالب د پاکستان لپاره کار کوي که یو غریب کار افغاني د یوې ګولې ډوډۍ لپاره د بیا رغوني له څانګي سره کار کړی سر تری پری شوی په ډیر وحشت سره یې له زیات شمیر بیګنا افغانان ووژل دولت چي ځان وژونکی ونسي بله ورځ سوادا شوی وي او خلاص وي طالب مه ملامت کوۍ زموږ دولت غدار ده هغه د پنځو کسانو جیبونه ډک شي ځانمرګی خوشی کړي د دوۍ جیب ډک شي ځانمرګی که هغه وار ناکام شو خیر ده دا وار به په یوه زیاته ګڼه ګوڼه کي ځانته چاودنه ورکړي هلته د دغو رشوتخورو وروڼه زامن نه وي هلته د هغه چا زامن وي چي د بیګا لپاره ډوډۍ په خپلو خولو په مشکله پیدا کوي هغه مري ،نور نو بس ده دا رشوت به ماړه کړي یاست په افغانانو رحم وکړۍ د ملي اوردو هڅي د ستایلو دي اولس ته د زړه له اخلاصه خدمت کوي نور نو چي طالب نیول کیږي له څیړنو وروسته باید په سر ووشتل شي

ځواب ورکول تور جان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *