امیرجان وحید احمدزی

سرحدي سیمې د انګړ یا کلا د چاردېوالي مثال لري، څومره چې د کلا دېوالونه لوړ او کلک وي، نو همغومره د انګړ اوکلا داخل هم خوندي وي،خو زموږ د سرحدي سیمو دغه ډول رول ښایي له دې امله زیات نه وي محسوس چې سرحدي سیمو او په دغو سیمو کې مېشتو ولسونو ته تراوسه پورې مناسبه پاملرنه، نه ده شوې. د وخت حکومتونو دغه سیمې له پامه غورځولي، هلته لا هم د ژوند ډول، بڼه او امکانات د غاري انسانانو ژوند ته پاتې کېږي،ځکه هلته لا هم خلک په یوې ګولې مړۍ او یوې ترخې ګولۍ پسې مري. لا هم لوږه، بې وزلي، وزګارتیا او عادي ناروغۍ د خلکو ژوند ګواښوي.

اکثر سرحدي سیمې مو د هېواد پلازمېنې او لویو ښارونو ته د تګ راتګ لویې لارې هم نه لري، ځکه نو د اړتیا او ناورینونو پرمهال ګاونډیو هېوادونو ته مخه کوي. سره له دې چې په لویه کې په افغانستان کې د ارام، هوسا او بسیا ژوند تېرولو اسانتیاوې او امکانات لږ دي او لکه څنګه مو چې هېواد د نړۍ له پرمختللو هېوادونو سره د پرتلنې وړ نه دی، نو همداسې مو سرحدي سیمې د هېواد له نورو سیمو، لویو ښارونو او مرکزونو سره د پرتلنې وړ نه دي، ځکه په یادو سیمو کې د پرمختګ، تمدن، ارام او هوسا ژوند بېلګه او څرک نه لیدل کېږي. له همدې امله د  سرحدي سیمو اوښارونوتوپیر نهایت زیات دی.

دغه توپیر د ښاري او سرحدي سیمو له بڼو او د وګړو د ژوند له ډول اواسانتیاو څخه ښه جوتېږي، سره له دې چې په ښارونو کې هم د خدماتو د کمي، قېمتي او کیفیت شکایتونه کېږي، خو په سرحدي سیمو کې خلک د ژوند له ډېرو لومړنیو او اساسي اسانتیاو(خوړو، پوښاک، درملو او زده کړو ) څخه بې برخې دي. په هغو سیمو کې لا هم د لوږې، بې وزلي، وزګارتیا او نورو ګڼو ستونزو له امله ښوونځي، سرکونه، روغتونونه او برېښنا ته لا د چا ور پام هم نه دی.

سرحدي سیمو ته د حکومت او چارواکو نه پاملرنه د ولس او حکومت تر منځ واټن را منځته کړی. د ولس او چارواکو تر منځ خواخوږي لږ شوې، ځکه په سرحدي سیمو کې مېشت ولسونه د چارواکو د نه پاملرنې، توپیري چلند اود ژوند د لومړنیو اسانتیاو د نه لرلو له امله ځانونه محروم، پردي او کم ګڼي.

باور دی چې د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو ځوان وزیر به د سرحدي سیمو او ښارونو تر منځ د شته توپیر په را کمولو کې پام وړ رول ولري،ځکه نوموړي ولسي جرګې ته د وینا پرمهال سرحدي سیمو ته تګ اود یادو سیمو د ستونزو څېړنه د خپلو کاري لومړیتوبونو یوه مهمه برخه وګڼله.

د سرحدونو او قبایلو وزیر ښاغلی محمداکرم خپلواک ممکن په دغه څېړنه کې بریالی راووځي، ځکه نوموړي تر دې دمخه د دوو سرحدي ولایتونو (پکتیکا او فراه) د والي په توګه دندې ترسره کړي،د سرحدي سیمو د مېشتو ولسونو ستونزې، اړتیاوې ، محرومیتونه او مجبوریتونه له نورو څخه ده ته ښه ور معلوم دي. بله دا چې نوموړی د هېواد له ابادۍ او د هېوادوالو له سوکالۍ سره رښتینې مینه لري.

د هېواد سرحدي سیمو ته د قبایلو د وزیر سفرونه او هلته د سیمې له خلکو سره د هغوی په ستونزو بحث او لیدنې به د هغو سیمو مېشتو ولسونو ته د خپلوي احساس ورکړي، مړاوې او رژېدلې هیلې به یې را ژوندۍ، عقدې به یې هوارې او له حکومت سره پڅې اړیکې به یې ټینګې او خواخوږي نوره هم زیاته کړي. دا ټول هغه څه دي چې نننی حکومت ورته د سولې، ثبات او ټیکاو په برخه کې تر بل هر څه زیاته اړتیا لري.

د هېواد اساسي قانون ټولو سیمو او ولسونو ته د بشري سرچینو په وېش، د زده کړې، کار، او روغتیایي اسانتیاو په برابرولو، د اساسي او پرمختیایي پروژو او پروګرامونو په پلي کولوکې پر عدالت او توازن ټینګار کوي، مګر لا هم تر دې دمه دغه توازن او انډول ته پام نه دی شوی، خو که د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د شته بې عدالتیو د له منځه وړلو، د خلکو د ستونزو د څېړلو او محرومیتونو د له منځه وړلو په موخه دغه نوښت ته را وړاندې شي، نو باور دی چې نه یوازې دغه وزارت بلکې په لویه کې به ټول حکومت په ولس کې کمرنګه شوی محبوبیت بیامومي.

افغانستان د مغرضو ګاونډیو په منځ کې پروت دی، نوله دې امله هم سرحدي سیمو ته جدي پاملرنه حتمي ده، ځکه دغه مغرض ګاونډیان او د هېواد وسله وال مخالفین  د سرحدي سیمو د مېشتو خلکو له محرومیت، مجبوریت او فقر څخه  ډېر وخت ناوړه ګټه کوي.  ورانکارې ډلې او وسله وال مخالفین له همدغو سرحدي سیموڅخه د ښارونو د ناامنه کولو، د بې ګناه خلکو د وژلو، د ښوونځیو، روغتونونو، پلونو، سرکونو او نورو ټولګټو ځایونو د ویجاړولو لپاره تګ راتګ کوي،خو که حکومت دغو ولسونو او د هغوی ژوند ته پام وکړي، د ارام، هوسا او بسیا ژوند اسانتیاوې ورته برابرې کړي، نو باور دی چې دسرحدي سیمو مېشت ولسونه به هیڅ ورانکارې او وسله والې ډلې  ټپلې ته له خپلو سیمو څخه د تېرېدو اجازه ورنه کړي.

څومره چې سرحدي سیمو ته د حکومت پاملرنه زیاته شي، نو همغومره به پلازمېنه، د هېواد لوی ښارونه، ولایتونه او سیمې ورسره خوندي شي، تر څنګ به یې چارواکو، مشرانو، ټولګټو ځایونو او نورو ته ورپېښ ګواښونه او خطرونه هم راکم شي، ځکه هغه مهال به د سرحدي سیمو مېشت ولسونه حکومت او ښارونه د خپل ځان وګڼي، هیچاته به د دې اجازه ور نه کړي چې له سرحدي سیمو دې د ښارونو د ناامني او نورو ټولګټو ځایونو د ویجاړولو لپاره تېر شي او یا دې د دوی په سیمو کې د ورانکارو فعالیتونو او بې ګناه هېوادوالو د وژلوپلانونه جوړ او پلي کړي.

د سرحدي سیمو مېشت بېلابېل قومونه او ولسونه یوازې د حکومت خیر ته هم نه دې ناست ، ځکه د دوی په سیمو کې داسې زېرمې، کانونه، ځنګلونه او د کار قوې موجودې دي چې که اوسنی حکومت یې پالنې ته پاملرنه وکړي او له شته امکاناتو څخه سمه ګټه واخلي، نو باور دی چې له برکته به یې نه یوازې همغه سرحدي سیمې ګل او ګلزار شي، بلکې د هېواد نورو ډېرو سیمو ته به یې هم خیر ورسېږي.

د دې ترڅنګ د یادو سیمو قومونه او ولسونه ځینې داسې تړې، دودونه، جوړښتونه، بنسټونه او ارزښتونه لري چې که حکومت ورته پاملرنه وکړي او په یادو سیمو کې د ورانکارو د فعالیتونو د مخنیوي په لاره کې ترې ګټه واخلي، نو باور دی چې د هېوادوالو ژوند به مو له وېرې او خطر څخه خوندي شي.

لنډه داچې د ځمکنۍ بشپړتیا، همغږي، ټولنیزو، اقتصادي، بشري، امنیتي او بل هر پلوه  سرحدي سیمو ته پاملرنه خورا مهمه ده، ځکه دا هم د هغو مېشتو ولسونو او هم په لویه کې د افغانستان په خیر ده.

خو که خدای مه کړه سرحدي ولسوالۍ  د اوس او تېر په څېر هېرې او محرومې پاتې شي، نو هلته به فقر او بې وزلي زیاته شي. د بې وزلي زیاتوالی ممکن د شته ناامني د لا هڅونې لامل شي، دغه ناامني به یوازې سرحدي سیمې، نه بلکې د هېواد پلازمېنه ، لوی ښارونه او د ولایتونو مرکزونه هم نا امنه کړي. داسې ناامنه چې خدای مه کړه په څو شیبو کې به د هېواد په پلازمېنه او ځینو سیمو کې د څو کلونو شوې ابادۍ او پرمختګونه د خاورو او ایرو په یو بدرنګه ډېري بدل کړي او تر څنګ به یې د ډېرو هېوادوالو د ژوند ډیوې هم مړې کړي.

2 thoughts on “سرحدي سیمې جدي پاملرنه غواړي/ امیرجان وحید احمدزی”
  1. دا والي صاحبان او ولسوال صاحبان چې وي نه به سرحدي ولسوالۍ خیر وويني نه د منځ هغه. د سرحدي ولسوالۍ چارواکي او واليان داسې مثال لري لکه يه يوه رڼه ميدان چې يو انسان لېوان راګير کړی وی. دا خلک ګرېوان ته سر نه ټيټوي چې دا ولسوال، والي او وزير خو معين معاش لري په دې معين معاش کې څنګه کړای شي چې دومره شته راټول کړي او دومره ورمېږ وکړي چې په موټر کې نه ځايي
    اعوذ بالله ملت افغان من هولا الشيطان الرجيم الوزیر، الوالی، والولسوال و من کلهم

  2. احمدزی صاحب ښکلې لیکنه مو کړې الله دې اجر درکړي. نن سبا د ننګرهار ولایت سرحدي ولسوالۍ د ډېرې زیاتې پاملرنې وړ دي. د شینوارو زیاتره ولسوالۍ د مختلفو وسله والو ډلو لاسونو ته لوېدونکي دي، ناامني پکې خورا زیاته شوې ده. که دولت ورته پام ونه کړي، د کال دوه وو دننه دې د خطرناکو پایلو انتظار باسي. مننه

ځواب ورکول قسیم‍ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *