ولسي جرګه

د پاکستاني ډرامو يو منلی او په زړه پورې کرکټر ډايريکټ حواله‌دار دی، دی يې له رسمي او مسلکي زده‌کړو پرته نېغ حوله‌دار لګولی، ده به کله له سادګي او ناپوهي پوليس او تاڼې د خلکو د مسخرو او خندا وړ ګرځولې وې، خو کله به يې بيا يو نيم د هوښياري او ځيرکي داسې کار هم په ناپامي تر سره کړی و چې خپله به پرې ځان سرټيټی ورته ښکارېده، خو په حقيقت کې به يې ستره غوټه پرانيستې وه.

په افغانستان کې ډايريکټ حوله‌دار پرېږده، د ډايريکټ ډګرمننانو، ډګروالانو او جنرالانو کتارونه لګېدلي دي.

دا خبرې اوس تاريخ او د ماضي تېر هېر يادونه ګرځېدلي چې مرحوم ميوندوال او موسی شفيق له کتابته تر مدريته، رياست او بيا پوړۍ په پوړۍ معينيت، سفارت، وزارت او صدارت ته رسېدلي دي.

اوس له پوهنځي فارغ شوی نه وي، د کرنې وزير لګېدلی وي، د شهادتنامې تر لاسه کولو محفل په وزارت کې په سرکاري لګښت ورته جوړېږي.

وايي، د پوهنې کوم وزير په خپل لاسليک ځان ته د دوولسم بری‌ليک اجرا کړی، والله اعلم.

په يوه کال کې په دريو څلورو رتبو نازولي د دفاع نوماند وزير څو ورځې وړاندې د بالمقطع پارلمان په استجوابيه غونډه کې هيله څرګنده کړه چې له وکيلانو سره د اشدو محرمو رازونو د سپړلو په پار دې ژورناليسټان له تالاره وباسي چې غونډه سري ګرځي.

په نوره نړۍ کې چارواکي په اړينو مسايلو ژورناليسټانو ته بريفنګ ورکوي، له هغوی سره اف د ريکارډ خبرې شريکوي، خو په افغانستان کې يې د بې‌باوري داسې ټاپه خوړلې چې هېوادپالنه يې چېرې هم د شک له دوړو، لوخړو نه‌شي وتلای.

حيراني دا چې هغه وکيلان چې له درغليو، فساد او بډو يې سرونه ټيټ او ملاوې کږې او ماتې دي، وزيرانو ته باوري او د راز شريکولو وړ بلل کېږي، خو ژورناليسټان يې د باور په تله او کاڼي درانه نه‌شي ختلای.

د خيانت، بډو، فساد او درغليو تورونه له د باندې، يا ژورناليسټان نو نه دي لګولي، بلکې وکيلانو خپله پر يو بل پورې کړي دي، په خپلو کې يې د يو بل لمنې پر سر اړولې، خپله يې له يو بله د ختو ايستلو د عرسات پر ميدان لوڅ لغړ درولي دي.

ژورناليسټان په خپله مسلکي پوهه او بصيرت تر نورو زيات ان د ريکارډ او اف د ريکارډ ټکي پام‌وړ ګڼي، د دوی مسلکي روزنه داسې ده چې په معمولي غوښتنه هم د اف د ريکارډ ټکيو افشا کولو ته نه‌شي ورګرځېدای، خو وکيلان په بانډارونو کې په مسخرو د رازونو په افشا کولو شخوند وهي، ان چې په دغسې سري غونډو کې د بهرنيو چېنلونو او لوريو له‌پاره خپل موبايلونه روښانه ساتي.

مرحوم ولي خان له هماغه پيله افغان جهاد فساد باله. د ده په خبره، جهاد به هله ګورو چې ملا، د ملا پر مرۍ چاړه را کاږي.

د ولسي جرګې قراردادي وکيلان چې تر دې وړاندې په خپلو کې د ځاني ګټو او پېيلتياوو پر سر خپړې لګولې اوس يې مرستيال لګيا دی له رييس څخه ختې باسي او رييس د خپل مرستيال په خښتګ کې ګوتې منډلې دي.

د ځينو وکيلانو د يوه په پلوی له خولو ځګونه بادېږي، ځينو د بل په ملاتړ ځانونه تک شنه ګرځولي دي.

د ولسي جرګې دننه را پورته افتصاح نوره د پټېدو نه ده. دوی خپله ځانونه نااهله اعلان کړي، د اجماع تر کچې يې رسوايي ډنډوره شوې، تر دې چې څو ورځې وړاندې ولسمشر نوماندو وزيرانو ته په دغه خبرداري ځان اړ وليد چې که کوم نوماند وزير د باور رايې له‌پاره وکيلانو ته رشوت ورکړ، د نوماندانو له نوملړه به يې وباسي.

د دغه خبرداري بين السطور مانا دا چې وکيلان له بډو مخ نه‌شي اړولای او نوماند وزيران په بډو ورکولو ځانونه اړ ګوري، دواړه لوري د راشي او مرتشي په تعريف پوره پېژندل شوي.

خو اوس وکيلان د پخوا په څېر بډې په تشنابونو کې نه اخلي چې ولسمشر پټې کامرې ورته ولګوي، بلکې په شهزاده سرای او دوبۍ کې له بېلابېلو لستوڼو په راوتليو لاسونو باندې لاندې کېږي.

سرخط ورځپاڼه

One thought on “سرخط؛ بالمقطع پارلمان او نوماند وزيران د بډو او باور په کړکېچ کې”
  1. سلامونه ! ښه به داوی چې دا غوجل وتړل شی اوساروی یې ټول دفاع خودی ( اربکیان) شی تر څو طالبانو سره مخ اوسابه یې ور په مالګه کړی ( یواځینۍ لار)

ځواب ورکول عبدالرووف لیوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *